چيـــچو ئې ورکـړه

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۱/۸/۱۸

د لسو کالو هلک به وم. زموږ کره د هغه بلي کوڅی یوه نجلۍ د یو څه کار لپاره راغلې وه. دا نجلۍ به د شپاړس یا اوه لس کالو په عمر وه. ډیره ښکلی او ښه قد یی وو؛ جامی یی پاکی او ښکلی وې. اصلي نوم یی بل وو خو دوستانو ورته له نازه چیچو ویل. نجلۍ ډیره خنده رویه او زما د کوچنۍ خور په پښو د ولاړیدو په خوښي یی دریه راواخیسته او ښه په درز یی ووهل.

د خبرو په ترځ کی چیچو زما مور ته وویل چی زه خو یی ورکړم. زما مور ورته وویل چی چاته یی ورکړې؟ کله یی ورکړې؟ هغی ورته وویل: پلار می تاسی ته معلوم دی قمار کوي. دوې میاشتی دمخه یی یوه شپه قمار بایللود او سوختی سو. په سبا چی په کور کی څه وه هغه یی خرڅ او په قمار کی یی بایلول. په دا بله ورځ پر دوستانو او آشنایانو وګرځید، چا پور ورنکړ؛ ډیر سوختی وو؛ حیران وو څه وکړي – په ځان نه پوهید. هغه چاته چی څو واره یې پیسی پر بایللي وې ورغی او پور یې ځینی وغوښت چی بیا به یی درکړم. هغه پور نه ورکاوه او ویل یې د کومه به یې راکړې؟ زما پلار ډیر عذر ورته وکړ خو هغه پور ورنکړ. هغه چی زما پلار ډیر ناآرام ولید نو ورته ویویل چی ته کوم څه نلرې چی زما څخه یې غواړې؟ زما پلار ورته وویل چی زه څه لرم؟ هرڅه می پرتا بایلودل. هغه ورته وویل چی پیغله لور لرې! تیاري پیسې دي. د پلار می زړه نه غوښته چی ما هغه ته ورکړي. هغه پوخ سړی، ښځه او اولادونه لري؛ ډیر بدطبیعته دی او وهل هم کوي. چرس خو لا بلا په پسې چی وهي یې. خو څرنګه چی زما پلار ډیر سوختی سوی وو، پر ما یې د هغه سړي په خوښه بیه کښیښوده او میدان ته یې کړم. پلار می دا وار هم زموږ له بدقسمتیه بایلول او په دې ډول زه یې هغه سړي ته ورکړم. مور می چی واوریدل زه پلار په قمار کی بایللې یم، ډیره خوابدې او ډیر یې وژړل خو پلار می ویل چی اوس کار تر کار تیر دی او چیچو لور می ورکړیده؛ پښیمان کیدای نسم؛ اخیر پښتون یم. مور می ډیره خوابدی وه او زما پلار ته یې سختی خبري وکړې. څرنګه چی زما پلار ډیر سوختی او زهیر وو نو زما پر مور یی راواچول ښه یی ووهل او ټول خروښ یې تر هغې وکیښ. زما پر خپلی مور وهل نه پیرزو کیدل او په ژړا می ورته وویل: موري پروا نلري، زما به دغه په قسمت وه.

بله ورځ کور ته خلک راغلل؛ زما پلار دروازه ورته خلاصه کړه او د میلمنو په خونه کی یې کښینول. د کوڅې په خلکو کی زموږ د جومات ملاصاحب او هغه کس چی زه پلار په قمار کی پر بایللې وم هم وو. دوی کښینستل او ملاصاحب زما نکاح د هغه سړي سره وتړل؛ خوشحالۍ سوې، مایې خندا اوریدل او شیریني وویشل سوه. زه او زما مور ډیر خوا بدي وو؛ موږ په کوکو ژړل. پلار می راووت او موږ دواړه یی په سوکانو او لغتو ووهلو چی رنګ مو را بد کړ؛ د سیالانو په مخکی مو وشرمولم؛ نور خلک چی یې واوری هغوی به څه وایې؟ پلار می بیرته مجلس ته ورغی او تر څه ګړی وروسته خلک په خندا او مبارکباد ویلو له کوره ووتل او د شیرنیو دستمالونه یی له ځان سره یووړل. ما او مور ژړل.

دوستانو! ما بیا چیچو ونه لیده چی څنګه واده سوه؟ او بیا څه ورته پیښه سوه؟ آیا اوس به ژوندۍ وي که نه چی د هغې د متباقی ژوند داستان می ځینی پوښتلی وای. که څه داسی پیښي حتی تردې سختی بیا ما وروسته ډیری واوریدې خو دغه واقعې زما د ماشومتوب پر مغز ډیر بد تاثیر وکړ چی تراوسه می زوروي. زما ډیره غوسه زموږ د کوڅی بی انصافو خلکو ته راځی چی څنګه یی انسانی ضمیر اجازه ورکول چی په داسی غیر انسانی مجلس کی کښیني؛ کاشکی دوی سپینی ږیري نه درلودای، سپین کالي یې نه وای اغوستي او د پښتنو د عزت او وقار لنګوټې یې نه وای تړلي. تر ټولو می ملاصاحب ته درد راځی چی څنګه یې د یو معلوم الحاله فاسق سره د یوې معصومی نجلۍ نکاح د هغې د رضاء پرته ور وتړل څوک چی د یو غیر شرعی عمل په نتیجه کی ورکول سویوه او ټول خلک هم په خبر وه. ملاصاحب به هغه الله (ج) ته چی عزیز، مقتدر او ذوانتقام دی په کوم مخ ورځی چی د یوه دستمال او څو پیسو لپاره یی د یو فاسق پلار په خوله یوه بیګناه نجلۍ بل فاسق ته په قمار کی د بایلود په نتیجه کی ور په نکاح کړه. دا نکاح ده ولی تړل؟ ملاصاحب او د کوڅې سپین ږیرو د نجلۍ ژړا او نارضایتي لیدل خو سترګی پر پټي او د هغې پر ژړا یې غوږونه کاڼه اچولي وه. د دین په نوم دا بیدیني ولی؟ پر موږ به خود بمان اوري او هغه کسان به راباندي مسلط وي چی رحم نه راباندی لري. تر دغه هم د بد سرنوشت مستحق یو او تر دغه هم باید ډیر ذلیل واوسو. الله (ج) فرمایې چی ما داؤد (ع) ته په زبور کی ویلی دی چی دا دنیا د صالحو بندګانو ده. موږ ځکه خوار، بیعزته او دربدر یو چی صالح نه یو؛ موږ دومره ظالمان یو چی حتی پرخپل اولاد هم رحم نلرو. کله چی ابراهیم (ع) پاک خدای (ج) ته عرض وکړ چی نبوت زما په اولاد کی دائم او قائم ولره، نو الله (ج) ورته وفرمايل چی نه؛ که ستا په اولاد کی ظالمان وي، دهغوی سره به مرسته نکیږی. حضرت علی (رض) وایی چی یو هیواد د کفر تر تسلط لاندی باقی پاته کیدای سی خو د ظالمانو نه. زموږ څخه خپل هیواد ځکه ولاړ چی موږ ظالمان وو. هو، ظالمان باید په همداسی خوارۍ اخته وي او ترهغو به اخته وی ترڅو په رشتیا توبه باسي.