دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۱/۸/۲۴

ځان پېژندنه

من عرف نفسه فقد عرف ربه

يوه شـپه څراغ په لاس کی گرځیدمه کور په کور چی معلوم کړمه په ښار کی کوم یو کور دی کوم يو گور
چـې پیدا کړم، چــا بل کړي دا تورتم کې څراغونه څــوک د مرګ په خوب بیده دي، شاته کړي یې غمونه
هـــدیره راته ښکاره سوه ټــوله ښــار له بده بخــته هغه کـــور چې چا باله به، هغه ګــــور وو لا د وخــــــــــته
چــې بیــدار وو هــغه غـل وو یانـشه تللې له ځانه لـه کـورو هـمدوی راوتـي، ناآرامه، پریشـــــــــانـــــــــه
یو ناڅاپه مې نظر سو پر کړکۍ د يوه کــــــــــــور پـه الله الله زارۍ وو یو ســـــــــړی پـــه ســر ســــــر تــــور
د دوژخ او د عـــذاب له ویـــــــرې ډیر ژړل هــاتـن نـه زارۍ یې د اولاد وې، نه چې جـوړ سي لوی شتمـــن
نه لیوال وو د ماڼیو چې کښې ناستې ګلــــــــبدن نه یې غوښــته جایداونه، نه کـــوم باغ او نـــــــه ګلــــــشن
نه یې شوق د حکـــومت وو، لیـــــډري یا مــشري نه د ســرو ســپینوپه غم کې، نه د نورو مهـــــــــــــــــتري
څـه عجیت غوندې غوښتنه يې لرله، هــا ســــړي پـه ژړا، پـه تضـرع وو، پــه زارئ، پــه اســــویلـــــــــــــي
ول راوښــــیه ومــاته زمـــــــا مقــام علیـــم بـــاداره په همــــــدې مې بیا مونــــــــده ســي د بــریـــو ســـیده لاره
په ما وپیـژنـې ځـان خــپل، ده زارئ کولـې ډیـرې مـخ د هیلـې یې آسـمان ته په ژړا لــه ډیـرې ویـــــــــــــرې
څـــه بــه وپیــژنم تا زه، چې زه نه پیــژنم ځان خپل خلیفه به دې یم څـــنکه چــې جــاهله یــم د شان خــــــــــپل
رســـــؤمه به یې څنګه رسالت چې دې راکــــــــړی؟ اندازه به یې کړم څنــګه شـــرافت چـې دې راکـــــــــــــــړی
چې بیتا مې سر ټیټ کړی هر طاغوت اوهرسونډاته زه به څنګه چا ته وایم چې سر ټیټ نکـــــړې بل چا ته
کــه مې خپله وي په غاړه پوخ ځنـــځیـــر د غلامــــــۍ څه تلقین به کوم بل چا ته،د خـــــــــپل واک او آزادۍ
اطمینان به کله راسي چې مې نفس وي امــــــــــــاره ها ژونــدون به څه ژوندون وي چې د بل په اشــــــــاره

په ژړا کې یې ویله ها سالک د زړه له تابه
پېژندنه د ځان راکړې ای حـکیم ربه وهـابه