دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۱/۸/۲۴

تـفـاهـــم

یو ناروغ وو و طبیب ته کښینستلی چی له درده شپه او ورځ یم کړیدلی
طبیب وپوښتله درد دی دی له څه؟ په کوم ځای کی دغه درد دی همیشه
څومره وخت پدغه درد ته مبتلا یې؟ په څه وجه ته اخته په دا بلا یې ؟
و طبیب ته شو ناروغه په غوسه طبیب ته یې او که زه یم اې ډوبسه؟
طبیب هم شولو په قهر، ولاړ بهر ناروغ پاته د مرګی پرخوار پر بستر
ناروغ حال د ناروغۍ نه وایه چاته طبیب کړی خپل غرور وو له فن پاته
د ناروغ او د طبیب مو دغه حال دی د وطن او د پوهانو مو مثال دی
تفاهم په پښتنو کی پیدا نشو - کور یې وسو
پلار د زوی او ورور د ورور سره پوه نشو