زمــا سخت ســاعت

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۱/۸/۱۸

پر ټانکونو ورزغســــتل راته آسان وو
پر توپو ورټوپ وهــل دا کله ګـــران وو

دهمــــــزنګ، پلچــرخـي بندیخانې هم
ولچـــکونه، ځـنځــــیرونه زولـــــــنې هم

کــوټه کلــپه د زنــــدان د مــيلـــو شــاتـه
وږي تــــږي او ناجـــوړه بـې آســــــرې هم

د نــوکـانــو په وتــو مــې کـلــه بــاک وو
نه مې باک وو د بـــرقي قــين و پانې هم

دمرګي پر پوله ناست چـې هـر ګړي وم
جـــوړ ســړی چــې له تعذیبه لیـــونې وم

دغــه ټـــول راتــه آســان خـــو نـه دا چــې
بل حاکم وو، خپل وطن کې زه پردې وم

*********

دهجـــــرت بېوســـــه ژوند قــبول په ځان وو
بېـله يار، بېـله دیار کـه څـه هم ګـران وو

ســرې غــرمـې د پېښــــــــــور، د اوړي تفت
په خېمــه کــې بې پکـي ســـــوزانه دښت

د اولاد رنځ، دردومرګ بېشکه سخت وي
شـــهادت د قـــوماندان وو تــر ها سخت

کــور مې ډک وو له معــیوبو او کــونډیانـو
په لـــــیدو به مې لېــمه د وينـــــــــو تشت

که مې ســــــــــر وو په خـطر کې او تشويش
د دښــمن لــه ډیـــر قوت کــه وو نالـــــــش

دغه ټول راته آسان وو خوچې ګــــــران وو
په جهاد کې د مـــــــــــلګري پټ ســــارش