پایتخت بدل شو بخت بدل شو

دوکتور فاروق اعظم
۱۸/۸/۲۰۱۱

سلطان محمود غزنوي د افغانستان له ډیرو لویو پاچانو څخه وو چی له نن څخه زر کاله پخوا یی په غزنی کی حکومت کاوه. دده تر وفات ورسته دده د لویې امپراتورۍ د تخت پر سر دده د زامنو ترمنځ اختلاف او جګړې وشوې چی ددوی ددغه بی اتفاقۍ په سبب هغه لوی سلطنت له منځه ولاړ. د سلطان محمود د وفات په وختکی (۱۰۳۰ میلادی) دده د دوو غبرګولیو زامنو څخه اول زوی یې (مسعود) په غزني کی نه وو، نو دهغه ورور (محمد) ځان پاچا اعلان کړ او د پلار درباریان ېی پرځان ورغونډ کړل. مسعود چی د پلار د فات په وختکي په اوسنی ایران کي وو، هلته ځان پاچا اعلان کړ او د هرات له لاري د غزني د نیولو په نیت روان سو. خپل ورور (محمد) یی ونیو، بندي او مړ یی کړ. د دربار ډیر د کار کسان یې عزل، بندي او مړه کړل. امیرحسنک چی یو هوښیار، تجربه کار او دده د پلار (محمود غزنوی) ارشد وزیر او د محمد د سلطنت ملګری وو ونیو او اعدام یې کړ.

مسعود، دخپل پلار پر اکثرو درباریانو نور اعتماد نه درلود او غزنی یې ځانته نور مطمئن ځای نه ګاڼه. سلطنت یې د نظامی پیاوړتیا په بهانه لشکرګاه (هیلمند) ته نقل کړ ترڅو هلته پخپله خوښه دربار جوړ کړي. دده څخه د کار خلک چی دده د پلار وفادار او پراخ سلطنت یی ورسره نیولی او ساتلی وو دلسرده او خوابدي سول. مسعود له سره نوی فوج او دده په خیال نوی دربار ځانته په لشکرګاه کی جوړ کړ. په اوړي به غزني ته ددې لپاره تلی چی بیا څوک هلته بغاوت ونکړي. خو نوي دربار هغه کردار کله ادا کولای سوای لکه څنګه چی په غزني کی وو. هرځای دده په خلاف بغاوتونه راپورته سول. په دې ډول، د پاچاهی پر سر د شهزادګانو د رقابت او د پایتخت د بیځایه کیدو په وجه د غزنویانو پراخ او مضبوط سلطنت کمزوره او بالآخره سقوط سو.

تقریبا اوه نیمی پیړۍ وروسته کله چی احمدشاه بابا د یوې لويي امپراتورۍ تر جوړیدو وروسته د کندهار په توبه کی وفات سو (۱۷۷۳ میلادی)، سلطنت يې دده د زامنو د بی اتفاقۍ په وجه له اولی ورځی بیخونده سو. احمدشاه بابا اته زامن درلودل. دهغه ځای ناستی (تیمور مرزا) د پلار د وفات په وختکي په هرات کی وو. هلته یې ځان پاچا اعلان کړ. بل ورور یې (سلیمان مرزا) په کندهار کی ځان پاچا اعلان کړ. تیمورشاه د کندهار پر لور د ورور د سرکوبولو په نیت حرکت وکړ. کله چی هغه کندهار ته ورسید، سلیمان یی بندی او ډیر مهم درباریان یی عزل، بندیان او یا مړه کړل. شاه ولیخان چی د احمدشاه بابا لوی وزیر، هوښیار او تجربه کار سړی وو، مړ کړ. تیمورشاه، د خپل پلار پر اکثرو درباریانو بې اعتماده سو او کندهار یې ځانته نور مطمئن ځای نه ګاڼه. ژر یې په یوه بهانه سلطنت کابل ته نقل کړ ترڅو هلته پخپله خوښه یو مطمئن دربار جوړ کړي. دده څخه د کار خلک چی دده د پلار وفادار او پراخ سلطنت یی ورسره جوړ کړی وو خواشیني او خوابدي سول. د مهمو کسانو څخه ډیر یې کابل ته ورسره یا نه ولاړل او یا ده نه بوتلل. تیمورشاه د کابل دربار، دولتی ادارې او د کابل امنیت اکثره له ایرانه راوستل شوي قزلباشو ته وسپاره؛ داځکه پخپلو يې اعتبار نه وو. که څه هم کابل هغه وخت د پښتنو ښار وو چی تراوسه يې اطراف په لوی اکثریت پښتانه دي خو دربار او دولتي چاري د غیرپښتنو په لاس کی وې او هر پښتانه چی به غوښته په دولت کی کار وکړي باید خپله ژبه او فرهنګ یې بدل کړی او د نوی شرائطو سره یې ځان عیار کړی او د مالګي په کان کی مالګه شوی وای. په دې ډول د پښتنو په وینو جوړ سوی سلطنت تر ډیره حده د نورو په ولکه کی ورغی او په اصطلاح د پښتنو دربار په غیرپښتنو آباد او ساتل کیدی. خو په کابل کی دربار هغه لویه امپراتوری کله سامبالولای سوای لکه څنګه چی له کندهاره کیده. کندهار دده د پلار (احمدشاه بابا) د وخت له فوجي او ملکی ماهرینو څخه ډک وو؛ په کابل کی هسی نه وه. په کندهار کی د خلکو پر پاچهی زړه خوږیدی، داځکه په سلو تکلیفونو او قربانیو یې هغه د احمدشاه بابا سره جوړه کړی او ساتلې وه. ترهغه دمخه هلته خلکو د میرویس نیکه او کورنۍ سره یې هم ډیري خوارۍ کښلی او د ترکیې او آذربایجان تر سرحده پوري یې لویه امپراتوري ورسره جوړه کړیوه. کندهار کي د اخلاص او ارادې عظیم طاقت، د قربانۍ لویه جذبه او د افغانستان د بقا او قوت رمز پروت وو. په داسی حال کی په کابل کی خلکوته مفته په لاس ورغلې وه، یو تشریفاتي دربار جوړ وو او سلطنت واقعی خواخوږي لږ درلودل. دغه سبب وو چی هرځای د تیمورشاه په مقابل کی بغاوتونه راپورته سول او د پاچهي ټوله دوره یې د بغاوتونو په ځبلو تیره شوه. تر تیمورشاه وروسته، دغه له ځایه بیځایه سوې پاچهي نوره هم کاواکه سوه. د پاچهی پر سره دده د زامنو اختلاف سلطنت ډیر کمزوره کړ. هغو یودبل سترګی وکښی او سره مړه یې کړل. په منځکی د وطن خواخوږي نه وه چی وګرځي او چاري خپل طبیعی مسیر ته واړوي. په دی ډول، د پاچاهی پر سر د شهزادګانو رقابت او له کندهاره څخه کابل ته د پایتخت نقلولو د سدوزو پراخ او مضبوط سلطنت کمزوره او بالآخره سقوط کړ.