مــونږ ولـې داسـې يو ؟

دوکتور فاروق اعظم
۱۸/۸/۲۰۱۱

کله چی احمدشاه بابا د یوې لويي امپراتورۍ تر جوړیدو وروسته د کندهار په توبه کی وفات سو (۱۷۷۳ میلادی)، سلطنت يې دده د زامنو د بی اتفاقۍ په وجه له اولی ورځی بیخونده سو. احمدشاه بابا ۸ زامن درلودل: تیمورمیرزا، سلیمان میرزا، شهاب میرزا، سنجر میرزا، یزدان بخش میرزا، سکندرمیرزا، داراب میرزا و پرویز میرزا. د احمدشاه بابا ځای ناستی (تیمور میرزا) د پلار د وفات په وختکي په هرات کی وو. هغه وخت لاري خرابی او د حمل و نقل وسائل حیوانات وه؛ د خبر رسولو ذرائع هم کمزوري او ابتدائي وه. سلیمان میرزا په کندهار او تیمور میرزا په هرات کی ځانونه پاچاهان اعلان کړل. تیمور میرزا د پلازمیني (کندهار) پرخوا حرکت وکړ. کله چی تیمور کندهار ته ورسید، سلیمان یی بندی او د پلار د لوی وزیر (شاه ولیخان) په شمول یې ډیر مهم مشران مړه، بندي او یا فرار کړل. هرځای بغاوتونه ورته جوړ شول. څرنګه چی نور یې په کندهار کی ځان مطمئن نه ګاڼه او د پلار پر ملګرو یې باور نه درلود ولو هرڅومره پوه، تجربه کار او لائق جنرالان وه، نو پلازمینه یی له کندهاره کابل ته نقل کړه ترڅو هلته نسبتا مطمئن وي. خو بیاهم تیمورشاه خپل د پاچهی اکثره وخت د بغاوتونو په ټکولو تیر کړ او په کال ۱۷۹۳ وفات سو. د تیمورشاه له لسو ښځو څخه ۲۳ زامن پاته سول: همایون میرزا (له سدوزۍ موره)؛ محمود میرزا او فیروزالدین میرزا (له پوپلزۍ موره)؛ .عباس میرزا او کهندل میرزا (له اسحاقزۍ موره)؛ زمان میرزا او شجاع الملک میرزا (له یوسفزۍ موره)؛ احمد سلطان میرزا، محمد سلطان میرزا او یزدان بخش میرزا (له نورزۍ موره)؛ کشورمیرزا، سلطان علی میرزا او نادر میرزا (د نادرافشار له لمسۍ څخه)؛ ایوب میرزا او حسن میرزا (له پوپلزۍ موره)؛ اشرف میرزا، مظفر میرزا او جهان والا میرزا (له اڅکزۍ موره)؛ محمد مراد میرزا، میرانی میرزا او حسین میرزا (له محمدزۍ موره)؛ هاشم میرزا او شاپورمیرزا (د محمد شاه کورګانۍ له لور څخه). تیمورشاه په داسی حال کی مړ سو چی ولیعهد یې نه وو معلوم کړی، که څه هم مشر زوی یې همایون وو.

د تیمورشاه تر مرګ سمدستی وروسته د هغه دوه ویشت کلن او پنځم زوی (زمان میرزا) خپل ټول وروڼه، په استثنا د فیروزالدین او محمود چی هغه وخت په کابل کی نه وه، بندیان کړل. ده خپل مشر ورور (همایون میرزا) ړوند کړ او له نورو یې بیعت واخیست اوځان یې په ۱۷۹۳ کی د افغانستان پاچا اعلان کړ. پاینده خان او ډیر نور مشران یې هم مړه او یا بندیان کړل. پاینده خان د جمال خان زوی وو؛ جمال خان د احمدشاه بابا په پاچا کیدو کی مثبت کردار ادا‌ کړی وو نو ځکه شاه ته محترم وو. د احمدشاه بابا په حکومت کی د جمال خان د زامنو (رحیمدادخان، بهادرخان، هارون خان) کار ښه جوړ وو. د احمدشاه بابا زوی (تیمورشاه) هم د جمال خان د کورنۍ احترام کاوه او د جمال خان بل زوی (پاینده خان) ډیر ورته نژدې او ارشد وزیر یې وو. خو شاه زمان هغه مړ کړ.

شاه زمان د فیروز میرزا، محمود میرزا او فتح خان (د پاینده خان زوی) څخه په آرامه پاچهی ونکړای سوای. بالآخره، محمود میرزا هغه ونیو او ړوند یې کړ او ځان یې پاچا اعلان کړ. شاه محمود هم دخپل ورور (شجاع الملک میرزا) له لاسه چی د شاه زمان سکه ورور وو په آرامه پاچهی ونکړای سوای. په ۱۸۰۴ کی شاه شجاع وتوانیدی چی شاه محمود ونیسی، بندي یې کړي او خپله پاچا شي. شاه محمود له بنده وتښتید او بیا یې بغاوت وکړ او له شاه شجاع څخه یی په کال ۱۸۰۹ کی پاچهی ونیول. خبره دلته ختمه نشوه بلکه د پاچهی پر سر د شاه زمان او شاه محمود د زامنو (قیصر میرزا او کامران میرزا) ترمنځ جنګونه وه. د شاه محمود د زوی (کامران میرزا) د خپل پلار د ارشد وزیر (فتح خان) څخه ښه نه راتله. خو فتح خان د پلار او نیکه څخه په وطن کی پراخ نفوذ درلود. هغه هوښیار او بانفوذه سړی وو او شاه محمود ته یې پاچهی ګټلې وه. فتح خان د خپلو خدمتونو په بدل کی د شاه محمود لخوا ارشد وزیر مقرر وو. هغه خپل ۲۱ وروڼه د دولت پر حساسو ځایونو مقرر کړیوه. د دوی ټولو پسې اخیستل څه آسانه کار نه وو. کامران، لومړی د خپل پلار نظر واړاړوه او په یوه بهانه یي فتح خان ړوند او بیا یې بند پر بند پرې کړ. د فتح خان وروڼو بغاوت وکړ او د سدوزو سلطنت یې نسکور کړ (۱۸۲۶ میلادی). په دغه ډول د احمدشاه بابا اولاد د عدم تفاهم، بی اتفاقۍ او خپلمنځی جنګونو په وجه پراخ سلطنت له لاسه ورکړ.

امیر دوست محمد خان (د فتح خان ورور) د سدوزو څخه حکومت ونیو. هغه شل وروڼه درلودل او دوی هم د سدوزی شاهانو پشان د پاچهۍ پرسر یو د بل سره سخت وډزول؛ ځینی وروڼه په جنګو کی مړه او ځینی یې په بندیخانو کی خاوري شول. د امیر دوست محمدخان تر وفات وروسته د سلطنت پر سر د هغه د ۲۴ زامنو ترمنځ هم ډیر خونړي جنګونه وشول؛ امیر شیرعلی خان وروڼو آرام ته پرینښود او پاچهي به ددوی په منځکی د توري په زور لاس په لاس کیده، ترڅو ځینی ولاړه.

په ۱۹۲۹ کی نادرخان په افغانستان کی پاچا سو. څلور کاله ورسته هغه ووژل شو او وروڼو یې د هغه ۱۹ کلن زوی (محمد ظاهر) پاچا کړ (۱۹۳۳). خو حکومت عملا تر ۲۰ کالو پوري د ظاهرشاه اکاګانو کاوه. په ۱۹۵۳ کی د شاهي کورنۍ زاړه نسل ځای خپل نوي نسل ته پریښود. ظاهرشاه همهغسی پاچا پاته شو؛ داؤدخان صدراعظم، نعیم خان وزیر خارجه او سردار ولی د مرکز د عسکري قواؤ مشر وټاکل شو. قدرت نوي نسل ته وسپارل سو خو د صلاحیتونو پر وېش یی تجدید نظر ونکړه شو. کله چی نادرخان پاچا وو نو ورور یې (محمد هاشم خان) چی تر نورو وروڼو مشر وو، صدراعظم وو. کله چی نادرشاه مړ شو او پر ځای یې ځوان او بی تجربه (ظاهر خان) په کورنۍ کي د اتفاق ساتلو په خاطر پاچا وټاکل شو، د ظاهرشاه اکاګان مجبور وه د پاچهی کارونه ترهغو خپله سمبال کړی ترڅو اولادونه یی تجربه حاصلوي. په دی ډول محمدهاشم خان د صدارت په چوکۍ کی د پاچاهی په صلاحیت کار کاوه چی ټوله کورنۍ ته قابل قبول وو. کله چی محمد هاشم خان استعفی وکړه، د هغه ورور شاه محمودخان صدراعظم شو. هغه هم د صدارت پر چوکی د هاشم خان پشان د پاچهی په صلاحیت کار کاوه او په کورنۍ کی د کشرانو ورباندی اعتراض نه وو؛ دا ځکه پاچهی همدغو مشرانو نیولی وه. کله چی شاه محمودخان استعفی وکړه او داؤدخان صدراعظم شو (۱۹۵۳)، هغه د دوو اکاګانو په صلاحیت د صدارت پر چوکۍ کار کاوه چی دا په کورنۍ کی نوی نسل ته په زړه کی د قبول وړ نه وه. داؤدخان د ظاهرشاه په شان دوهم نسل او ترهغه په عمر او رتبه کم وو. ظاهرشاه او سردار ولی د داؤدخان بی حد او حصر صلاحیت په زړه کی نسوای زغملای. څرنګه چی په افغانانو کی د تفاهم ژبه ډیره کمزوره ده نو د ظاهرشاه کورنۍ هم، حتی مشرانو یې لدې ویري هسي نه چی خوابدی رامنځته شی پردغه مشکل پخپل منځکی غور ونکړ. دوی د صلاحیتونو تجدید نظر ته یا حاضر نشول او یا اصلا متوجه نشول. بل لوی مشکل داوو، څرنګه چی زموږ شاهانو ته د هیواد ګټی لومړیتوب نه درلود بلکه خپل اقتدار ورته لومړۍ وو نو په کورني نزاکتونو کی به تل راګیر وه. موږ ډیر وخت د یو کوچني نزاکت او خوابدۍ د مخنیوی په خاطر لویی تباهی ته تللي یو. د آل یحیی د کورنۍ په مورد کی همداسی وشوه. ظاهرشاه دا موضوع په کورنۍ کي نشوای مطرح کولای چی د صدارت د صلاحیت پر حدود دي غور وشي، هسی نه چی څوک ووایی د ځان لپاره ډیر قدرت غواړي خو عملا راضي نه وو. په ۱۹۶۳ کی یی داؤدخان ته وویل چی هرځای ولسی انقلابونه دی او موږ هم له هغو څخه په امان نشو پاتیدای. ددی لپاره چی اقتدار تل زموږ سره پاته وی موږ باید په نظام کی تغییر راولو. موږ باید په ولس کی کار وکړو او د ولس (پارلمان) له لاری هم قدرت خپل کړو چی په دی ډول به هم پاچهی زموږ په لاس کی وی او هم به حکومت. پاچا به د ملی وحدت د سمبول په حیث او اجرائیوي واک به د صدراعظم سره وی. داؤدخان چي نه غوښته ټول عمر یې د خاندان خولۍ پر سر او دهغه په موافقه د صدارت پر چوکۍ ناست وي او د ظاهرشاه سره یې پر صلاحیتونو کشمکش وي، موافقه وکړه چی استعفی وکړي، نوی اساسی قانون جوړ او مشروطه شاهی ته لار هواره کړي. داؤدخان خودخواه سړی وو او په دی فکر يې استعفی وکړه چی اساسی قانون به ژر جوړ شی او دی به د ولس لخوا تر اوس په ډیر واک صدراعظم شي. د اساسی قانون جوړیدل دوه نیم کاله وځنډول شو؛ په فوج او حکومت کی د داؤدخان طرفداران ټول لیری کړل شول او چی ظاهرشاه ښه متیقین شو چی نور د داؤدخان وزرونه وتړل شول، اساسی قانون یی لویی جرګی ته وړاندی کړ. په اخیره کی یي یوه ماده اساسی قانون ته داخله کړه چی د شاهی کورنۍ څوک نه وکیل او نه وزیر کیدای شی. دلته داؤد خان په ځان پوه شو چی دا ټوله پروژه دده په مقابل کی یوه دسیسه وه. هغه عقده واخیسته او فیصله یې وکړه چی په هرقیمت وی قدرت به نیسی او ظاهرشاه به عزل کوي. هغه اوس یوازی وو او په فوج کی یی پخوانی ملګري نه وه. په فوج کی بیله روس پلوه کمونستان بل داسی منظم قوت نه وو چی دی لاس پر تکیه کړي. د هغوی مرسته یی پدی فکر وغوښته چی کار به ځینی واخلی او بیا به یې خوشي کړي؛ داځکه دی پوهیدی چی د افغانستان خلک مسلمانان دی او کمونیزم نه منی. هغه پدې هم پوهیدی چی د کمونستانو ترشا شوروي اتحاد ولاړ دی خو بله چاره یی نه لیده او ویل یی چی اوس خو به کار ځینی واخلم بیا به ګورو.

داؤدخان د کمونستانو په مرسته کودتا وکړه او پاچهی یی ونیول. کمونستان هوښیار او د شورویانو مشوره ورسره وه، پخپل وار یې له داؤدخانه اعظمی استفاده وکړه. په یوه اونۍ کي یی دوه سوه خلقی معلمان ولسوالان مقرر او په فوج کی یی هم خپل کمونستان پر لوړو چوکیو ځای پرځای کړل؛ ملي او مسلمان مفکرین یې مړه، بندیان او فرار کړل او په دی ډول یی عملا ټول هیواد په کنترول کی راوست. څه وخت وروسته چي داؤد خان د ملت د فشار په وجه مجبور سو چی له کمونستانو څخه لار بیله کړي، ویې نکړای سوای. همهغه دده ملګرو او اعتمادي کمونستانو دی او دده د کورنۍ نور شپاړس تنه ښځي، نر او ماشومان په ډیره بیرحمۍ قتل کړل. حکومت او مملکت ټول د تباهی سره مخ سول چی تراوسه یی لړۍ روانه ده.

لکه وزیر فتح خان او وروڼو یې چی شاه محمود ته پاچهی وګټل، داسی ببرک او کمونست ملګرو یې هم داؤد خان ته حکومت ونیو. لکه وزیر فتح خان چی د موقع څخه په استفاده خپل وروڼه ددولت پر حساسو منصبونو مقرر کړل، همداسی کمونستانو هم وکړه. لکه شاه محمود چی وروسته غوښته ځان د فتح خان له نفوذ څخه خلاص کړي خو ویې نکړای سوای، سر او پاچهی یی دواړه پکښی ولاړل؛ همداسی داؤدخان د کمونستانو او روس له جاله د ځان په خلاصولو ونه توانیدی او سر، کورنۍ او پاچهی یی ټول ولاړل. لکه هلته چی شاهی کورنۍ پخپل منځکی تفاهم نه درلود، یودبل سره یی ووهل، پاچهی یی له لاسه ورکړه او ذلیل شول، دلته هم ظاهرشاه او داؤدخان د عدم تفاهم په نتیجه کی خپل ځانونه، کورنۍ، قوم او وطن ټول خوار او تباه کړل.

څورلس کاله وروسته (۱۹۹۲ میلادي) د افغانستان د مؤمن او مجاهد ملت د جهاد له برکته د شوروی سرې لښکري او کمونزم دواړه مات او مجاهدین بریالی شول. خو د جهاد مشرانو د خپل هیواد د تاریخ څخه پند وانخیست او همهغه پخوانی دردناکه ناخوالي یې تکرار کړې. دجهاد دغو مشرانو چی ځانونه یی پوهان، اسلامی علماء، مفکرین، استادان، مبارکان، مجاهدین اعظم، د اصیل خط پیروان او ..... بلل د یو بل پر سر راکتونه و اورول. د هر بیدینه، لامذهبه، ګمراه، پردي او ددین او وطن د دښمن سره یې د خپل اقتدار لپاره سازشونه وکړل؛ د جهاد اهداف او د مجاهدینو ارمانونه یی د خاورو سره خاوري کړل. خپل ځانونه یې هم د ملت په وړاندي دومره ذلیل کړل چی اوس یې ډیر نژدې دوستان په مجلس کی دفاع نشي کولای.

ځینو خلکو ویل چی که غرب ته تللي زموږ تعلیمیافته خلک راسی نو ګوندی غرقه بیړۍ مو د نجات ساحل ته لار ومومي. دادی اوس د امریکایانو سره یوځای په غرب کی میشت تعلیمیافته افغانان ښه ډیر راغلي دي. خلکو چی دوی ولیدل، په پخواني کفن کشانو پسې ارمان کوي. تاسي وګورۍ چی په افغانستان کی اوس نه د متخصص کمی دی او نه د پیسو. خو وطن تباه او برباد دی؛ دادی لس کاله د نړیوالي ټولني په مرسته غله، داړه ماران، د بشر د حقوق ناقضین او د مخدره موادو قاچاقبران د افغانستان د خلګو پر مقدراتو مسلط دي. یوی خواته یوسل و پنځوس زره د نړۍ تر ټولو مسلح او مجهز فوج (ناټو) چی د شوروی اتحاد د مقابلی لپاره جوړ سوی وو اوس په افغانستان کی دی. سربیره پردغه ناټو، دری نیم سوه زره افغانان د عسکر او پولیس په شکل استخدام کړیدی. پدی ډول، نیم ملیون د نړۍ تر ټولو مجهز فوج شپه او ورځ زموږ په کلیو کی د پښتنو په وژلو لګیا دی. له بلي خوا په دولت کی په ډیره جګه سطحه پردو ته کار کول او په پراخه پیمانه چور روان دی او څوک وطن خپل نه ګڼي. زموږ تعلیمیافته ګانو هم په ډیر بد شکل تیر دردناکه تاریخ بیا تکرار کړ؛ د استعمار رویباران او د غلو ملګري سول. چی خارجیانو ورته وویل چی غوږ دي سپي یووړ نو ده پسې وزغستل – چی خارجیانو ددوی ورور ته ترهګر ووایه، دوی هم ترهګر ورته ووایه او چی چاته یې حواله کړل چی مړ یې کړي نو همهغسی یې وکړه.

له بلي خوا که وګورو نور قومونه ټول داسي ندي. زموږ ګاونډیانو ته وګوری. په پاکستان کی پیپلیان، نیشنلیان، ملایان او اخوانیان، مختلف قومونه او د ډیر جلا کلتورونو پرګنې یوځای سره ناست او کار کوي. په ایران کی زموږ د غوايي تر کودتاه څو میاشتي وروسته یو ډیر لوی انقلاب وشو. هلته د افغانستان په نسبت ډیر اجتماعی، سیاسی او طبقاتي تضادونه وه خو دومره تباهی چی دلته وشوه هغو یې زکات هم ونه لید. تاسی سعودی عربستان ته وګوری. ملک عبدالعزیز هلته پاچا وو او له ډیرو ښځو څخه یی ډیر زامن پاته سول. دده تر وفات وروسته (۱۹۵۳ میلادی) دده د زامنو په منځکی د پاچهی پر سر زموږ پشان اختلاف پیدا نشو چی یو ورور بل ورور ړوند او مړ کړی، بالښت یې پر خوله ورکښیږدي، پر سر یې میخونه ورټکوهي، راکتونه پر واوروي او په مړي یې رقص مرده وکړي، پولیګونونه او دښتونه په ډک کړي. هلته تر ملک عبدالعزیز وروسته د هغه مشر زوی (سعود) پاچا سو. تر هغه وروسته فیصل، خالد، فهد او عبدالله (اوسنی پاچا) پخپل نوبت پاچاهان سول. سعودي شاهی کورنۍ ډیره غټه کورنۍ او له بیلو میندو څخه دي خو یو ورور راپورته نسو چی ووايي زه خپل نوبت ته انتظار نشم کولای او یا د پردو په لمسون د پاچا کیدو لپاره په شاهي کورنۍ کی شر جوړ کړي، ولس تباه، وطن کنډواله او پردو ته په هیواد کی د مداخلې لاره هواره کړي.

اوس سؤال دادی: نور ولي نسبتا سم دي او موږ ولي په پیړیو داسی خوار، ځبلي او دربدره یو؟ ولي یو ناورین مو ختم نه وي، پر بل اوړو؟ پیغمیر (ص) فرمائي چی مسلمان له یوه غاره دوه واره نه چیچل کیږي. موږ ولی بار بار چیچل کیږو، غلطي تکراروو او له تاریخ څخه پند نه اخلو؟ جواب یی دادی چی موږ وطن، په رشتیا خپل وطن نه دی بللی؛ موږ پردی پردی نه دی ګڼلی؛ موږ دښمنان لرو خو پیژندلي مو ندي نو ځکه ورڅخه د ځان د ساتلو لپاره کار نه کوو؛ موږ نه پخپل منځکی او نه مو د نورو سره د تفاهم ژبه موندلې ده او موږ صادقانه تلاښ ندی کړی چی ملی زعامت پیدا او د خپل مستقبل لپاره یو روښانه تصویر جوړ کړو. موږ ته اوس پر یو نوي فکري محور خپل ولس راټولول په کار دی د کوم لپاره چي دادی موږ لګیا یو او د افغانستان د سوله ایز بدلون تحریک مو روان کړیدی.