ونه

حفیظ الدین پېرزاده
۲۰۱۴/۰۱/۲۴

د سویډن د ستاکهولم ښار کې یوه ونه وه چې لرغونپوهانو یې تاریخي قدامت تر ۱۲۰۰ کالو هم ډیر ښوده. هغه چې د ډیر زړښت له امله پرې د شینوالي نښې نه ښکاریدې د غټ سپیره ډډ او لویو ښاخونو لرونکې او د دولتي رادیو تلویزون مخې ته د دوه سرکونو تر منځ ولاړه وه.

څرنګه چې د ښاروالۍ او ښاري پرمختیایي ادارې په پروګرام کې د سرکونو له سره جوړونه او پراخول پلان شوي وو نو د ونې لیرې کول ورته اړین وو. دولتې ادارې لاس پر کار شوې او د ونې د لیرې کولو په موخه له ضروري ماشین الاتو سره د ونې خواته راغلل. خو سویډني رسنیو د دولت دغه پریکړه لا پخوا د خلکو غوږونو ته رسولې وه . مدني ټولنو، عامو خلکو او د دولت سیاسي مخالفینو د دولت دغه اقدام و غانده او د ونې د ساتنې په موخه یې پر شاوخوا راټول شول او دولتي کارکوونکو ته یی اجازه نه ورکوله چې ونې ته نږدې ورشي د ونې د ساتنې لپاره یوه کمیټه جوړه شوه. جلسې به کیدې، تقریرونه به روان وو بس ونه نه وه سم دم د کوم مشهور ولي زیارت وو چې د دولت مخالفینو به ترې خپل مرادونه غوښتل. د کمیټې د چارو سمبالوونکو هم هلته یوه خیمه درولې وه چې اشري کارکوونکو به پکې په نوبت له دې ویرې شپې تیرولې چې مبادا دولتي کارکوونکي یی د شپې په تیاره کې له ونې څخه خلاص نه کړي. څرنګه چې ونه د دولتي رادیو تلویزون له ودانۍ سره نږدې وه نو د ټولنې د نورو پوړونو سربیره د رادیو تلویزون کارکونکیو، فنکارانو او هنرمندانو به هم په دې جلسو او مظاهرو کې ګډون کاوه او خپل دولت به یی هڅاوه چې د ونې له ایستلو څخه تیر شي خو دولتي اړونده ادارو ونه د پرمختګ په مخکې خنډ باله او هڅې یی کولې چې خلک ورته د هغې د وهلو اجازه ورکړي. جار او جنجال ورځ تر بلې ترینګلې کیده خو په اخر کې دواړه غاړې یانې دولت او د ونې ساتونکي پر دې سره یوه خوله شول چې قضیه محکمې ته وړاندې کړي. محکمې د ونو او ځنګلونو کارپوهانو ته د ونې په اړه د تحقیق دنده وسپارله او هغوی د خپلې سروې او تحقیق پایلې محکمې ته وړاندې کړې. کارپوهانو په خپل راپور کې محکمې ته د ونې د وهلو سپارښتنه کړیوه او د ډیرو نورو دلایلو تر څنګ یی دا هم لیکلي وو چې ونه د خپل ډیر عمر له امله وچه شوې او د ژوندي موجود حکم پر نه کیږي ، غټ شاخونه یی هم واورو دومره کمزوري کړي چې هر وخت یی پر لارویانو د راولویدو خطر شته. محکمې د کارپوهانو د راپور په رڼا کې د دولت په حق کې فیصله وکړه او دولتي اړونده ادارو ته یی د ونې د وهلو حکم ورکړ.

څه موده وړاندې زه د تصادف له مخې په هماغه لاره چې ونه پرې ولاړه وه تیریدم چې د خلکو ګڼې ګوڼې مې پام پر خپل لوري ور جلب کړ. د ښاروالۍ کارکوونکي د محکمې د حکم د تعمیل لپاره له ماشین الاتو سره رارسیدلي وو او خلک سره له دې چې د محکمې پر فیصلې راضي نه ول خو بیا یی هم ورته د احترام سر ټیټ کړی وو او د ښاروالۍ کارکوونکیو ته یی د ونې د وهلو اجازه ورکړې وه. د ونې پلویان د خپلې ګرانې ونې د اخري رسوماتو لپاره سره راټول شوي وو، ځینو یی د ونې تصویرونه اخیستل، ځینو په داسې حال کې چې ډیر غمجن او غوسه ښکاریدل د دولت پر ضد شعارونه ورکول، خپل دولت یی قاتل باله او ځینو خو حتی ژړل. هماغه وخت زما نظر د یوه معتبر تلویزوني چینل پر یوې مشهورې ویاندې پریوت. هغې هم د دولت پر ضد په داسې حال کې شعارونه بدرګه کول چې اوښکو یی د رنجو سره یو ځای پر مخ تورې لارې جوړې کړې وې او میک اپ یا سینګار یی ور ګډوډ کړی وو. زه یوڅو شیبې هلته تم شوم او بیا مې د خپل کور لیار ونیوله خو پر لاره مې د سویډن په اړه فکر کاوه. دغه هیواد چې د نړۍ د نورو هیوادو په کچه ډیر وړوکۍ دی او د نفوس شمیره یی ( نهه لس میلونه ) ښایي د نړۍ د ځینې سترو ښارو څخه هم کمه وي خو بیا هم د وسلو جوړونکیو او خرڅوونکیو هیوادو په کتار کې شپږم او یا اوم ځای لري یانې هر شپږم یا اوم بم او نورې انسان وژونکې وسلې چې د نړۍ په هر ګوټ کې د مظلومو ولسونو پر خلاف ترې کار اخیستل کیږي، ددوی تولید وي. خو ددې ملک هیڅ یوې مدني ټولنې ، د بشر خواخوږو او حتی عام ولس یی خپل دولت قاتل و نه باله!! هیچا کومه کمیټه جوړه نه کړه او.........!

زه په همدې سوچونو کې خپل کور ته رسیدلای وم او ماښام مې چې تلویزون روښانه کړ نو هماغه ویانده یی پر شیشه له نوو خبرونو سره را ښکاره شوه خو دا ځل یی سینګار ښه برابر وو او د خبرونو پر ویلو یی پیل وکړ. هغې خپل لومړۍ خبر چې په زنګاوټ کې د یوه خارجې عسکر لخوا پر عامو وګړو او ماشومانو د ګولیو چلولو او وژلو په اړه وو په داسې حال کې تیر کړ چې نرۍ موسکا یی پر سرو شونډو رقص کاوه.