تـکـــــــبر

دوکتور فــاروق اعــظم
لندن ۲۰۱۴/۲/۵

تکبر د تفعل له باب څخه دی او په لغت کی د خپل ځان لوی ښوول په معنی دی. کبر لویي ده او تکبر دغه لویی ښوول دي. متکبر هغه څوک دی چی ځان پر نورو لوړ ښیي او یا نور تر ځان ټیټ ګڼي. هغوی چی نور ترځان ټیټ ګڼي تر هغو بدتر دي چی ځان پر نورو لوړ ګڼي. یو سړی نورو ته په سپکه نه ګوري بلکه یوازي په خپل مال، قدرت، اولاد، پلار و نیکه، قوم، ښایست، ... فخر کوي او داسی ښیی چی دا کمالات لازوال دي او په نورو کی نسته. خو بل سړی د نورو په تحقیر او سپک ښکاره کولو ځان لوړ ښيي. مثلا یو څوک په خپل ښایست فخر کوي، هغه هرچاته ځان څرلوي او داسي ښیي چی دده یا ددې په شان ښایسته نور څوک نسته. یو بل څوک ډیر او وتلی ښایست نه لري خو د نورو عیبونه وایی، خراب نومان پر ایږدي او تحقیروي یې. که څه هم دواړه بد دي خو دوهم ډول تکبر تر لومړي بدتر دی. متکبر او هغه څوک چی دی یی سپک ګڼي، دواړه له یوې نطفې پیدا او دواړه جیفه له دنیا ځي؛ د دواړو مبداء او انجام یو ډول دی، نو یو پر بل د ځان لوړ ښوولو څه مجال سته؟ تکبر او غرور هغه څوک کوي چی کله د خپل ځان سره سي، نو ځان سپک ورته ښکاري او حقیر او ذلیل یې احساسوي. هغه دا هم فکر کوي چی نور خلک دده په دغه کمزوري پوهیږي یا ښایی پوه سي. نو ځکه کوښښ کوي خپل دغه اندروني ټيټ احساس او باطني ذلت د نورو په سپک ګڼلو سره پټ کړي او ځان تر نورو په لوړ ښوولو وښيي چی تر نورو ټیټ نه دی.  

آدم (ع) او ابلیس دواړو په جنت کی ګناه وکړه خو آدم (ع) وبخښل سو او ابلیس نه. داځکه چی د آدم (ع) ګناه د هغه د احتیاج او ضعف زیږنده وه او د ابلیس ګناه د هغه د تکبر او پر نورو د برترۍ د احساس. د الله (ج) په وړاندي تکبر د بخښلو نه وو نو ځکه ابلیس ونه بخښل سو. ابلیس ته وویل سوه چی تا زما نافرمانی د تکبر له مخی وکړه او که پر آدم (ع) دي ځان لوړ ګاڼه؟ (قالَ يا إِبْلِيسُ ما مَنَعَكَ أَنْ تَسْجُدَ لِما خَلَقْتُ بِيَدَيَّ، أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنْتَ مِنَ الْعالِينَ). هغه طبعا د الله په وړاندي تکبر نسو کولای نو پر آدم (ع) یی د خپل لوړوالی ادعا وکړه. پر بل د ځان لوړ بلل د تکبر نخښه ده، نو ځکه شیطان مردود سو.

په اسلام کی تکبر له اخلاقی رذایلو څخه دی چی د ډیرو مفاسدو منشاء کیدای سي. تکبر انسان د پوهي له حصول او حقیقت ته له وصول څخه منع کوي. هغه د کمال او جمال دواړو څخه محروموي او حتی منکر کوي. مغرور سړی نه عالم کیږي؛ داځکه شرمیږي چی یو بل چاته په خپله ناپوهي اعتراف وکړي؛ ورته ورسي او څه ځینی زده کړي. غرور او علم دواړه یوځای نسي سره اوسیدلای. همداراز، د متکبر زړه د محبت ځاله نسي کیدای؛ دا ځکه چی عشق او تکبر پر یوه لار نسي سره تلای.

ځینی وخت مغرور څوک د حق له تسلیمي څخه انکار کوي او دغه سبب دی چی د پیغمبرانو په وخت کی ډیر کسان (فرعون، شداد، ابولهب، ابوجهل، ...) خپل غرور ایمان راوړلو ته نه پریښوول. په اوس وخت کی هم ډیر کسان حق ته تن نه ورکوي او د حق او باطل جګړه همداسي روانه ده ( الذین آمنوا یقاتلون في سبیل الله، والذین کفروا یقاتلون في سبیل الطاغوت – کوم کسان چی پر حق ایمان لری، هغوی د حق په لار کی جنګیږي او هغوی چی د حق منکران دي د ظالمانو په خوا کی جنګیږي). حق توهینول چی د تکبر علامه ده کفر دی. که یو سړی لمونځ، زکات، جهاد او بل داسی فرض نه اجراء کوي، ګناه کار دی. خو که په خپل دغه عمل فخر کوي، کافر کیږي. دغه ځای دی چی تکبر انسان ځینی وخت کفر ته بیایي.

قرآنکریم تکبر لویه ګناه بللې ده او د متکبر ځای یې دوږخ ښوولی دی. (اللاعراف: ۱۳؛ البقرة: ۳۴؛ النساء: ۱۷۳؛ الحدید:۲۳: الزمر:۶۰، ۷۲؛ الغافر: ۷۶؛ الفصلت:۱۵؛ لقمان: ۱۸؛ النحل: ۲۳، ۲۹؛ النوح: ۷). په اسلام کی د لمانځه د وجوب یو مهم سبب د انسان د تکبر ماتول او حق ته تسلیمیدل دي. الله پاک کبریا‌ء ذات دی او لویي یوازي د هغه سره ښایي؛ که بل څوک د لویي دعوه کوي نو په حقیقت کی د الله پاک سره په نزاع کی واقع دی. قرآن کریم و متکبر ته د بد ویلو (فبئس مثوی المتکبرین، فلبئس مثوی المتکبرین، ألیس فی جهنم مثوی للمتکبرین) څنګ ته مختال او فخور هم غندلي دي. ان الله لا یحب من کان مختالا فخورا (النساء: ۳۶)، ان الله لا یحب کل مختال فخور (لقمان: ۱۸)، والله لا یحب کل مختال فخور (الحدید ۵۷)، ولا تمش فی الأرض مرحا (الاسراء: ۳۷). مختال هغه کس دی چي خیال او تصور کوي چی تر نورو لوړ دی. او فخور هغه کس دی چی یوڅه لري او په هغه فخر کوي؛ نور په تعجیزوي او فکر کوي نور یی نه لري او یا دده په اندازه یی نه لري او یا د نورو په سپکه خپل درنوي یا لوړوي. تکبر د انسان پر سمو سترګو د ناپوهۍ پردې غوړوي.

خو تکبر د زورورو، ظالمانو او د حق د منکرانو په مقابل کی نه یوازي بد نه دی بلکه ښه کار دی. په جنګ کی د دښمن په مقابل کی ځان قوی ښوول ضرور دی.

تکبر یوه ډیره تاواني ناروغي ده. که غواړو له تکبر څخه ځان وساتو نو په کار ده چی لومړی د خپل مبداء (نطفه - کمزور) او انجام (کمزور - جیفه) په باره کی فکر وکړو او پردغه غور وکړو چی موږ ټول دغه نړۍ ته بیوسه راغلي یو او بیوسه به ځینی ځو. خو د اعمالو پوښتنه به راڅخه کیږي. سپک به هغه وي چی د عمل پله یې سپکه وي. څوک چی له خاورو پیدا او خاورو ته ځي؛ هغه به ولي مغرور وي؟ که یو څوک خپل ځان په دې لویه نړۍ کی وګوري چی څه دی او که څوک تاریخ په ښه غور ولولي چی د متکبرینو د تکبر انجام څه وو، نور بیا غرور او تکبر نه کوي. که موږ تر ځان په مادي لحاظه کښته او یا په مصیبت اخته چاته وګورو غرور بیا نه کوو. په مال غرور نه دی په کار چی کیدای سي ورشکست سي. مال که د شرافت معیار سي، نو غل، رشوتخور او قاچاقبر ډیر مال لري او هغه څه شرف دی چی غل او رشوتخور یې دچا څخه وړلای سي. په قدرت چی ژر زوالیږي غرور نه دی په کار. کیدای سی یوه ورځ له قدرته ولویږي او تخت تخته سي. بل داچی د قدرت تمایل فساد ته دی او اکثره قدرتمن خلک ظالمان او مفسدین وي. په پلار او نیکه خو هیڅ غرور نه دی په کار؛ دا ځکه د هغه علم او قوت په ده اړه نه لري؛ داځکه هغوی دده په زیار کمال ته نه وه رسیدلي. په قوم فخر د جاهلیت علامه او د تمدن ضد نښه ده. پیغمبر (ص) فرمایی : څوک چی پر قومیت مړ سي زما له امت څخه نه دی. داځکه اسلام متمدن دین دی او مخ په وړاندي ځي. په داسی حال کی چی قومیت او قبیله ګیرایي ټولنه شاته بیایي چی د اسلام د روح سره سازګار نه دي. ځواني، جسماني قوت او ښایست هم په ناجوړي خرابیږی. داسي کسان ما لیدلی دي چی فلج یا عصبی ناروغي یې درلوده، په مرګ خوښ وه او دوستانو به یی هم دعاء کول چی خدای (ج) یی له عذابه خلاص کړي. او که څوک ناجوړه هم نسي، د عمر په تیریدو یې ځوانی، قوت او ښایست کمیږي.

په علم غرور هم یو باطنی فساد او د عالم لپاره یو لوی مصیبت دی. قرانکریم دا ډول سړی د هغه خره سره تشبیه کړیدی چی کتابونه پر بار دي (سورة الجمعة: ۵ آیة). د عالم (پوه) فساد د عالم (نړۍ) فساد دی؛ په دنیا کی یې مسؤلیت تر نورو ډیر او په اخرت کي یی حساب تر نورو سخت دی. شیطان ډیر علم درلود خو غرور او پر نورو د ځان لوړ ښوولو حرص په لعنت اخته کړ.

تکبر یو ډول تجاوز او ظلم دی چی متکبر یې د نور په حق کی کوي. هغه د نورو په تحقیر سره په حقیقت کي له خپل حد او حق څخه اوړي او د نورو د عزت النفس پر حریم تجاوز کوي.

========= پای ==========