شـــــــــــــکــر

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۱/۸/۱۸

یو ښه سړی له افغانستان څخه حج ته تللی وو او هلته یی د عراق د یو مشهور عارف سره مخ شو. پر شکر یی خبري شوی. د عراق پیر وویل موږ شاکران یو. موږ په بغداد کی د الله (ج) پر هر نعمت چی موږ ته یی راکړی دی شکر کوو. هغه د مثال په ډول ورته ووې: کله چی موږ ساه اخلو، زموږ ژوند اوږدیږی او د الله (ج) پر دغه نعمت شکر کوو؛ کله چی بیرته ساه باسو نو راحت راته حاصلیږي؛ دلته پر دغه نعمت هم شکر کوو. په دې ترتیب موږ پر هره سا دوه شکره الله (ج) ته وړاندي کوو. همدا ډول چی اوبه څیښو او یا ډوډۍ خورو، د بادار شکر پرځای کوو. موږ شاکران یو او الله (ج) ته دعا‌ء کوو چی موږ په شاکرانو کی حساب کړی. په شکر نعمت ډیریږي او په کفران یې نعمت زائل (و ان شکرتم لأزیدنکم و لان کفرتم فان عذابی لشدید). ایوب (ع) صابر وو نو ځکه الله عزوجل ته مقرب وو (إنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ).

افغان سالک په جواب کی ورته وویل چی پر نعمت شکر کښل څه کمال دی؟ دا باید هرڅوک وکړي. که دا کمال وي نو زموږ په وطن کی سپیان هم دا کمال لری – هغوی لوی شاکران دی. هغوی ته چی بادار ډوډۍ ورواچوي، خوشحاله سی او د خوښۍ او شکران د ښوولو په منظور لکۍ ورته ښوروي او سر په پښو کی ورته ایږدي. ریښتنی شکر هغه دی چی څوک پر مصیبت شکر وکړي؛ یو داچي په مصیبت ګرفتار ښه یم نه په معصیت او بل ووايی چی د خپل غفلت په وجه تر دې هم د ډیر عذاب مستحق وم او زما سره اوس هم ډیر ښه سویدي.