زمــونږ قـــفس

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۱/۱۱/۲۸

د ٢٠٠١ میلادی کال ددوبی یوه ورځ د خپلو ماشومانو سره د لندن په ژوبڼ کی د مرغانو برخی ته ورغلـم. دا برخه به دوه جریبه مځکه وه او پردغه ټول ځای یی د سیمانو جالی راگرځولی وه چی لوی لوی ونی هم پکښی دننه وی او د لویی ویالی یوه برخه یی هم پکښی راوستی وه چی سروپای یی په سیمی جالۍ بند وه.  راز راز مرغان آزاد پکښی گرځیدل، الوتل، ځینو غومبر کاوه او ځینو نغمی ویلی؛ څوک پر هگیو پراته وه او چا خپل بچیانو ته د الوتلو چل ښایه.  په یو ځاله کی مو د مرغانو واړه بچیان ولیدل چی خپلی ژړی مشوکی یی په هوا نیولی وی او نازکی  سوی سوی ناری یی وهلی چی که مور یا پلار یی په سرو خولو کی څه ورواچوی. هیلۍ هم په اوبو کی گرځیدی راگرځیدی.  سیلانیان ددی لوی قفس په منځکی چی د جالۍ دیوال یی آسانه نه معلومیدی گرځیدل خو مرغانو ته یی آزار نه ورکاوه.  مرغان هم پدی پوه وه نو ځکه له انسانه نه ویریدل. حتی که به دی لاس پر یو مرغه پورته هم کړ نه ویریدی او ستا له ویری نه الوتی؛ هغه دا نه گڼل چی دا لاس تا پرده پورته کړیدی. هغه ستا وجود ځانته تهدید نه گاڼه.

د مرغانو له برخی لا راوتلی نه وو چی نهه کلن زوی می سؤال راڅخه وکړ چی د کندهار په ژوبڼ کی مرغان څنگه اوسی؟  هغه د کندهار وو خو په مهاجرت کی پـیدا او لوی سوی وو او افغانستان یی نه وو لیدلی. دا سؤال په ظاهره هغه ته بسیط او ساده وو خو ماته دروند او ژور.  ورته ومی ویل چی د دمی پروخت یی را په یاد کړه چی زه یی ځواب درکړم اوس به خپل لیدو ته دوام ورکړو. 

د مرغانو ځای ته نـژدی ددمی لپاره کښینستو او د پوښتلی سؤال جواب ته می مخاطب کړ:

بچـیه، پرنگیان د هوا د مرغانو آزادی په چل او نامردی سلبوی، تلکی او جالونه ورته ایـږدی، نیسی یی او په قفس کی یی اچوی او موږ هم هـمداسی کوو.  دلته او هلته دواړه ځایه خلک دا ښکلی مرغان د فطرت له ښایسته بـڼه نیسی، باغ و راغ ځینی خالی کوی او خپل شخصی کورو ته ښایست په ورکوی.  موږ او دوی دواړه نور عام خلک ددی ښکلی موجوداتو له لیدو او دهغو له ښکلی آوازه محروموو او یوازی یی خپل ځان ته ساتو.  مرغان دی په غم وی خو چی موږ خوشحاله یو.  ځینی وخت ددوی د غم په سندرو موږ روپۍ هم گـټو.  موږ هم ددغو مظلومانو له آه، نارو او چغارو څخه خوند اخلو او پرنگیان هم.  موږ هم ددی خوارکیانو په حق کی له خدایه نه ویـریـږو او دوی هم.  موږ او دوی دواړه نه ویـریـږو چی ددی مظلومانو په گناه به یوه ورځ موږ هم د زندان په پنجرو کی بندیان یو.  دلته او هلته ددواړو پردی یقین دی چی موږ او دا مرغان دواړه د یوه قدرت په لاس پـیدا یو خو د دواړو پردی د زړه له کومی باور ندی چی هغه قدرت چی موږ او مرغان یی دواړه پیدا کړی یو عادل او منـتـقم ذات هم دی او کیدای سی یوه ورځ موږ ته دخپل دغه ظلم سزا راکړی او ددی مظلومو بندی مرغانو په ډول مو د بل په لاس بندی کړی؛ که نه بیا مو دا مرغان نه بندیانول، له خپلوانو او ښکلو ځایو مو نه رابـیلول او د خپل محبوب له حـمدوثـناء مو نه محرومول. 

بـچـیه، موږ او پرنگیان دواړه ښکلی مرغان له  شـنو باغو او ښایستو درو څخه نیسو، په قفس کی یی اچوو، بندیانوو یی او د آزادۍ له نعمته یی بی برخی کوو. خو فرق پدی کی دی چی ددوی قفسونه زموږ تر هغو نسبتا لوی او پنجری یی زموږ تر هغی یوله بله لیری دی.  دلته مرغان گرځی، الوزی او ژوند کوی خو یوازی هغه مرغان په عذاب دی چی لوړ الوزی.  دلته یوازی د هغو مرغانو سرونه د قفس دیوالونه راگرځوی چی د لوړو الوتو خیال لری.  د عاجزه او په قسمت قانع مرغانو لپاره دا ځای د یو څه گذاری دی.  خو برعکس، زموږ قفسونه ډیر واړه حتی ځینی مرغان خو په کڅوړه کی ساتو.   عاجزه او په قسمت قانع مرغان هم زموږ په قفسو کی گذاره نسی کولای.  تردی چی ددی هوائی موجود وزرونه ورکاږو.  څرنگه چی موږ د بندی مرغانو د ساتلو په سم بندوبست سر نه خوږوو نو د کار د اسانی لپاره ددی ښکلو مرغانو ښائسته وزرونه په بیخ کی ورغچی کوو چی راڅخه ولاړ نسی او وانه لوزی بلکه تل موږ ته پر تتۍ پراته وی.  زموږ دا ظالمانه عمل پردوی ډیر سخت تـمامیـږی چی وزر لری خو کار نسی ځینی اخیستلای او په وس کی بـیوسه دی.  زموږ ځینی خو یی په تـنگه لاسی کڅوړه کی ساتی او حتی هلته یی هم قرار او آرام ته نه پریـږدی.  په توره دوه لایه کڅوړه کی یی د هوا کوچنی ښکلی مرغه په لاس کی ټینگ نیولی وی او ښوروی یی.  د کندهار ددوبی په گرمه هوا کی، هغه هم په کڅوړه کی او بیا په لاس کی هغه خوار په خولو کی ډوب وی؛ خوراک پوره نه ورکوی او خوب ته یی هم نه پریـږدی. څښتـن یی د شپی تر ناوخته هغه په کڅوړه کی په لاس کی نیولی او ښوروی یی.  چی کله څښتن یی له ډیری بـیخوبـیه نور خپل سر نسی تکیه کولای او غواړی یو گړی آرام وکړی بیا نو بل ملگری د خوبه راکښینوی او دا بیچاره مرغه په لاس ورکوی. هغه هم دی ترسهاره په لاس کی نیولی وی او ښوروی یی.   سهار څاښت چی یی د جنگولو میدان ته بوزی هغه بیچاره وږی، بـیخوبه او گنگس وی.  د خلکو د گڼه گوڼه په لیدو یا بـیله حتی یوی لغتی جنگه وتښتی او یا په مرگ جنگ کوی داځکه په ځان نه پوهیـږی.  په جنگ کی د لیونی پشان پر مقابل طرف ورغورځی، ځان او هغه په وینو ولـړی.  چی څومره ډیر دا مجبوره مرغان خونړی جنگ کوی هغومره شاوخوا ورته ولاړ ځبنان ډیر خوشحاله وی او دا فکر نکوی چی یوه ورځ به پردوی عزیز او مقتدر خدای همداسی ظالمان مسلط کړی، پـخپلو کی به یی جنگوی، خاوره به یی د جنگ ډگر وی او نور لیری او نـژدی به یی په سیل ورته گوړی ماتوی.

فاروق اعظم
لـندن   ـ   ١٣ جـنوری ٢٠٠٢