ناهيلې مه اوسه!

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۸/۲/۱

دا د الله ﷻ سنت او د طبیعت فطرت دی چې له هرې تیارې وروسته رڼا ده او هر ماښام پسې سبا وي. تر سختۍ وروسته اساني او تر زحمت ورسته راحت دی. ښادي د غم په زانګو کې زانګي او بری د تکلیفونو په غېږ کې لویږي، همدا سختۍ دي چې آرامۍ ته خوند او مفهوم ورکوي.ټینګ ایمان او مستمر کوښښ دی چې انسان پر سختیو بریالی کوي. د بریالیتوب درجه د ایمان د قوت او تلاښ په اندازې پورې اړه لري. پر موسی (ع) او یارانو یې ډیره سخته وه. د فرعون له ظلمه د سینا پر خوا فرار سول. فکر یې کاوه چې تعقیب به نه سي. خو فرعون او لښکر یې ورپسې و. موسی (ع) او ملګري یې بحر ته نژدې سول. پوه سول چې فرعونیان یې اوس هم تعقیبوي. وویریدل چې څه به کوي؟ شاته فرعون او لوی لښکر یی او مخته بحر. د فرار بله لار نه وه. چی څومره د فرعون فوج ورنژدې کیدی، هغومره پر دوی د فرار دائره تنګیده او ویره یې ډیرېده. کله چې د فرعون پوځ دومره ورنژدې سو چې دوی تر شا لیده، نو د موسی (ع) ملګري سخت وارخطا سول او علیه السلام ته یې وویل: إِنَّا لَمُدْرَكُونَ (یقینا ونیول سوو). د موسی قیادت رشید او پر مضبوط ایمان استوار زعامت و، خپلو ملګرو ته یې ددغسي سختي ناهیلۍ او شدید بحران په وختکې پوره ډاډ ورکړ چی: كَلَّا، إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ (هیڅکله نه، زما سره زما رب دی او هغه به ژر لار راوښئي.) هغه وو چې الله (ج) د لار هدایت ورته وکړ. دوی نجات وموند او فرعون او لښکر یې غرق سول. دلته د موسی (ع) پر خپل خدای عزوجل پوره باور او توکل وو.

همداراز، د ابراهیم (ع) او د کورنۍ کیسه یې را یاد کړو. هغه خپله ښځه او ماشوم زوی د مکې په لویه سوځونکې دښته کې یوازې پریښوول. ښځې (هاجر) یې ابراهیم (ع) ته وویل چی آیا دا د خدای (ج) امر دی چې موږ په دغه لویه بیدیا کې یوازې پریږدې؟ هغه وویل: هو. د هو د کلمې په اوریدو سره هغې قناعت وکړ او په ډير اطمئنان په هغه بیدیا کې پاته سوه. ددغه ایمان او توکل په برکت، هغه وچ دښت اوبه پیدا کړې، هلته ژوند جوړ سو او له هغه ځایه یو عظیم انساني تمدن راپورته سو .

کله چې محمد ﷺ او ابوبکر (رض) له مکې څخه یثرب (مدینة) ته هجرت کاوه او په لار کې په یو غار کې له دښمنانو پټ و، هغوی هم په دغسې یو امتحان او ازمویښت کې واقع سول. دوی په غار کې وه چې دښمنان یې پر شاوخوا راوڅرخیدل او محاصره یې کړل. له دښمنانو څخه څو کسه ددوی د غار په خوله کې ولاړ وه او ویل یې: دلته دي. ابوبکر (رض) وویرید چې دښمنانو ونیولو. په همدغه وختکې پیغمبر (ص) ورته په ډیر ډاډ وفرمایل: لا تحزن، إن الله معنا (مه ویریږه، الله زموږ سره دی). د عظیم قائد همدغه ډاډ د هغه ملګری مطمئن کړ چې د کفارو نقشه ماته او د الله (ج)کلمة اوچته ده (کلمة الذین کفروا السفلی، و کلمة الله هي العلیا. والله عزیز حکیم).

دلته مې زموږ د چکنور ملاصاحب واقعه را یادہ سوه. د غازي ملا امیرمحمد اخند چې په چکنور ملاصاحب مشهور وو، کیسه درته کوم. د استقلال د غزا په وار (۱۹۱۹م) د ننګرهار د هزارناو په سیمه کې د پرنگي په مقابل کې د مورچو د کيندلو پروخت د ملاصاحب سره ډير لږ کسان و. گل امیر شینواری (د مشهور صوفی شاعر حـمزه شینواری خسر) چې د ملاصاحب مخلص وو، پوښتنه ځینې وکړه چې په دومره لږو کسانو به د پرنگي د لوی لښکر سره څنگه مقابله کوو؟ ملاصاحب مبارک په ډیر متانت، یقین او قوي روحیاتو ورته ومسل او وې ویل: بـچیه! غم مه کوه! په ډیرو سړیو نده، الله تعالی به ددی میدان ټولې ډبرې کفارو ته غازیان کړي. د ملاصاحب پر دغه مبارک آیت یقین وو چې ډیرځله یوې کوچنۍ باایمانه ډلې د بې ایمانو پر یوې لوئې ډلې بری موندلی دی خو په صبر او استقامت. بـیشکه الله پاک د صابرانو مل دی (كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ. والله مع الصـبرین). همداسی وسوه؛ و سیمې ته د پرنگي د پوځ په رسیدو سره له هرې خوا بـیشمیره غازیان راپـیدا سول. پر پرنگي اول ډز هم ملاصاحب وکړ او دده له ډز سره غازیانو پر انگریزی لښکر داسې هجوم ورووړ چې هغوی یې ټول تارومار کړل.

هو، که پر دې د یو مسلمان یقین وي‌ چی «ان الله علی کل شئ قدیر - د الله هرشی په وس دي» او یا الله اکبر دی، نو بیا یی پر دې هم باید یقین وي چی د نړۍ هر لوی طاقت د الله (ج) د طاقت په وړاندې هیڅ دی. هر ظالم او طاغوتي طاقت به د ایمان لرونکو په وړاندې ژر یا وروسته ماتیږي. اوسنی ناورین به انشاء الله تعالی پر افغانانو تیر سي او متجاوزین به حتما شرمیدلې ماته خوري. موږ بري ته هیله من یو او په دغه هیله ژوندي یو. ناهیلي د مسلمان د ژوند په قاموس کې نسته؛ داځکه ایمان او یأس (ناهیلي) دواړه په مسلمان کې نه سره یوځای کیږي. خو، زما ډیر تشویش له دې څخه دی چي نو بیا ؟.