نــابــالــغه بــالــغــان

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۱/۸/۱۸

که څوک بیعدالتی ویني، مخ یې نه نیسي او تماشا یې کوي، که څوک ظالم ویني چی ظلم کوی خو لاس یې نه نیسي او بیطرفه ناست وي، که څوک ټولني ته ضرر رسوی او نور په مقابل کی عکس العمل نه ښیي او بی تفاوته ورته ګوري، داسی موقف عین ظلم او د ظالم تشویقول او په نهایت کی د ظالم ملګرتیا، د خپل کور خرابول او د نظام سره دښمني ده. داسي ټولنه غرقیږي او د وچو سره لانده هم سوځي. کله چی یو قوم د عذاب اسباب پخپله برابر کړی نو د عذاب مستحق شي او چی کله عذاب پر نازل شي نو هغه عام وي؛ په هغه کی هغه کسان هم سوځي چی ظاهرا هیڅ ګناه نلري. خو د هغوی ګناه بی تفاوتي ده.

راسی دا تربیه او استعداد په ځانونو او خپله ټولنه کی پیدا کړو چی په ټولنیزو مسائلو کی بی تفاوت و نه اوسو. راسی وښیو چی زموږ ټولنه د ماشومانو، لیونیانو او اجړاګانو یوه غونډه نده بلکه موږ هریو بالغ، عاقل او د مسؤلیت څښتنان یو.