مـــــــــــورې!

ډاکتر فاروق أعظم
کابل – ۱۵ مئ ۲۰۱۴

تا زما سره هغه وخت په اخلاص ښه کول چی زه په ښه او بد نه پوهیدم او ما ستا سره د ښه کولو توان هیڅ نه درلود. که زه اوس ستا خدمت کوم، هغه به ستا د ډیرو ډیرو احسانونو د یوي کوچنۍ برخي بدل وي. خو تا زما هغه وخت خدمت کاوه چی زه د ستا د خدمت په مفهوم او ارزش نه پوهیدم.

زه هغه وخت چی د غوښو یو ټوټه وم، مغزی می نسو تکیه کولای او سترګي مي بیواکه وې، تابه په غیږ کي په ډیره مینه نیولی وم، زما مغزی به دي پرخپله اوږه یا لیچو تکیه کړی وو او زما پر بیواکه سترګو به دي په ناز او محبت مچولم. زه اوس تاته ستا د کټ سمول خپل د خدمت ډیره لویه کارنامه ګڼم او غواړم چی زما دغه احسان پر تا ډیر معلوم سي او هروخت خیریوسې راته ووایی. خو تا زما خراب او بوین بدن په خندا او د خوښۍ په سندرو راپاکاوه؛ احسان خو دي بیخي نه راباندي اچاوه داځکه زه هغه وخت په احسان نه پوهیدم.

تا به زما د خیټي د مړولو په وختکي سندري راته ویلې او د تشویق په راز راز طریقو به دي په ما څه خوړل؛ بیا به دي پر اوږو ګرځولم چی راباندي خوړلي خواړه مي هضم سي؛ ټیغ به زما ووت، شکر به تا کیښ؛ زړه به زما خلاص سو او الحمدلله به تا ویل او داسي به خوشحاله سوې ته وا دنیا چا دروبخښل. که به می صحت نه وو سم او یا خوب به نه راتلی، ما به ژړل خو تا به په للو للو زه په غیږ او زانګو کی زنګولم. تا به کوښښ کاوه زما د راحت او خوشحالولو لپاره ماته ځان کوچنی وښیې او د کوچنیانو په ژبه زما سره خبري وکړې څو زه دي خپل وګڼم. چي زما شونډان به هسي وښوریدل، تا به ویل هغه دی ویی خندل او نورو ته به دي هم خپله دغه خوښي اظهارول.

چی په پښو ولاړ سوم، اول کار می دا وو چی ستا څخه می زغستل او غوښتل به مي چی هر شی پخپله وګورم، لمس او په خوله یی کړم. ما ستا څخه زغستل او تا په ما پسې. زما په یاد دي چی ډوډۍ به می په نخرو خوړل؛ تا به راپسې زغلول او په خوله به دي را منډل. خو ما به نازونه درباندي کول او ډوډۍ به مي پر میدان پاشل.

کله چي زه څه غټ سوم او قلم و کاغذ دي په لاس کی راکړل، نو ما به قلم د کاغذ پر ځای پر دیوال کشاوه او ستا د کور ښایست به مي درخراباوه؛ خو تابه خپل قهر لکه د زهرو غوړپ او ګوټ تیراوه او په ډیره حوصله به دي د دیوالونو له خرابولو منع کولم.

ښوونځی یا خپلوانو کره د بیولو پر وخت به می سړک ته بیله دې چی شاوخوا وګورم مونډي وهلې؛ خو تا به په مینه تر لاس ونیولم چی بچیه شاوخوا ګوره چی موټر، ګاډۍ، بایسکل او یا کوم حیوان دي ونه وهي.

په یاد می دي چی زما په اصرار دي د چوغکو د ښکار لپاره غولکه رارانیول. ما به د چوغکو په وار د ګاونډیانو د کورونو هینداري ماتی کړې. تا به زه پټ کړم او راته وبه دي ویل چی بیا داسی مه کوه. خو غولکه دي نه راڅخه اخیسته؛ داځکه ما ژړل او تا زما د ژړا تاب نه درلود. څو واري چی می د ګاونډیانو د کړکیو هینداري او یو وار خو می د یو لاروي سر ورمات کړ، تا زه پټ کړم. په شپه کی چی زه ویده وم تا غولکه راڅخه پټه کړه. زه چی سهار په غولکه پسې وګرځیدم، پیدا می نه کړه. ته زما په دغه سرګردانۍ ناآرامه وې؛ خو له ډیره محبته دي په زغرده نسو ویلای چی هغه تا پټه کړیوه بلکی ویل به دي پیریانو وړې ده.

تا به زه په کوڅه کی له جنګه منع کولم. خو ما به کاوه او هره ورځ به می غم درته راووړ. تا تل زما مقابل طرف ملامتاوه او ماته دي په ټینګه څه نه ویل.

په کور دننه کی مي خوږه مور وې، خو له کوره بهر ستا په لیدو مي د همزولو په منځکی ځان ډیر کوچنی احساساوه. خدای حاضر دی په مجلس کي ستا په نوم اخیستو اوس هم شرمیږم.

کله چی دي پوهنتون ته لیږلم، تر قرآنکریم دي تیر کړم او په ژړا دي رخصت او مخروڼایي اوبه دي راپسې وپاشلې. خویندو مي ویل چی هرسهار او ماښام به دي د ډوډې پر وخت زه په سترګو کی جک ولاړ وم او ګوله به دي په راحت تر ستوني نه تیریده. هغوی ویل چی مور ستا د بري په دعاء ګوله تیروي. خو ما په میاشت هم یو لیک او تلفون نه درته کاوه؛ هسي نه چی همزولي مي ووایي چی د مسافرۍ تاب نه لرم.

عسکري خو ما ونه کړه او په عوض کي د دین او وطن د دفاع په منظور د جهاد تاوده سنګر ته ولاړم. موري! ته خوشحاله وې، په ما او پخپلو پاکو شیدو دي فخر کاوه او پر دښمن دي زما د بري په هیله تل د دعاء لاس پورته وو. خو ما په دغسی حساس وختکی په میاشتو میاشتو تاته د خپل ژوند ډاډ هم نه ورکاوه. ښه مي یاد دي چی د کندهار د صوفی ګل محمد حکاک درې ځوانان زامن (محمود، داؤد، احمد موسی) د روسانو سره په مخامخ جګړه کی یو په بل پسې شهیدان سول، د شهیدانو مور به د فاتحې په نیت ورغلو ښځو ته ویل چی مه ژاړی؛ هسي نه چی د زامنو شهادت مي خراب سي. په عوض کي د صوفي کاکو ښځي د خپلو زامنو د شهادت مبارکۍ ټولولی. هو، همداسي میندو او بچیو یې افغانستان و هر متجاوز ته هدیره جوړه کړیده.

موري ! اوس ستا دعمر اخیره ده. ډیر خوشحاله یې چي دښمن مات او بری زموږ په برخه سو. پاته دښمنان به هم خدای (ج) ورک کړي. هغه ورځ دي راته ویل چی اوس تاته په قلم د جهاد او خدمت ضرورت دی او د پخوا په شان اوس هم زما دعاء ستا مل ده چی دلته هم د سیالانو سر سې. تا ویل بچیه زما د تجربو څخه دا نصیحت واوره:

توره او قلم دواړه ضروري دي او دواړه د ځان سره حتمي ولره.  پوه سه چي توره او قلم یو او بل سره ساتي؛ د یوه کمزوري د هغه بل زوال دی. خو که یی مقابله وي نو د توري سر قلم ته ځوړ دی.

ستا زوی

فاروق