دا مور د چا وه؟

حفیظ الدین پېرزاده
ستوکهولم ۲۰۱۴/۰۲/۰۸

روغتون ته یې یوه بوډۍ راوړه. له سر څخه یې وینې څڅیدلې، لاسونه او پښې یې ټپي وې، پر مخ یې د وینو او ګردونو داسې نقاب پروت وو چې پیژندل یې ګران وو. ډاکتر له راوړونکي موټر چلوونکي څخه پوښتنه وکړه چې دا بوډۍ څوک ده؟ هغه وویل همداسې یی په وینو او خاورو کې لیت پیت د سړک پر غاړه موندلې او نه پوهیږي چې څوک ده خو ګمان کوي یا خو یې غلیمانو دې حالت ته رسولې او یا هم کوم بې رحمه ډرایور پر موټر وهلې. زړه سواندي ډرایور هغه ګونګی ماشوم چې په سر کې یې خاورې نښتې وې او ژړل یی د ډاکتر مخې ته ودراوه او زیاته یې کړه: بس هلته یې هم سر ته همدغه ماشوم ناست وو چې له ژړا پرته پر بل څه نه پوهیږي. بوډۍ بیهوښه ده چې خپل ځان ډاکتر ته وروپیژني او د ورثې یې څه پته نشته خو بیا هم د ډاکتر دې کور ودان وي. د بوډۍ ټپونه یې ور ووینځل، پټۍ یی پرې ولګولې او څه ضروري داروګان یې د سیروم له لیارې ور تیر کړه. زړه سواندي ډرایور ډاکتر وپوښته چې ایا بوډۍ به ښه شې؟ ډاکتر ځواب ورکړ: هو، خو که څوک ورثه یی وي چې پالنه او خدمت یی وکړي، ځان ته یی نژدې کړې او د مورګلوۍ حق یی اداء کړي. دغه وخت ګونګي ماشوم د ډاکتر لاس ونیوه او پداسې حال کې یی له لاسه کشاوه چې د بوډۍ د کټ په خوا یی اشارې کولې. ډاکتر او ډرایور ځانونه په بیړه د بوډۍ تر ځایه ورورسول. هغه چې یو څه په هوش راغلې وه د څه ویلو کوښښ کاوه خوکمزورۍ اواز يی په دردونو او زګیرویو کې داسې ډوب وو چې پر خبره یی څوک نه پوهیدل او یواځې ګونګي ماشوم ورته په اثبات سر خوځاوه. ډرایور ډاکتر ته وویل: راځه پریږده یی چې ارام وکړي زما په اند ذهني حالت یی هم چندانې ښه نه دی، روغتون ته په لیاره به چې کله لږ په هوش راغله نو اوتې بوتې به یی ویلې. ډاکتر پوښتنه وکړه: ښه نو اخر څه یی ویل؟ ډرایور ورغبرګه کړه: بوډۍ خپل عمر څو زره کاله ښیی، او وایي د دې غرو او درو اصلي اوسیدونکې ده، پخپلو بچیانو کې د ځینې ملي اتلانو لکه میرویس نیکه، احمدشاه بابا، خوشال بابا او نورو نومونه یادوي. هغې همداسې څه نورې ګډې وډې هم ویلې وې چې زما سر پر خلاص شوی نه وو. نه پوهیږم ډاکتر کومو سوچونو په مخه کړ خو د بوډۍ د کټ لخوا پاڅید او د روغتون په دهلیز کې داسې روان شو چې پخپله هم نه پوهیده چیرته ځي. ډریور د ډاکتر کړه وړه په ډیر تعجب څارل، هغه ډیر ځلي خورا سخت ناروغان دلته راوړي وو خو دغه ډاکتر یی کله هم د کوم ناروغ د کټ له سره داسې مایوسه او خواشینۍ پاڅیدلی نه ولیدلی

ډریور په ډیره حیرانۍ کله د بوډۍ د کټ پر لور او کله هم د ډاکتر پر طرف ورکتل خو ناببره یی پر لوړ اواز ډاکتر ته اواز کړ، ډاکتر صیب.....!! ډاکتر صیب....!!

د ډریور اوازونو زما په غوږونو کې انګازې جوړې کړې وې چې دغه وخت مې میرمنې وخوځولم او را ته یی کړه: ولې څه ستونزه در پیښه شوې؟ ناروغ خو به نه یی چې ډاکتر ته نارې وهې!؟

سهار شوی وو، زه هم بې له دې چې خپلې میرمنې ته ځواب ورکړم د لمانځه د اداء کولو لپاره پاڅیدم، اودس مې وکړ او پر لمانځه ودریدم خو حضور مې نه برابریده، په رکعتونو کې سهوه کیدم او همدې یوې پوښتنې مې پر سر کې غوغا جوړه کړې وه چې دا مور د چاوه؟؟