مـهاجـر نهنګ مــړ سـو

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۱/۹/۲۶

پوهيـږئ يو مهاجـر نـهنگ په ٢٠ جنوري ٢٠٠٦ په لـندن کي څـنگه مـړ سـو؟

شمالي بحيره د انگليستان ختيځ ته واقع ده چي پرشاوخوايي دشمالي يوروپ بډاي هيوادونه پراته دي.

وايي د عيسويانو د اختـر (کرسـمس) او نوي کال د خوښـيو تر ورځو وروسته هلته بحيرې ته څيرمه د يو هيواد نظامي تـمرينات وه. هغوی په دغو تمريناتو کي بحري ماينونه ښخول، چاودول يې او شنډول يې، او کيدای سي ذروي ازمويني يې هم کړي وي. دغه حالت د شمال بحيرې د هغي برخي پر حيواناتو ژوند ډيرسخت کړي وو په کوم کي چي دا عمليات روان وه. دغو نظامي تـمريناتو به ډير ماهيان او بحري حيوانات وژلي وي، ډيرو به خپلوان او کورني له لاسه ورکړي وي، ډير به پکښي معيوب سويوي او طبعا د ډيرو به يي د اوسيدو ځايونه ورړنگ کړي وي. شرايط داسي پر راغلي وه چي د هغه ځای هر نهنگ د سر د امان او يو مصئون ځای په لټه کي وو.

نه پوهيـږم چي يو ماشوم نهنگ چي صرف شپـږ‍ متـره اوږد او اوه زره کيلوگرامه دروند وو د خپلي کورني او سيـمي څخه څنگه د يوه پـناه ځاي د موندلو په منظور جلا سوی وو؟ دا نده معلومه چي دده پر کورني به څه تير سوي وي او دی به ولي او څنگه د مور و پلار له بـيداره ستـرگو او مداوم څاره غايب سوی وي؟ پرهغو به څه حال وو چي اولاد ته يي پام نه وو. د ماشوم نهنگ سره تجربه نه وه او لار يي نه وه ليدلې. د نجات په هيله يې هري خواته منډي وهلې او چي څومره ډير يي زغستل هغومره د خپلو خپلوانو او چاپيرياله ليري کيدئ . ماشوم نهنگ لاره ورکه کړه او چي څومره يي ځان ورک احساساوه هغومره يي اعصاب ناآراميدل.

تر ډيره وخته يي شاته نه کتل او زغستل يې او چي ښه ډير ولاړ او ستړي سو ودريد او شا ته يې په ډير احتياط وکتل چي مبادا اوس هم د مرگ ايلچيان ورپسې وي. چي پوه سو نور خطر نسته نو په زړه کي يې خپلي سيمي ته د بـيرته تلو ور وگرځيده چي گوندي اوس به هلته حالات سم سوي وي. مگر زړه يې نسوای ښه کولای داځکه هلته پرده، دده پر کورنۍ او سيمي د نورو تجاوز ډيري ناخوالي تيري کړي وې او دغه ناتار دی ډير سخت وېرولئ وو. هو، نورو د خپلو گټو او تجربو لپاره د ماهيانو سيمه ناآرامه کړې وه او د هغه ځای د ژوو ژوند يې ورتريخ کړي وو.

له يوي خوا د ماشوم نهنگ اوس هم په زړه کي وېره وه او له بلي خوا يي لار ورکه کړې وه. دغو دواړو دده پر مغـز دروند بار ايـښي وو. لار يي وهل خو په يقين نه پوهيدی چي چيري ځي؛ گومان يې رهبـر وو. له ورځو ورځو سرگردانه سفر وروسته ساحل ته نـژدي په لـږو اوبو کي واقع سو. دی د انگيستان د ټـيمز د رود خولې ته چي په شمال بحيره کي توئيـږي راغلي وو. هلکي نهنگ گمان کاوه چي که تر دغه تکليفي ځاي تـير سي نو د مـراد ځای ته به ورسيـږي. اوبه لږ وې او ځيني وخت خو به يي تـتۍ هم له مځکي موښتل. نهنگ ځوانکئ وو، زور يي کاوه چي له دغه ځايه ژر ځان وباسي. دده د زخـمي تـتۍ څخه ويـنو د ټيمز د رود په اوبو کي سره لار ايستې وه. دا هم نده معلومه چي دا ويني دده پر مځکه د کش سوي تتۍ له پرهاره وي او که له ځايه زخـمي راغلی وو. نهنگ چي څومره مخته تلی هغومره اوبه لـږيدې تردې چي د بدن پاسني برخه يي له اوبو بهر سوه. ده ته د تگ او ژوند شرايط وار په وار سختيدل؛ کښته له مځکي نښت او لوړ له اوبو راوتلئ وو.

چي نهنگ د لندن ښار ته راورسيد خلک ورته متوجه سول. چي څومره دی د ښار مرکز ته تلئ هغومره د رود پرغاړه ډيرو خلکو ليدی . په راديوګانو او تلويزيونونو کي اعلانونه وسوه چي د شمال بحيرې يو کوچنی نهنگ لار خطا کړې او په ټـيمز رود کي لندن ته راغلی دی. هرچا خپل ماشومان د ماشوم نهنگ د سيل لپاره د رود غاړي ته وروستل . پر شاوخوا يي گڼه گوڼه جوړه وه خو ده خپله لار کرار کرار وهل. زما يقين دی چي د خلکو دغه ازدحام به دده اعصاب نور هم خراب کړي وه. دی به هيڅکله پخوا دداسي لويو تعميرو او انسانانو په منځکي نه وو واقع سوی. هغه ماشوم نهنگ هم زخمي وو او هم سراسيمه . نه پوهيدی چي چيري ځي او څه سرنوشت ورته منتظر دی؟

اوبه وار په وار پر کميدو وې او نهنگ کرار کرار مخ په بره روان وو چي هرچا يي ښه سيل کولاي سوای. هغه دلندن د ښار زړه او د انگليستان پارلمان ته راورسيد. دلته د نور ښار په نسبت تل ډيره گڼه گوڼه وي او په لکو بهرني سيلانيان هره ورځ د ښار له همدغي برخي ليدنه کوي په کوم کي چي د رود پر غاړه د انگليستان د پارلمان عظيم الشان تاريخي تعمير ولاړ او پر يوه لوړ برج يي د بگ بن لوي ساعت نصب دی.

په لکونو خلک د رود پر دواړه غاړو د بيچاره او مهاجر نهنگ د ليدو لپاره ولاړ وه. هرواري چي به نهنگ له ستړيا او خفگانه د خپل شا له سوري څخه د اوبو يو لوي مقدار د فواري غوندي پوف کړ د ماشومانو به د خوشحالي نارې سوې. نهنگ زخـمي، لار ورکی او سرسام وو خو د رود پرغاړه ټول ورته ولاړو او په تلويزيون کي ليدونکو خوشحالۍ کولې. د بل غم نيم اخـتـر دي. پدې خلکو کي ځينو داسي هم ښوول چي ددغه مظلوم پر حال يي زړه سوځی چي له خپله ځايه بې ځايه سوی او په تکليف دی. خو له بلي خوا خوښ وه چي د ماشومانو يي د بل په ماشوم ساعت تير دی . نه پوهيـږم چي نهنگ به پوهيدی او که نه چي پرده، کورنۍ او سيمه يې ناتار د همدې خلکو (انسانانو) وروڼو او پلرو راوستی وو چي اوس يې پر حال ظاهرا زړه سوئ ښـئي

هم مـي ووژنـي پخـــــــــپله هم پرمـا باندي ژړا کا
څه ښه ياردي ښه يي مينه وژل هسي شيون هسي

د حکومت سره دا تشويش وو چي نهنگ په ټيمز رود کي د کښتيو د تگ و راتگ لار بنده کړيده او بايد بـيرته خپلي سيمي ته ولاړ سي چي لاره خلاصه سي. حکومت کوښښ وکړ چي نهنگ تشويق سي مخ شاته وگرځوي او پخپله خوښه خپلو اوبو (شمال بحيره) ته ستون سي. خو نهنگ د حکومت په نـقشه نه پوهيدی . ډير کرار په بره روان وو. چي کله د حکومت ترغيـبي کوښښونو ځاي ونه نيو، نو يي د هغه د نيولو اراده وکړه. حکومت دده د نيولو لپاره ډير خلک او وسايل په کار واچول څو بالآخره يي هغه په يو لوي تور (جال) کي رابند کړ او بيا يي د کرين پواسطه په کښتۍ کي کښيښود.

ماهی د اوبو حيوان دی خو دوی له اوبو راويوست او په کښتۍ کي يې د خپل اصلي ټاټوبي (شمال بحر) پر خوا روان کړ. کيدای سي يو هوښيار انگريز ورته ويلي وي چي نهنگ بي اوبو گذاره نسي کولای نو ځکه څو کسانو ټوله لار په پايپ اوبه پر تويولې. شاوخوا ولاړو ځينو زړه سواندو ساده خلکو نارې کړي چي د خداي لپاره ماهي مو له اوبو راويوست هغه مري خو حکومت دا نارې نه اوريدې. ځينو پر نهنگ باندي په پايپ اوبه اچول، چي گوندي ماهي احساس وکړي چي په اوبو کي دي، يو بـيعقل او د خندا وړ کار گاڼه او د تعجب سر يې ورته ښوراوه خو مؤظـفيـنو د امر مطابق کار کاوه؛ فارسي کي وايي هر عيـبي که سلطان پسندد هنـر است . مؤظـفينو نه د خلکو نارو ته غوږ نيوئ او نه يې د ماهي د ساه لنډۍ او مشکلاتو پروا درلوده. هغوي امر پرځای کاوه. اوس نهنگ هم زخـمي، هم سراسيمه او هم له اوبو څخه چي دده د حيات وسيله وه محروم وو.

په نهنگ بار کښتۍ لا ډيره لار نه وه وهلې چي اعلان وسو چي د نهنگ ساه ودريده. ډاکتران ورغله چي که نجات ورکړي خو ونسوه. پدي ډول مهاجـر نهنگ په پرديسۍ او خوارۍ کي له خپل وطن او خپلوانو ليري د رياکاره دوستانو په منځ کي مړ سو .