د حرم منجاوران

دوکتور فــاروق اعــظم
مکه مکرمه ۱۰ فبروری ۲۰۱۳

مكي مكرمي ته مي نصيب سوى او د حرم مبارك په ننداره مي سترګي خوږې وې. بيل بيل قومونه، نژادونه، رنګونه او د بيلو ژبو ويونكي بيله كوم توپير د الله (ج) په كور كی د هغه په وړاندي راټول وه. اكثره په سپين ټوكر (احرام) كی پیچلي وه. هلته څوك د خوار او بډای، شاه و ګدا فرق نسو كولای. هرچا ژړل او د الله پاك څخه يې د خپل ګناهونو د عفو او د حاجتونو د ترسره كيدىو غوښتنه كول.
كه يو مسلمان وس ولري نو په ژوند كي يو وار د بيت الله شريف زيارت پر فرض دى. حج او عمري ته مسلمانان په ډير شوق ځي او دايې د ژوند يوه لويه آرزو وي. دوی په ډير اخلاص د حج يا عمرى او يا دواړو مراسم ترسره كوي.
د حرمینو پر شاوخوا ټول دكانونه او هوټلونه دي. د هوټلونو سرپرستي مستقیما عربان کوي او پر دکانونو اکثره اجنبیان د سعودیانو په نیابت ناست وي. دكانونه اكثره په هغو شيانو دك دي چي حاجيان يي غواړي د سوغات په شكل خپلو كورو ته د ځان سره يوسي لكه تسبيح، مصلی، مسواك، خولۍ، دستمال، ساعت، عطر او داسي نور. خلك دلته ډيره پيسه مصرفوي او چی وس يى وي نو په خلاص مټ يې مصرفوي. خو ښايی د مځکي پرمخ دومره ګران فروشه او فريبكاره دكانداران كم وي لكه په مكة مكرمة او مدينة منورة كی چی دي. دوی ها د چا خبره د ويښی مور له غيږي زوی غلا كولای او د چا له پښې څخه په زغاسته كی بوټ ایستلای او تښتولای سي.  دوی ټول كال د حج وخت ته خپلی چړې تيرې كړي وي څو حاجيان ها د چا خبره د څټ لخوا چپه حلال كړي.  هغوي د حاجيانو د اخلاص څخه چی څومره كولای سي سؤء استفاده كوي. دكاندارانو ښه مباركی ږيری پری ايښي وي، ښه يي ږمونځ كړي او ښې سپيني جامې يې اغوستي وي؛ د لاجورد او یا عقیق تسبیح اړوي؛ په غاښو مسواك وهي، په خوله الحمد لله او سبحان الله به زوره زوره وايي. اكثره دكانداران په ټايپ كی د قران كريم تلاوت ايږدي چی له ليري يې خلك واوري او په راجلب يې كړي. د اكثرو دكاندارانو پر عربي ژبه سربيره اردو، انكليسي، فارسي، تركي او اندونيزيايي هم زده ده.  دوي دومره ماهر دي چی لارويان په سترګو ورجلبوي او ورڅخه پوښتی چی څه شی غواړي. د نوموړی جنس څو ډوله ورته مخته كښیږدی او ورته وايي كه دي نسو خوښ مه يي اخله؛ وخو يى ګوره. په دغه وختكی له خریداره پوښتني كوي چی د كوم ځای دی او آيا دا يې لومړی حج يا عمرة ده؟  دكانداران پوهيږي چي د كومو هيوادونو خلك ډير ساده دي او په سودا كي چني لږ وهي. كه پوه سي چي دا د حاجي لومړی وار حج یا عمرة ده نو د شي بيه ډيره لوړه ورته وايي. خصوصا كه دكاندار پوه سي چي دده په دكان كي د حاجي د ضرورت شی سته نو د نوموړي شي دومره توصيف ورته وكړي چي حاجي پر هغه متاع مين كړي. دغه وخت د لسو ریالو شی په پنځه سوه وربيه كړي. كله چي خريدار ورته ووايي چي څه يي ارزانه راكړه؛ نو دكاندار ورته وايي چي ديرش كاله مي ددغه حرم مبارك په څنګ كي تير كړي دي. پنځه وخته لمونځ الحمد لله خداي پاک په همدا حرم مبارك كي راپه نصيب كړيدی؛ زه خپل د آخرت بار ستا د څو ریالو لپاره نسم درنولای. ما الله جل جلاله ته كچكول نيولی دى او حتما څه یا ستا یا بل په وسیله پکښي رااچوي. دکاندار داسي خبري خریدار ته وكړي چي حاجي په خپله خبره حيران او پښيمانه کړي او فكر وكړي چي ماته په ژوند كي يو وار د حرم زيارت په نصيب شويدی او دا دكاندار كلونه كلونه ددغه نيكمرغۍ څښتن دي، ....  دداسي ولي الله او د خداي د دوست سره پر څو ریالو چنې وهل بي وقوفي ده او هسي نه چي الله (ج) او د هغه رسول (ص) زما څخه دده پر سر خفه شي. دكاندار مال په ښه پوښ كی وروپیچي او ورته ووايي چي خوشبخت او خوش قسمت يې چي داسی ښه شی دی په داسي بيه په نصيب سو. دكاندار دا هم ور زياته كړي جي ګوره په همدا شكل كيدای شي بل ځای همىاسی يو شی په ارزانه بيه څوك دروښيي؛ خو پام كوه هغه حتما كم اصل دى. دادي زه يي هم لرم او په نیمه بیه يې درکوم. خو كوم شی چی ما تاته دركړ ډير ځای نه پيدا كيږي او بيا په دغه بيه خو بيخي كم دي. مبارك دي شه؛ ډيري دعاوي به راته كوې. او زما يقين دی هغه څوك به هم دعاوي راته وكړي چاته چي يى ته سوغات وركوې. په دې ډول خریدار ښه خوشحاله تر ځان تیر کړي. ماته په مدينة منورة كي يو چا وويل چي دده يو شناخته دكاندار د ۱۸ ريالو مال په ۲۸۰۰ رياله خريدار ته وربيه او بالاخره يي په ۲۶۰۰ رياله پرخرڅ كړ. يوه بل دكاندار د ۴۰ ريالو بدل راډو ساعت يو حاجي ته په ۱۲۰۰ رياله وربيه او بالاخره يى په ۹۰۰ رياله پر خرڅ كړ.
حاجي صاحب چي له دكانداره ولاړ شي، په سوغات ډیر خوښ وي. كله چي د حاجي سفر ختم او كورته ولاړ سي او هلته دغه سوغات خپل يو نژدې دوست ته د ډير توصيف سره چي له دكانداره يې اوريدلی وو وركړي، هغه هم خوشحاله شي. خو چي سوغات لاس په لاس سي، دا وخت حاجي پوه سي چي د حرم منجور څومره خطا ايستلي وو. وايي: د هندو سودا كور معلوميږي. یو حاجی د مکې مکرمې په یو هوتل کی ۱۵ ورځی تیري کړې او ښه ډیري پیسې یې مصرف سوې. د هوټل د پریښوولو وخت د ماپښین دوه بجې وو. ده د هوتلي څخه وخت وغوښت چی که د مازیګر تر لمانځه وروسته (پنځه بجې) ووزي. هوټلی موافقه وکړه. پنځه بجې حاجی هوتل پریښود او د کوټې کیلي یې ورتسلیم کړې. د هوټل مشر چی یو سعودی عرب وو حاجی ته وویل چي لمونځ پر ۴:۳۰ بجی خلاص سو او ته نیم ساعت ځنډیدلی یې نو ځکه د ټولی ورځي کرایه به راکوې. هغه ورته وویل چی نیم ساعت په کوټه خوشي کولو او سامان په راایستلو، کښته کولو او کیلی و تاته په راوړلو کی تیر سو او بل داچی تر لمانځه وروسته مي درته ویلي وو او دقیقا نه وو تعیین سوی چي پر دومره بجو. خو عرب سترګی سپینی ورته نیولی وې چی پیسه غواړم.  د حاجی څخه الوتکه تله او مجبور وو چی هوتل پریږدي او هوټلی یې له مجبوریته سؤاستفاده کول.
د الله (ج) د کور او د هغه د پیغمبر (ص) عاشقان د دنیا له لیرو هیوادونو څخه په داسی حال کی چی د ژوند مهم کارونه یې پری ایښي او د ځان او اولاد د خولې څخه یی پیسه سپمولی وي دلته په ډیر شوق راځي. خو د حرمینو په خوله کی غله او قطاع طریقان د دین په جامه کي ورته ناست دي او دوی چوروي. دوی هیڅ فکر نه کوي چی خدای (ج) او د هغه رسول (ص) خفه کیږي چی څوک یې محبان او عاشقان ور زوروي او لوټوي. په حج او عمرة كی ښځي لوڅ مخ وي او دا ځكه چي وايي شيطان له حرمينو بند دی. يو چا په ټوكه ويل چي د حرم پر شاوخوا دكانداران او هوټلیان ښايي اكثره همهغه شيطانان وي چي له حرم شريف څخه يى راايستلي دي.
په مكة مكرمة او مدينة منورة كی داسي كسان سته چي په كال يي په حرم مبارك كي لمونځ نه دی كړی او په څو كاله يې عمرة او حج ته زړه نه دی ښه كړى. حتی حرم ته د ډيرو نژدې دكانونو دكانىاران به ډير كم لمانځه ته تللي وای كه چيري د لمانځه په وختكي يې حكومت دكانونه نه وربندولای. خو دا كسان د حرم له پاك نامه څخه ډیره ناوړه ګټه اخلي.
هو، دوي د حرم مبارك سره اوس عادي دي او هومره احترام او مراعات يي نه كوي لكه يو څوك چي په ژوند كي يو يا څو معدود واره ورغلي وي. په تولنيز، سياسي او فرهنكي لحاظ هم د حرمينو شاوخوا تپه تياره ده. اسلامي او فرهنكي تراث قصدا له منځه وړل سوى او د فكر اختناق په پراخه كچه موجود دى. هلته په علمي لحاظ فضا دومره نامساعده ده چي پوه او تعليميافته څوك څو كاله وروسته د بيسواده درجى ته ټيټيزي. يو وخت وو چي د علم، انسانيت او تمدن نور له مکې مکرمې او مدينې منورې څخه دنيا ته خپور سو خو اوس د همدغه حرمینو شاوخوا ښايي د نړۍ له ډيرو تاريكو ځايو څخه وي.
هلته له يوى خوا حكومت خپل سعوديان د كفيل، د هوتلونو او شركتونو د مالكينو په حيث آزاد پرى ايښي دي چي له اسلامي هيوادونو څخه پر راغوښتل سوو كارګرو باندي هر ظلم او ناروا چي يې زړه وغواړي وكړي. له بلي خوا يي همدا بهرني كارګرو ته د دكاندارانو په شكل چي سعوديان ورسره شريك دي اجازه وركړيده چي د خداي (ج) او رسول (ص) ميلمانه (حجاج او معتمرين) څومره چي كولای شي وشكوي او د حرمينو په بى كنتروله بازار كى چي څنګه يى زړه غواړي خپل نيلی وزغلوي. هلته سعوديان مسلمانانو ته په ټیټه سترګه كوري او پر انسانان یې نه شماري. پرون (شنبه ۹ فبروري ۲۰۱۳ میلادي) زما د خپلو سترګو ليدلي حال درته وايم. يوه ښځه د صفا او مروة د سعى پر وخت د مروة غونډۍ ته په ختو كي ضعف او ولويده. د حرم پوليس پر راټول سول. د پوليسانو سره مخابرې وې او داسي معلوميده چي خپلو اړونده مراجعو سره په مورد كي په تماس كي وه.  ښځه پرته او په زرو خلك يى شاوخوا تيريدل. ما ټوله سعى خلاصه كړه او ښځه لا همهغسي پر میدان پرته وه. خدای خبر چي زما تر تلو ورسته به څومره هملته دا بیچاره پرته وه. كه ژر روغتون ته وړل سوې وای كيدای سو نه وای مړه سوې. د سعودي دولت په دومره امكاناتو كي هغې بیچاره ته امبولانس تر ساعتونو انتظار وروسته هم ونه رسيد. یوې عربی ښځی په زوره ناري کړه چی «حرام. دا بیچاره ژر روغتون ته بوزی او یا حد اقل یو ګوښه ځای کی یې پریباسی چی خلک یې نه ویني» خو د پولیسو له ویري ژر تیره سوه؛ داځکه هلته پولیس ډیر کم منطق او رحم لري او د مسلمانانو سره یې رویه ډیره زشته وي؛ دوی ته مسلمانان په عار نه ورځی او فکر کوي چی ورته احتیاج دي. 
د يونيم زر كاله راهيسي هره ورځ په لسهاؤ زره خلك د کعبې طواف او د صفا او مروة سعى كوي او داسي واقعات چی پر میدان څوک ضعف وکړي هره ورځ پیښیږي خو دولت چي د هر حاجي او معتمر څخه د همداسي خدماتو لپاره کافی پيسه اخلي و دغسي واقعو ته يا بندوبست نه لري او يا د حاجي ژوند ته اهميت نه وركوي. په دې ډول هلته د دکاندار، هوټلی، کفیل، پولیس، ... په شکل په امن كي لوى چور جوړ او د يو مضبوط حكومت په موجوديت كي لويه بى عدالتي او د اسلام ترنامه لاندي لويه نامسلماني روانه ده.  نه پوهيږم چي په دغه كي به نړيواله دسيسه څومره دخيله وي چي د اسلام په مركز كي دي د مسلمانانو تاريخي اثار او تراث تر يو منظم پروګرام لاندي تخريب سي، سعوديان دي د نورو مسلمانان په ځان شرمښان كړي، دوی ته دي چي د حرمينو خادمان دي ټول مسلمانان بدبين سي او هر حاجی دي له دوی څخه خپل د ځان سره بده خاطره یوسي. دا ویره ده چي په ټوله نړۍ كي دي كراركرار دا ذهن خپور سي چي د اسلام روح اوس له عربستان څخه چي ددغه دين د ظهور ځای دی په وتو ده او مسلمان د مسلمان سره حتی په حرمينو كي هغه ظلم او ناروا كوي چي په نامسلمان يورپ او امريكا كي نسته.