لـــــــــــېوه

حفیظ الدین پیرزاده
۲۰۱۱/۹/۲۳

سویډن د مساحت له مخې د اروپایو له سترو هیوادو څخه ګڼل کېږي. دغه وطن ډیرې ښکلې او زړه راښکونکې طبیعي منظرې لري او دمساحت له نیمائي څخه ئې زیاته برخه په شنو او ګڼو ځنګلونو پوښل شوې. پدې ځنګلونو کې راز راز وحشي ژوي د بېلګی په توګه ګوځنې، لېوان، غرڅې،هوسۍ، ګیدړان اونور په پراخه پېمانه ليدل کېږي.

درې څلور میاشتې مخکې ددغه مملکت د پلازمېنې ستوکهولم یوه کلي ته، چې زه هم دپردېسئ شپې او ورځې پکې تېروم، یو لېوه لیار را غلطه کړې وه. خبر لکه د ځنګله اور په ډېره چټکئ خپور شو. خبري رسنۍ را ګرمې شوې او د لېوه په هکله یې ښه په ګرمجوشئ خبرونه خپرول او د هغو خلکو سره چې لېوه يې د کلي په شا او خوا کې لیدلې وه مصاحبې او مرکې کولې. ځینې خلکو خو لا د لېوه عکسونه او وېډیوګانې هم جوړې کړې وې او په رسنیو يې په ښه قیمت د خرڅولولپاره چنې وهلې.

د ځناورو متخصیصینو ته هم خدای ورکړې وه. د هر تلویزوني کانال په ګردي مېز به سره راټول وه او خلکو ته به يې د لیوه د خصوصیاتو په هکله لا زیات مالومات ورکول. ددې ټولو متخصیصینو ځینې خبرې مشترکې وې او داسې نتیجه ترې اخیستل کیده چې خلک باید بې ضرورته د لویو ونو خواوو ته یواځې لاړ نه شي، او په تیاره کې راشه درشه ونکړي او کوچنیان په لوبغالیو کې یواځې پرېنږدي او نور ......

د لېوه او خبري رسنیو د نالیکل شوي ايتلاف له برکته، چې یو يې وېره اچوله او بل یې خپروله، په خلکو یو قسم ډار مسلط وو. هر سړی په وېره کې وه؛ د ترور یا تروریزم همدا مانا ده. زه هم وېرېدلې وم او له ځانه سره به مې فکر کاوه چې هسې نه د یوه وېره اچوونکي دپاره دولت ټول کلی بمبارد کړي، خو زما دا اندېښنه زما یو ملګري را رفع کړه او ډاډ يې راکړ چې دولت دغسې کار هیڅکله هم نه کوي او زياته يې کړه چې که دا شين سترګي له هماغه تاکتیک څخه کار واخلي چې زمونږ په وطن کې يې ترې اخلي نو د دوی وطن به هم هماغسې وران او ویجاړ وای لکه زمونږ. ما چې ددې ملکونو ابادۍ او ترقۍ ته کتل نو د خپل ملګري په خبره مې باور پوخ شو.

په هر حال، د خبري رسنیو شور او زوږ دولتي ارګانونه په حرکت راوستل. پولیسو د کلي په شا او خوا کې ګزمې شروع کړې او د هلیکوپترو په مټ يې د ليوه خوځښت له هوا څخه هم څاره.د لیوه د حقوقو څخه د دفاع کمیټې جلسې او مظاهرې کولې او له دولت څخه یې غوښتل چې لیوه ته ضرر و نه رسوي اوپه څه طریقه یې تشویق، ترغیب او تطمیع کړي چې بېرته ځنګله ته ولاړ شي. لیکن د پولیسو او ورسره د ځناورو د متخصیصینو هیڅ چم بریالی نه شو او په اخر کې داسې فیصله وشوه چې لیوه باید ووژل شي.

د پولیسو یوه خاص ټولګي ته د لیوه دله مینځه وړلو امر ورکړل شو، او په کومه شــپه چې پولېسو په لیوه حمله کړېوه په هماغه شــپه په افغانســتان کې هم ددوی لېــوانو دخوست په يوه کلي چپاو وړی وه او په خوب ويده کلــیوال یې په شهادت رسولي وه چې ددې شهــیدانو په کتار کې یو پنځه کلن ماشوم هم شامل ؤو. دهمدې شپې په سهار د سويډن د ډېري اخبارونو په ټنډه د لــېوه د وژل کــېدو خبر په غټو ټکو لیکل شوی ؤو خو زمونږ په کلي د لـېوانو د حملې خبر نه تر سترګو کــېده او یواځې آیســـاف په خپله خبرپاڼه کې د خوست په دغه کلي د بمبارد او مرګ ژوبلې خبر داسې تائید کړې وه چې هغه شهـــید شوي پنځه کلن ماشوم ته یې د طالبانو د یوه ســـتر قومندان درجه ورکړې وه.

دلېوه د مرګ خبر زیات سویډنیان خواشیني کړي وه. د ژور خپګان او تأثر نښې یې په مخونو کې له ورایه ښکاریدلې او حتی ځینو خو یې د لېوه د دفاع د کمېټې د غړو په ګډون ژړل هم  ـــ  مـــا هـــــم ژړل   ـــ  خـــــو؛ لکه څنګه چې زما وېره ددوی د وېرې په شان نه وه، همداسې مې ژړا هم ددوی له ژړا سره توپير درلود.