ما ته د مچیو درس

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۶/۹/۲۷

د ۱۳۹۵ هش د تلي د میاشتی شپږمه سهار اوه بجی وی چی په کابل کی مي د خوشحالخان میني د خپل کور چمن او ګلان اوبول. یو پسه می د لمسیانو د ساعت تیري او د ژمي د لاندي لپاره ساتلی دی. خو پسه او ګلان نه سره کیږي. ددواړه ساتل یو سرخوږی دی.
پولاد میلمه ته د چایو په بندوبست لګیا وو؛ ما ګلان اوبول او پسه ته مي واښه کول. د سرای د چمن د منځ ګردي ګلدان پر خپل شاوخوا ښه واښه لري. د هغه ریبل می پیل کړل. دری لوره به می واښه نه وه ریبلي چی یو ناڅاپه د مچیو راباندي شور سو. شل دیرش وړی مچی چی ښایي هري یوی یی تر ګرام لږ وزن درلود زما پر بدن ونښتی او محشر یی راباندي جوړ کړ. پنځه ځایه یی پر سر وخوړم، دری ځایه پر څټ، دوه ځایه پر خیټه او دری ځایه هم پر پښو. په کالیو می دننه ننوتلی او بوټونو ته می ولویدی.  یو هراړخیز او تمام عیار هجوم راباندي وسو. ما له هغه ځایه ځغستل او ددوی له کوره لیري می سر او بدن پخپلو خیرنو لاسو موښی او جامی مي څنډلی. چی څومره یی له کوره لیري کیدم، هغومره دوی راڅخه کمیدی. په دغه کشمکش کی ددوی څو دانی هم مړی سوی. ایله ځیني خلاص سوم خو بدن یی څو ځایه راخوږ او وپړساوه. اوس هم چی ۱۵ ساعته پر تیر سویدي درد کوي او پاړسوب یی نه دی کښینستلی. پولاد چی زما حال ولید، حیران سو او ځان یی یو ډول پړ ګاڼه چی ولي یی زه وښو ریبلو ته پرښودم. ما ورته وویل زه نیکمرغه یم؛ مچیو ماته لوی درس راکړ. ما ګټه وکړه؛ بی زحمته ګټه نسته. هغه په ډیر تعجب راته وویل: صاحبه، څنګه؟ څه درس او څه ګټه؟  ما ورته وویل چی دغه واقعه څو اړخه لري، خو زه یی عجالتا پر یوه مهم اړخ په لنډو درته وایم:
اول                           
ما د مچیو پر کور تعرض وکړ؛ که څه هم زما دغه تعرض قصدي نه وو. خو مچیو د خپل کور دفاع په نره وکړه. هغوی ته مهمه نه وه چی زما لخوا دغه تعرض قصدي وو او که نه؛ تعرض تعرض دی او د بل پر حریم تجاوز. هغوی دا د ځان حق باله چی د خپل کور دفاع وکړي او ویی کړه.
دویم                        
چي څنګه د مچیو کور ته مي لور ورغی، هغوی بیله دی چی یو له بله مشوره سره وکړي او وخت ضایع کړی، پر ما هجوم راوړ. معلومیده چی دا ددوی ټولو قبلي یا فطري فیصله وه چی که پر کور یی تجاوز وسي، نو بیله کوم ځنډ به ددوی هر یو پر دښمن بی امانه حمله کوي. دوی په دغه فیصله کی په اتفاق او قاطع وه.
دریم                         
کومو مچیانو چي پرما حمله وکړه، ډیري وړی وی. وزن یی تر یو ګرام لږ وو. زما وزن ۸۸ کیلو ګرام دی. زه تر دوی حد اقل ۸۸۰۰۰ واره دروند، لوی او قوي یم. خو دوی دومره محب وطن وی، چی زما د عظیم قوت او تناسب هیڅ پروا یی ونه ساتل، هیڅ راڅخه ونه ویریدی او بیله کوم تردده یی په ټولو راحمله کړه.
څلرم                        
د مچیو حب وطن، د کور په دفاع کی ددوی ټولو مضبوط تعهد او اتفاق، هغه طاقت وتښتاوه چی تر دوی حد اقل اته اتیا زره واره غټ وو. ما ته دوی وښوول چي قاطع مقاومت حتما متجاوز تښتوي او د تجاوز په خیرنو لاسو به خپل د پښیمانی سر او مخ موښي.
پنځم                        
مچیو زما د مقابلی لپاره سوټي او توپک ته پناه یو نه وړه چی اول یو نظامي انډول زما سره پیدا کړي او بیا زما مقابله وکړي؛ بلکي څه چی یی په توان کی وه، له هغه څخه یی په اتفاق او اخلاص کار واخیست او بریالي سول.
شپږم                       
متجاوز طاقت هغه وخت بریالی سي چی څوک یی مقابله ونه کړي، ځیني بی تفاوت پاته سي او یو شمیر وطن ته خائن عناصر د متجاوز طاقت ملګري سي. مچي نه بی تفاوت پاته سوی او نه یی یو شمیر زما ملګری سوی چی زما په ملاتړ د خپلو سره وجنګیږي.
اووم                        
یو طاقت چی څومره غټ هم وي، خو چی متجاوز وي، د ایمان  په لحاظه کمزروه او ویرندوکی دی؛ دا ځکه ظالم دی او د مقاومت په صورت کی حتمي په شا ځي. دلته د تعداد او قوت خبره نه ده؛ دلته د ایمان، حب وطن او تعهد خبره ده.