د کار اهل

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۱/۸/۱۸

یوسف (ع) خپلي ښکلا او پوهي په څاه کی واچاوه، د نورو یې غلام کړ او د تورو ټمبو شاته یی بندی وغورځاوه. د وروڼو آزار او د زلیخا ګوزار دواړه د همدغه دوو نعمتونو څخه ده ته پیدا سول. خو د هغه په ظاهره لویه ګناه داوه چې پوهه او د پوهی سره یی ایمان درلود، خپله مشخصه لار یی درلوده؛ هم خپله پوهیدی چی څه باید وکړي او هم یی د نورو مستقبل پیشبینې کولای شوای. هغه شخصیت او د رهبرۍ خصوصیات درلودل او د بل ناموس ته یې په درنه کتل. هغه ګڼل:

څوک چی د بل ننګ و ناموس ساتلای نشی
  و به نه ساتی څوک خپل ننګ و ناموس

هغه د فکر قوت درلود او د زړه بصیرت. هغه د کاراهل وو. کله چی هغه د مصر پاچا ته وویل چی ما د مصر پر خزانو مقرر کړه، نو پاچا ورته وویل چی ولي به تا مقرروم؛ ته خو د بل قوم سړی او کنعانی یی. یوسف (ع) ورته وویل چی په کار کی د قوم او سمت خبره نده مطرح– د اهلیت خبره ده. کار، اهلیت غواړی او زه یی اهل یم. ده پاچا ته وویل: انې حفیظ علیم – زه په کار کی امین او پوه یم. یعنی د یو کار او یو مقام لپاره اهلیت په قوم، ژبه او نژاد نه دی؛ بلکه په هغه مسلک کی په پوهه درلودلو او په هغه کی په صداقت لرلو سره دي او زه دا دواړه لرم. هو، که یو څوک هرڅومره متقی، پرهیزګار او ښه سړی وی خو چی په هغه کار او مسلک چی نوموړی پکښی مقرریږی نه پوهیږی مقرری یی جواز نلری. همدا راز که یو سړی هرڅومره لائق، په کار پوه او تجربه لری خو چی صادق، خپلي دندي او ټولني ته مخلص نه وی هم باید مقرر نشي داځکه الله (ج) فرمائی چی تاسی امانتونه د هغو اهل ته وسپاری (ان الله یامرواکم ان تؤدوا الآمانات الی أهلها). دنده یو امانت دی چی باید اهل ته یی وسپارل شي او د اهلیت شرائط یی یوسف (ع) په ګوته کړیدی.

کله چی د یوسف (ع) رتبه د خپل لیاقت او صداقت په سبب نوره هم لوړه او د ټول مصر عزیز (لومړی وزیر) مقرر شو نو دده استعداد او اهلیت نور هم وځلید. ده وړاندي وینه کړېوه چی پر وطن به اووه لومړي کلونه باراني او نور اووه کاله به وچ راځي. هغه لاس تر زنه کښینناست او ویی نه ویل چی هرڅه چی کیږی کیږي به –؛ موږ څه کولای شو؟. او خلک چی له لوږي مري، مري به؛ دغه به یې په قسمت وي. برعکس، هغه په اصطلاح لستوڼی راپورته کړل او یو منظم اوه کلن پلان یی جوړ کړ چی په لومړي اوه باراني کلونو کی باید څه وکړي؟ هغه، د هغه وخت د موجود عصري علومو او وسائلو څخه په استفاده سره د اوبو بندونه جوړ کړل او د باراني کلونو اوبه یی په هغو کی ذخیره کړې. هغه د باران اوبه خوشي پرینښودې چی د سیلاب په شکل د خلکو آبادی مځکی، باغونه، کلی، څاروي او سړي یوسي. بلکه لویی ویالی یې وایستلې، د ابیارۍ مدیریت یی منځته راووړ او پراخ دښتونه یې تر کښت و کر لاندي راوستل. هغه سم تخمونه پیدا، راټول او توزیع کړل چی بزګران ډیر حاصلات واخلي. ګدامونه او زیرمي یی جوړي کړې چی د آبادو کلونو غنم او نوره خوراکه د اړتیا وخت ته پکښی وساتي.

وروسته یې د اووه وچو کلونو لپاره پلان جوړ کړ. اوه وچ کلونه مسلسل راغلل خو یوسف (ع) ورته وارخطا نه وو. دا وخت هغه په بندونو کی ذخیره شوي اوبه او په ګودامونو کی ساتل شوی غله په ښه او عادلانه توګه وکارول. دغه هوښیار مشر، خلک له لوږي وژغورل او وطن یې له تباهي او نظام یې له خرابي وساتی.

یوسف (ع) له کوهي څخه شاهي ته ځکه ورسید چې پوهه او اخلاص یې درلود. د هغه سره دا توان هم وو چې پر خپل نفس پښه کیږدې؛ د خپلو وروڼو خطا او د زلیخا جفا وبخښې. هغه د دین په اصلی معنی پوه وو. یوسف (ع) موږ غوندي نه وو چی که یو کال باران څه زیات وشی، سیلاب مو یوسی او که لږ کم وشی د لوږي مرو او پردو ته مو کچکول نیولی وي. پردي ددغه موقع څخه په استفاده، د مرستو ترنامه لاندي خپل استعماري نقشی پر موږ عملی کوی او موږ هم له اړي ورځی د هغوی هرڅه منو. په توزنه هیله هرڅه له لاسه ورکړو او خسرالدنیا والآخره شو.

که غواړی چی دین او دنیا مو سم او په دواړه جهانه کی سرلوړي یاست، قرآنکریم او د یوسف (ع) کیسه په غور ولولي. باید پوه شی چی د دین د علم حاصلول فرض عین او د دنیا د علم خپلول فرض کفائی دی.

تـقديـرونه بـدل کړي تـدبـيرو دي
آزاد کړي يي غلامان له ځنځيرو دي

مـلتونه يي له خاورو پورته کړي
شـنه باغـونه يي اوچـت له هديرو دي

جنتونه هغو جوړکړه پخپل لاسو
چي ليکلي يي تـقديـرونه په خولـو دي

زه تاسی ته عذر کوم چی د پوهانو او د کار اهل کسانو عزت وکړی او د کار موقع ورکړی. نا اهله کسانو ته قدرت په لاس مه ورکوی چی د هغو په تقویه سره ولس بیعزته کیږي او وطن خرابیږي.

یارانو! د نا اهله حال بجلي ته پاتیږي
چی پر آس باندي سپریږي نو خر کیږي

قام او ملک ټول په خواریږي او ټیټیږي
څومره دی چی لا لوړیږي او غټیږي