زمـــونږ کلا

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۱/۸/۱۸

دکندهار احمدشاهې کلا ما لیدلې وه چی د ښار پر شاوخوا راګرځیدلې وه. خو دروازې یې زما په وخت کې نه وې. پلار او مور مې ویل چې پخوا دغه کلا څو لویې دروازې درلودې. سهار د لمرخاته سره به خلاصیدې اولمرلویده به تړل کیدې. دغي کلا په بیخ کی دیارلس(۱۳) متره سور او پاس نهه (۹) متره لوړوالی درلود. دکلا بهر چارچاپیره لوی اوژور خندق راګرځیدلی وو چې ځینې ځایونه یې زما په وخت کې لاهم پاته وه. ماخندق او کلا دواړو ته کتل چې یو ټیټ اوبل جګ وو. خو دا دواړه لکه نر (خندق) او ښځه (کلا) یو له بل سره لازم، ملزوم او ممد وه. د خندق په خاوره او خټه دغه لویه کلا وهل شوی وه. دا کلا له همدې خندقه جوړه وه. خندق ځکه ټیټ وو چی پخپله خټه یې کلا څنګته لوړه کړیوه. خندق د اوبو ډک وو چی دښمن نشوای تر تیریدلای او کلا جګه وه چی دښمن نشو پر اوښتلای. کله چی به دښمن تلاښ وکړ چی تر خندق واوړي او کلاته ځان ورسوي نو له کلا څخه به مدافعینو ویشت. د کلا مدافعینو د خندق دفاع هم کول او پرخپل ځای خندق هم د کلا مقدماتی دفاعی مورچل وو. دخندق کمال په ټیټ والی کی او د کلا اهمیت په جکوالي کي وو. له لیری یوازي کلا لیدل کېده او خندق نه؛ خو د خندق کردار تر کلا کم نه وو؛ هر یوه ځانته ګټورتوب او اهمیت درلود. دلته ټیټ د ټیټ او جګ د جګ په معنی نه وه بلکه دواړه په خپل ځای کی مهم او یوه هدف (د ښار دفاع) ته یې کار کاوه.