د کـب دریمه او لسمه

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۲۰/۲/۲۹

تازه شوروي اتحاد پرافغانستان بربنډ نظامي تجاوز کړی وو. نړۍ د روسانو ددغه اقدام څخه سخته په ویره کې وه. افغانستان یې ددغه شریرې امپراتورۍ په کومي کې باله. هرچا لاس ځینې واخیست. غرب، افغانستان خوشی کړ او ایران او پاکستان ته یې توجه وکړه چې د سره سیلاب مخه پرې ونیسي. خو افغانانو یوازې د الله عزوجل په توکل هغه څه وکړل چې ټوله نړۍ ورته حیرانه سوه. حسبنا الله و نعم الوکیل نعم المولی و نعم النصیر.

زموږ کور دا وخت د کابل په ده افغانانو کې وو. د ۱۳۵۸ هـش د کب د میاشتې دوهمه تیره سوې او د دریمې شپه وه چې د کابل د ښار په زړه کې د ارګ پر شاوخوا د الله اکبر ملکوتي نارې راپورته سوې. زه دا وخت تازه د پلچرخي له جهنمي زندانه راوتلی وم. صحت مې ښه نه وو خو زما په شمول د کورنۍ ټول غړي نر او ښځې بام ته وختو او چې په وس مو وه د الله اکبر نارې مو وکړې او په دې ترتیب مو ارګ ته د روسي اشغال پر ضد سوله ییز پیغام ورکړ. زموږ ګاونډیان هم ټول پر بامونو راختلي وو او همدا د الله اکبر نارې یې وهلې. زموږ ږغ ارګ ته رسیدی؛ داځکه موږ ارګ ته ډیر نژدې وو. ټول کابل یو ملکوتي غږ سو. زموږ د کور هاخواته یو خلقی اوسیدی، د کور څراغونه یی مړه کړل او ځانونو پسې یې له ویرې د خونو دروازې وتړلې او فکر یې کاوه چې پر نظام یې ټکه را لویدلې ده.

په سبا د کابل ټول مسلمان خلک، زما د کورنۍ د غړو په شمول بازارونو ته راووتل او د الله اکبر نارې یې وهلې. دولت دغه سوله ییزه مظاهره چیان په ټوپکو او ټانګونو او شورویانو بیا له پاسه په راکټونو هرځای په ډیره بیرحمۍ وویشتل. په دغه ورځ سخت ډیر خلک شهیدان سول. د کابل د ښار سړکان د محب وطن مسلمانانو په وینو سره سول. زما ورور هم څو ځایه ولګید خو ژوندئ پاته سو. تراوسه یې د سر او پښو په هډوکو کې د هغه تاړاک پرزې بندې دي. دې واقعې موږ ته څو خبري راوښوولې:

لومړی: هغه وخت پر افغانستان یو بیدینه او اسلام دښمنه نظام حاکم وو او د یو ستر بیدینه ابرطاقت بیدریغه مرسته ورسره وه. هغوی ویل خدای نسته او د غوایي انقلاب پر شا نه ځي. خو د کب په دریمه د کابل بیدفاع اوسیدونکو حاکم نظام ته په زغرده وویل: خدای سته او د جهان لوی شریرطاقت شوروي ته یې چې دنیا ورڅخه ویریدله، په لوړ آواز وویل: ته لوی طاقت نه یې؛ الله ترټولو لوی دی. حاکم نظام بالآخره همدغه د الله اکبر شعار را نسکور کړ.

دویم: خلقي دولت او شورویانو پر کابل خپل تسلط ډیر محکم کړی وو او ادعاء یې کوله چې په اطرافو کې د مجاهدینو مقاومت د هغوی د کلیوالي خصوصیت برخه ده چې دیني شعائر پکې مضبوط دي. کابل کې اکثر خلک د دولت مامورین او ملګري دي، دا ځکه چې دلته د خلکو اقتصاد نسبتا ښه دی او دیني شعائر کمزوري دي. خو د کب دریمې پر دغه انګیرنو د بطلان غټه کرښه راکش کړه. ترهر چا لومړی د افغانستان د پایتخت او مرکز خلک د شوروي تجاوز خلاف راپورته سول او د الله اکبر په نارو یې د شوروي اشغال ته نه ووایه.

دریم: شورویانو او ګوډاګیانو یې تبلیغ کاوه چې موږ د ښځو حقوق تامینوو نو ځکه د افغانستان ښځې مو ملاتړ کوي. د کب پر دریمه ښځو او نرو دواړو د الله اکبر په تکبیرونو سره د دین او وطن د غلیمانو پر زړونو زلزلې نازلې کړې. د شپې د الله اکبر په ناروکې د ښځو آوازونه له ورایه تشخیص کیدل. سبا، د کب په دریمه د ښځو لوی کردار وو. پیغمبر (ص) فرمایي: ښځې د نارینه وو وروڼه دي. په دا ورځ ډیرې نجونې د خپلو مبارزو وروڼو سره یوځای زخمیاني او شهیدانې سوې.

څلورم: شورویانو او د هغوی داخلي ګوداګیانو به ویل چې د انقلاب په وړاندې مقاومت د ګاونډيانو مداخله او ژر به په سرحداتو کې روان ټک و ټوک په انقلابي اقداماتو سره وځپل سي. خو د هیواد په زړه کابل کې، هغه هم د شوروي تجاوز په اوج کې او هغه هم د ارګ د دیوالونو سره نژدې د الله اکبر ملکوتي نارو د نړیوال استکبار اندامونه داسې ولړزول چې نور یې پښې د ټینګیدو نه وې؛ څو بالاخره د سلواغې په ۲۶ (۱۳۶۷هـش) له افغانستانه په شرمونو شرمیدلی و تښتید.

پنځم: د کفر، الحاد او اشغال خلاف د کابل د ښاریانو دغه شهامت په نورو هیوادوالو کې د مقاومت روح تقویه کړه او تر هغه وروسته هرځای د شوروي خلاف خلک را پورته سول. څو بالاخره شوروی مات او له افغانستانه وووت. داسی مات سو چی د خپل هیواد په دننه کې یې آیدیالوژي او جغرافیه دواړه دړې وړې سول او په دې ډول د افغانانو د جهاد له برکته نړیوال د ابد لپاره ددغه شریرې امپراتورۍ له شره بیغمه سول.

شپږم: ما د کب له دریمې دا نتیجه واخیسته چې پر الله توکل او د خپل دین او وطن دفاع د انسان د ژوند لویه سرمایه ده. د دین او وطن سره مینه او په دې لاره کې پر الله عزوجل توکل د نړۍ ډیر لوی طاقتونه پر ګونډو کولای سي. په همدې روحیه افغانستان آبادیدلای هم سي، ځکه په همدې روحیه افغانستان ژوندی دی.

اووم: هیله مند یم چې د کب لسمه ۱۳۸۹هـش ( ۲۹ فبروری ۲۰۲۰م) هم زموږ په ویاړلي تاریخ کې د یوې زرینې ورځې په توګه ثبت سي. سبا (۱۰ کب) په قطر کی د امریکا او طالبانو ترمنځ له افغانستانه د امریکا او ناټو د نظامی قواؤ د ایستلو پر سر توافق لاسلیک کیږي.

تل دې وي افغانستان

ژوندي دې وي د هیواد د آزدۍ اتلان

===== فاروق اعظم، لیکنه ۳ کب او نشر ۹ کب ۱۳۸۹هـش (۲۸ فبروری ۲۰۲۰م) =====