هدف د ټولو يو خو د ورتلو لاري جدا

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۳/۲/۱۸

د ۲۰۱۳ ميلادي كال د جنوري په مياشت كي په مكه مكرمه كي د زرګونو نورو زائرينو په شان د حرم مبارك خواته د خپل میرمني، زوی او لور سره روان وم. حرم ډيري دروازې لري او كعبى ته ډيري لارى ورغلي دى. ټول يوه ځای ته خو له بيلو لارو ورځي.
په لار كي زموږ يوه څنګته د سينیګال خلك، بلي خواته تركان، شا ته مصريان او مخته مو اندونيزيايان د حرم پر لور په لبيك اللهم لبيك ويلو روان وه.  تور، سپين، خړ او ژر نسل انسانان د نړۍ له هر ګوټه دلته څنګ پر څنګ يوه هدف ته په ډير نظم او اخلاص تلل. تريو تندی، بده خبره او خراب وضعيت نه وو او ټول د عادل قاضي او رحيم خدای (ج) حضور ته د حساب له ويري په ژړا او د رحم په هيله په دعا وه. 

دغه وخت د حرم شريف مؤذن د مازيګر اذان ناري كړ چي (الله اكبر).  ورسره سم شاوخوا ټولو خلكو په لوړ آواز او شوق سره ورغبرګه كړه چي (جل جلاله). بنګاليانو(زل زلاله)ويل، داځکه هغوی (ج)په (ز) بدلوي. مصريانو ويل(ګل ګلاله)هغوي (ج)په(ګ) تلفظ كوي. تركانو او انىونيزيايانو په نورو ډولونو جل جلاله ويل. ټول د یو الله (ج) عظمت ستایه. هلته يو پربل انتقاد نه وو چي ته څه وايې او يو او بل يى په كفر نه سره  نيول. ټولو د يو او بل نیت او اخلاص درك كاوه او د يو او بل احترام يي كاوه؛ يو او بل يى ورور ګانه. د ټولو هدف يو او معبود يي يو وو خو د هغه د ستایلو طرز د هرچا توپير درلود؛ هدف يو خو هغه ته د ورتلو لاري جدا او د هغه د عظمت د بیان طریقې بيلي وې.