څـوک پلـرونه ښخـوي او څـوک زامـن

ډاکتر فاروق أعظم
کابل – ۱۰ تله ۱۳۹۳

د اولادونو په لاس د نیکه ګانو او پلرنو ښخول د انساني ټولنو معمول او د فطرت سره سم کار دی. پلرونه خپل ځای زامنو او مشران خپل ځای کشرانو ته پریږدي. په پښتنو کی هر مور او پلار وایي: خدای مي دي د زوی په یوم ښخ کړي. څوک چی دچا مور یا پلار ته د خیر دعاء کوی، نو ورته وایي: خدای دي د اولاد داغ نه درباندي ویني. هیڅوک نه وایی چی مور او پلار دي تر اولاد دمخه ومري. دا یو غیر طبیعي لار او حتی ښیرا ده. د اولاد په لاسونو د خپل پلرونو ښخول یو طبیعي کار دی. همداراز، په پښتنو کی دا متل عام دي: په ویر کی د انا ویر، نه ویر. یعني د انا او نیکه مرګ ډیره دردناکه خبره نه ده؛ بلکي د هغو د عمر تر معمول حد ډیر اوږدیده، د هغوی او کورنۍ لپاره کړاو دی. پښتانه وایي: مرګ ځیني وخت نخرې کوي، ځیني وخت پردې. د ډیر زاړه چا لپاره مرګ پرده دی. زاړه باید د طبیعت په حکم ولاړ سي او ځای نوي نسل ته پریږدي. زامن باید د پلرونو قایم مقام وي.

خو کوم خلک چی د خپل وطن د ساتلو، روزلو او آبادولو نه دي، هغوی خپل د هیواد اداره ناآهلو ته پریږدي. نااهله حاکمان په ولس کي بی اعتمادي، نفاق او جنګ خپروي او د پردو مداخلو ته لار هواروي. پردي چي دي کورته درغی، درجوړوي یی نه، خرابوي یې.

ګوری! جنګ خپله یو ډول قیامت دی چی انسانان پکښي په غیر طبیعي مرګ مري. د نفاق اور په دې دنیا کي د دوږخ اور دی چی یو قوم پکښي سوځي. د هر جنګ لرګي انسانان دي او هغه هم ځوان نسل. جنګ دی چی ځوان نسل خوري او جنګ دی چي پلرونه خپل زامن پکښي ښخوي.

هو، هوښیار ولسونه خپل پلرونه ښخوي او احمق قومونه خپل زامن.