احسان او عدالت

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۱/۸/۱۸

احسان، ترخپل حق بل ته تیریدل دی او عدالت دبل حق ورکول. که عدالت تأمین شي نو احسان ته ډیرحاجت نه پیدا کیږي. احسان د انسانی ټولنی د اعلی معیار یوه درجه ده. موږ ډیرځله دبل چا حق خورو او بیا دده له حق څخه یوڅه بیرته داحسان په نوم هغه ته ورکوو. که زه چاته د هغه خپل حق ورکړم هغه به ولی زما د احسان بار وړي او ماته به عذر او دعاوي کوي؟ زما په مال کی دغریب حق دی (و فی اوالهم حق معلوم للسآئل والمحروم)؛ خو زه اول د احسان پیټې پر باروم؛ هغه ذلیل کوم او بیا د هغه خپل حق وهغه ته په کم کاڼې اوڅیری ترازو ورکوم. زه د حق د ورکولو همت نلرم خو د احسان بارولو ډیر شوقی یم. که زه فقیر ته څه ورکوم خلک دا زما احسان ګڼې؛ خو داسی نده. ما په حقیقت کی تراوسه د هغه حق د ځان سره ساتلی دی. ما تر اوسه دهغه حق ندی ورکړی اوعدالت می ندی تامین کړی. زه داحسان په پرده کی اکثره عدالت معطل او یا صدمه ورته رسوم. احترام او اطمنان په عدالت کی دی.

که زه محروم ته خپل حق پرخپل وخت بیله احسان بارولو ورکړم هغه به ولي ماته لاس نیسی اوصدف خوله به ولې راته ورانوې. بډایې اوغریبې ترډیره حده دعدالت دنه تآمین نتیجه ده. که زه دخپل ورور سره د محبت او د مسؤلیت د اداء له مخې عدالت پرځای کړم، هغه زما ترحم او احسان ته ډیر نه اړ کیږي؛ زه ترهغه ځان لوړنشم ګڼلاي او هغه هم زما په وړاندی د حقارت او توهین احساس نکو‎ي. په عدالت کی دیو او بل تحقیرله منځه ځې اوټولنه په متقابل احترام او اطمنان چلیږي. هو، ټولنه په محبت جوړیږي، په عدالت چلیږي او په روادارۍ مخ په وړاندي ځي.