ډیویډ ټاکسي ډرائیور

 

حفیظ الدین پیرزاده
ستوکهولم ۴ جنوری ۲۰۱۴

 

ډیویډ د افریقایي هیواد ایریتریا اوسیدونکی دی چې د سویډن د ستاکهولم په ښار کې ژوند کوي. نوموړی د پاخه عمر څښتن  دی چې عمر  به یی زما په اټکل د پنځه پنځوسو او شپیتو کالو تر منځ وي. خو همت یی لا هم ځوان دی. د شپې له خوا ټاکسي چلوي او د ورځې له خوا د نساجي توکو په یوه فابریکه کې پر کار بوخت وي.

څرنګه چې زما د کار ملګری دی نو له نژدې ورسره پیژنم خو ابله ورځ مې له خپل ګاونډي څخه چې هغه هم د ډیویډ وطنوال دی، یوه نوې خبره واوریده.
زما ګاونډي د ډیویډ په اړه راته وویل چې هغه د ایریتریا د دفاع د وزیر کشر ورور دی. ماته دا خبره یو څه مبالغه ښکاره شوه نو ومې پتییله چې پخپله ډیویډ و پوښتم.

څو ورځې وړاندې مو په کارځای کې د چایو وقفه وه او چې زه چایخونې ته راغلم نو ډیویډ د کافي په څښلو بوخت و. ما هم وخت غنیمت وګاڼه او ورسره کیناستم او ورته ومې ویل چې زما ګاونډی چې ستا وطنوال دی وایي چې د اریتریا د دفاع وزیر ستا ورور دی، آیا دا رښتیا دي؟

هغه په مسکي نظر ماته وکتل او ځواب یی راکړ چې هو دا رښتیا دي. ماسره هماغه وخت دا پوښتنه پیدا شوه چې کیدای شي له خپل ورور سره به کومه ستونځه لري نو بیا مې ترې پوښتنه وکړه چې آیا له خپل ورور سره کومه سیاسي یا کورنئ ستونځه لري؟

هغه راته وویل چې زه په کال کې دوه ځله د خپلې مور او نورو خپلوانو د لیدو لپاره خپل هیواد ته ځم. که له خپل ورور یا کوم بل چارواکي سره مې ستونځه لرله نو بیا خو مې دا کار نه شو کولای هغه زیاته کړه چې، نه یواځې له خپل ورور سره څه ستونځه نه لري بلکې د هیواد ولسمشر یی د ښوونځئ په وخت کې ټولګیوال و او لا هم ورسره ډیره ښه راشه درشه لري. زه یی نور هم اک پک کړم، ما ورته وویل؛ که زما ورور ددفاع یا کوم بل وزارت وزیر نه بلکې هسې جګپوړئ یا منځپوړئ چارواکئ وای نو ماته به دلته د کار کولو اړتیا نه وه پیښه شوې او ته خو بیا دوه ځایه کار کوې، ستا د دومره ډیر کار لامل څه دی؟  

ډیویډ اوږده ساه راکاږله او بیا یی راته وویل؛ اریتریا په افریقا کې پروت یو غریب خو پر خپل ځان بسیا هیواد دی. مونږ د امریکا په شمول د هیڅ غربي یا کوم بل هیواد مرستې نه قبلوو. غربي ملکونو څو ځلې د بشري خواخوږۍ، نړیوالې ورورولۍ او نورو ښو نومونو تر پوښښ لاندې مونږ ته د بسپنو د اخستلو خواست وکړ خو د اریتریا ولس او حکومت ددوی مرستې له مننې سره بیرته ور مسترد کړې.
مونږ پوهیږو چې له غرب څخه راغلې همدغه بشري مرستې د معاصر ښکیلاک د جال حیثیت لري چې د غریبو ولسونو د زبیښاک او ایل کولو په لیاره کې ترې کار اخستل کیږي.
زمونږ ټول بهر میشتي وګړي د خپل کلني عاید دوه سلنه خپل دولت ته ورکوي  او دولت هم د خپلو طبیعي زیرمو، ګمرکاتو، مالیې او له بهر څخه د راغلیو پیسو پر مټ د ولس د هوسا او سرلوړي ساتلو هڅې کوي او داچې زه دوه ځایه کار کوم لامل یی دادی چې زما د ورور تنخواه د هغه د ټولو اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي نو زه په یو کار ځان او خپله کورنۍ چلوم او له دویم کار څخه پلاس راغلې پیسې خپل ورور ته استوم تر څو هغه دې ته اړ نه شي چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له خپلې څوکۍ او مقام څخه ناوړه ګټه پورته کړي؛ د ډیویډ خبرې پای ته رسیدلې وې او زما د عکس العمل یا ځواب منتظر و خو زه د هغه خبرو خدای خبر د سوچونو په کوم سمندر لاهو کړی وم. دغه وخت د کار یو بل ملګري مې پر اوږه لاس کیښود او راته یی وویل چې د چایو د وقفې وخت پوره شوی.  خو ما کار ته له ستنیدو د مخه ډیویډ ته یواځې دومره وویل شول چې؛ هر بېوزلي هیواد ته دې الله ستا د ورور پشان د دفاع وزیر ورکړي او هر ددفاع وزیر ته ستا پشان ورور.