د ثـقافـتــونــو تــوپـيــــــــر

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۸/۸/۴

په ختیز کې چې ورځ وي، په لویدیز کې شپه ده. موږ له ښي خوا لیکل کوو او هغوی یې له کیڼې خوا لیکي. په عادتونو او رواجونو کې مو هم همدومره توپیر دی. ډیر شیان دي چې دلته ښه خو هلته بد دي. دلته په مجلس کې ټیغ ایستل عادي خبره ده. سرکي اکا خو به سهار وختي د جمعې په لمانځه کې لوی لوی ټیغونه ایستل. خو په غرب کې ټیغ ایستل عیب دی. دلته ګوز عیب دی خو هلته نه دی – د ځان راحت یې ګڼي. دلته شراب او د خوګ غوښه حرامه دہ، خو هلته عامه دہ. دلته بې له نکاح د نر او ښځې یوځای اوسیدل ناروا او عیب دی، خو هلته عادي کار دی. دلته نکاح تړل شرعي امر دی، خو هلته له موډه لویدلی عمل دی. هلته د هیواد یوه لویه برخه نفوس له هغه مور او پلاره پیدا دي چې نکاح یې نه ده تړلې؛ هلته ډیري ماشومانو ته خپل پلرونه نه دي معلوم. خو دلته دغسې اړیکې منفورې دي او محصول ماشوم ته یې ولد زنا وايي، مور او پلار یې په شرمیږي. په افغانستان کې عام ذهنیت دادی چی د ولد زنا‌ څخه د خیر توقع نسته. دا بیا بېله خبره ده چې دلته د غرب ملګرو ته د امریکایانو خیر رسیدلی.

په لندن کې د ۷ کالو د یو ماشوم (هاروی) کیسه درته کوم. د هغه کیسه دلته د ډیرو ماشومانو د ژوند یوه نمونه ده. دلته ځینې مشران د همدغسې یوې سابقې درلودونکي دي. د هاروي مور (لوسي) په امریکا کې په عمري قید بندي ده. لوسي په شپاړس کلنۍ کې له کوره وتلې او په لږ عمر د ډیرو ځوانانو د شهوت ښکار سوه. دغه بی سرپرسته نجلۍ د حرفوي جنایتکارانو په لاس ورغله او خراب کارونه یې په وکړه. غلاوې یی په وکړې، خلک یې په وتښتول، قاچاق او مړي یی په وکړه. حکومت ونیوله او په څو سوه کاله بند یې محکومه کړه. دا به د ژوند ترپایه بندي وي.

د هاروي پلار نه دی معلوم؛ هغه به د درو میاشتو وو چې مور یی بندي سوه او دی انا ته پاته سو. انا دوه نیم کاله وساته. یوه ورځ چې انا یې ډیر شراب خوړلي و، هاروي ته یې نفس تنګ سو، چاړه یی راواخیسته چې ټوټه ټوټه یې کړ‎ي، په توره خلطه کې یې واچوي او په انبار کې یې وغورځوي. خو نه یم خبر چې ولې یې نظر بدل کړ. لمسی یې په داسې حال کې چې په چاړه یې څه خوږ کړی هم وو، د سړک پر غاړه خوشې کړ. یو برتانوی ځوان (پیټر) چې پر لاره تیریدی، دغه ماشوم واخیست، روغتون ته یې یووړ او تر درملنې وروسته یې په زویتوب ونیو. هغه، هاروی لندن ته راوست او دلته یې په ښوونځۍ کې شامل کړ. پیټر په لندن کې په یو دفتر کې کار کوي. همجنسبازي په غرب کې اوس موډ ده. سړی د سړي سره او ښځه د ښځې سره واده کوي. پیټر د یو بل سړي (پال) سره واده وکړ. دوی دواړه مذهبي خلک وه نو ځکه نکاح یې په کلیسا کې وتړله څو د عیسی (ع) روح خوشحاله کړي. ډیر غربیان بیدینه دي خو بیدیني د دین په نوم کوي. پر اولادو نومان هم د عیسی (ع) او د هغه د ملګرو ږ‎دي.

دغه دوه نارینه (پيټر او پال) څو کاله یوځای سره اوسیدل او د هاروي سرپرستي یې په ګډه کوله. د کورني اصولو پر بنیاد پیټر د نارینه او پال د ښځي په حساب و. پیټر د خپل ښه کار او عاید په سبب ځان مستحق ګاڼه چې د پال سره په کورني اړیکو کې د میړه موقف ولري او پال د خپل لږ تعلیم او کم عاید په سبب مجبور یا قانع وو د ښځې کردار قبول کړي. تیر کال هاروي ناروغ سو. داکتر راته ویل چې دواء مې ورکړه او توصیه مې ورته وکړه چې ماشوم دې درې ورځې ښوونځی ته نه ځي او پخپل کور کې دې آرام وکړي. پیټر او پال دواړه وارخطا سول او داکتر ته یې وویل چې موږ خو دده سره ټوله ورځ په کور کې نه سو پاتیدای. موږ هریو خپل کار او ژوند لرو، .... ماشوم په دغسې نازکو حالاتو کې د مور او پلار مینې او سرپرستۍ ته اړ وو خو پال او پیټر یې د رشتینې مور او پلار مینه کله ورکولای سوه؟ دا ډول جنجالونه نور هم په کور کې د پیټر او پال ترمنځ ډیر سول. بالاخره، دوی طلاق سره واخیست او جلا سول. د هاروي په قسمت یو ځل بیا در په دري راغله. نوموړی بیا د بې سرنوشتۍ سره مخ وو چې څوک یې واخلي. موضوع محکمې ته ولاړه؛ قاضي فیصله وکړه چې هاروي دې د اونۍ پنځه ورځې د پال (مور) سره وي او د اونۍ په اخیر دوو ورځو کې چې رخصتي ده د پیتر (پلار) سره اوسي. هاروي اوس همدغسې ژوند ته ادامه ورکوي.

څه وخت مخکې هاروي ته په ښوونځۍ کې یو هلک ویلي و: مور دي سړی دی! هلک دا خبره و خپل مور (پال) ته وکړه. هغه یا هغې د ښوونځۍ ادارې ته شکایت وکړ. د ښوونځۍ ادارې د جنسي زورونې پر ضد او بشري حقوق د تأمین د اصل پر بنیاد د هاروي د ټولګي په ټولو هلکانو رسمونه جوړ کړل چې دوو سړیانو په غیږ کې سره نیولي دي او محبت کوي. په دې ډول، هلکانو ته درس ورکول سو چې همجنسبازي عادي خبره ده.

د امریکا جمهور رئیس جورج بوش ویلي و الهام ورته سوی وو چې افغانستان ته فوج واستوي او دموکراسي او غربي ثفافت هلته ترویج کړي. که په افغانستان کې د امریکا پښې ټینګې سي، بې له شکه زموږ او ددوی د ثقافتونو ترمنځ به دغه لوی واټن چې پورته یې یوه بیلگه یاده سوه، لنډ سي. خو هغو افغانانو ته هم ډیر د تأمل وړ خبره ده کوم چې په غرب کی میشته دي؛ اولادونه یې اوس او لمسیان یې په راتلونکی کي له دغسی او ښايي تردغه هم د ډیر اندیښمن حالت سره مخ سي.

===== فاروق اعظم، لندن - ۴ اګست ۲۰۱۸م =====