ولې بېسوادانو ته په سپک نظر کتل کيږي؟

خلیل الرحمن (الفت)
۲۰۱۱/۴/۸

آيا رښتيا ده هر هيواد چه الوتکې او ټانکونه ولري کولاي شي چې زمونږهيواد اشغال کړي، ځکه چه مونږ بېسواده يو؟ ما دغه څرګندونې چه د رسنيو له خوا څو ورځې په پرله پسې ډول خپرې  شوې د سوال په توګه يو ډير زاړه سپين ږيري ته طرح کړه او هغه په ځواب کې راته وويل: که زه ووايم چه نه صحيح نه ده نو بيا به ووايي ته خو ځکه نه وايي چه ته خپله بېسواده يې نو ته خو باسواده يي په ليک او لوست پوهيږې لاړشه تاريخ ولوله، ځواب به دې هلته پيداکړې، زه ډير خجالت شوم او له ډيره خجالته مې غوښتل چې په ځمکه کې ننوزم که رښتيا ووايم، زه خپله هم له دغه استدلال سره موافق نه يم او دغه راز ويناوې د بېسوادانو په حق کې بې انصافي او ولس ته سپکاوى ګڼم.

ايمان، غيرت، دوطن مينه او پوهه باسوادي سره هيڅ تړاو نه لري. په نړۍ کې ډير بېسواده پوهان او باسواده جاهلان شتون لري دټول بشريت معلم او مربي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم امي وو او په ليک او لوست بلد نه وو مګر نړۍ ته يې تغير ورکړ او د خداى پرستۍ، انسانيت او اخلاق انوار يې ټوله نړۍ روښانه کړه مګر برعکس ابوجهل باسواده خو مشرک، فاسق، فاجر او د شيطان مريى وو.

که موږ ډېرخوشبينانه قضاوت هم وکړو، زمونږ په هيواد کې د باسوادانو تعداد په سلو کې تر لسو زيات نه دي يعنې ولس تقريبا بيسواده دى او هر څومره چه په تاريخ کې شاته ولاړشو د باسوادۍ کچه نوره هم ټېټيږي تر څو چه صفر ته تقرب کوي. که د تاريخ په اوږدو کې د خپلواکۍ ګټل او ساتل د بېسواده ولس کارنه دى، نو د چاکار دى ايا يو تعداد محدود تعليم يافته ګانو دغه کار کړى دى؟ په يو هيواد کې که ولس سره متحد او يو موټى وي، خائنان په کې شتون ونه لري او وطن پالونکي، زړور، متقي او پر خپل بېسواده ولس متکي زعيمان ولري نو د نړۍ ډېر غښتلي قوتونه سره له خپلو عصري طيارو او ټانکونو هم نه شي کولاي، چې دغه هيواد چې طيارې او ټانکونه هم ونه لري اشغال کړي او تاريخ په کراتو مراتو دغه حقيقت ثابت کړى دى. که شرايط برعکس وي يعنې ملي زعامت وجود ونه لري، خائنان په قوت کې وي او ملي وحدت شتون ونه لري نو بيا حتى د نړۍ ډېر کوچني هيوادونه لکه: بوتان، سوازيلند او يا لسوتو، هم کولاي شي چې دغه هېواد اشغال کړي په نورو هېوادو کې زعيمان د خپل ولس د عظمت د ښودلو لپاره او نړۍ د ډارولو لپاره حتى دروغ ويلو ته رجوع کوي واړه شيان ډېر لوي ګڼي مثلا د يو شخص له منځه وړل پس له لسونو کلونو سختو کړاوونو او زيارونو څخه، هغه هم ديو بل هيواد په مرسته، د خپل ولس ډېره لويه لاسته راوړنه ګڼي او د خپل عظمت او قدرت نښه يې ګڼي. موږ خو دروغ ويلو ته هم هيڅ ضرورت نه لرو. تاريخ ددغه بېسواده ولس د قهرمانيو او افتخاراتو د مثالونو څخه ډک دى فقط بايد تاريخ ولولو او که دا مو هم دلاسه نه کيږي بايد انګليسان، روسان او يا د ناټو غړي هيوادونه وپوښتو.

شايد وويل شي، چې دا تش احساساتي خبرې دي له واقيعت نه لري دي. ددغه دعوې د حل لپاره بايد يو قاضي ته مراجعه وکړو او په دغه مورد کې له تاريخ څخه بل ښه حکم او قاضي وجود نه لري راشۍ چې تاريخ ته مراجعه وکړو او د خپلواکۍ د جنګونو ځينې وقايعو ته کتنه وکړو.

په ١٨٤٢ عيسوي کال کې د خپلواکۍ د جنګونو په سلسله کې په يوه پېښه کې د انګليسي استعمار له اولس نيم زره کسيزې پوځ څخه چې جلال اباد خواته د تېښتې په حال کې وه د دغه بېسواده مجاهدينو د حملو په نتيجه کې فقط يو تن وکولاى شو ژوندى ځان جلال اباد ته ورسوي په دغه وخت کې په هېواد کې حتې يو پر سلو کې هم باسواده نه وو.

په کال ١٩١٩ عيسوي کې د خپلواکۍ په جنګ کې بيا هم دغه بېسواده مګر په دين او وطن مين رښتيني مجاهدين د غليمانو په مقابل کې دومره پر مختګ وکړ، چې د پيښور او دنورو پښتونخوا علاقو آزادول د تحقق په حال کې وو، چې د وطن غرب وهلي زعيمانو نه يوازې د متارکې اعلان وکړ بلکه د بېرته پر شا تګ او د ټولو ازاد شوو منا طقو د تخليې امر يې صادر کړ. ددغه نامدبرانه اوامرو نتيجه داشوه چې نن ورځ موږ اقتصادي او په نتيجه کې يي سياسي خپلواکي نه لرو، ايران، پاکستان او نورو ته  زمونږ د زعيمانو سرونه د تعظيم لپاره همېشه ټيټ وي.

په کال ١٩٧٩ عيسوي کې آيا دا د خلکو د يموکراتيک حزب نه و  چې روسانو ته يې د وطن د اشغال بلنه ورکړه او ټول غړي يې د سياسي بيورو نه نيولې تر صفونو پورې د روسانو د ټانکونو په وړاندې له ډيرې خوښې نه ګډيدل؟ دوى خو ټول بلا استثناء باسواده او تعليم يافته خلک و، مګر بيا هم دغه بې سواده مګر باايمانه ولس راپاڅيده او روسان يې تېښتې ته مجبور کړل او دغه امپرطوري يې ټوټې ټوټې کره.

باسواده نخبه ګان خو د خپل جيبونو په ډکولو او ياد روسانو سره د قراردادونو په امضاء کولو بوخت وو.

په کال ٢٠٠١ عيسوي کې چې جورج بوش پر افغانستان باندې يرغل شروع کړ اصلي هدف يې غچ اخيستل وو. دصليبي جنګ اعلان يې هم وکړ او غوښتل يې چې دا وطن کاملا ويجاړ کړي او هر څومره مسلمان پښتانه چې وژلى شي ووژني.  د دوۍ د وحشت او بربريت درجه د چنګيز او هلاکو څخه کمه نه وو د دوى جنايتکارانه پلانونه ډير وو. مګر کله چې د دغه بېسواده ولس مقاومت سره مخامخ شول او تلفات يې ورکړل نو د هاليود د رمبو ډوله خيالي نړۍ څخه راوېښ شول او حقيقي نړۍ ته راغلل، واقعيتونه يې په سترګو وليدل که څه هم انګيسان يي په څنګ کې ول مګر روسانو ورته نصيحتونه وکړل او د خپل ماتې کيسې يې ورته وکړي په دې پوه شول چې دوى د هاليود له خوا بې لارې شوي و او په حقيقت کې د دوى امکانات ډېر محدود دي نو مجبور شول چه له خالص حربي اهدافو څخه تېر شي او لږ انساني خواته هم توجه وکړي په دغه مورد کې دوى ددغه ولس پوروړي دي ځکه دوى يې له خوبه پاڅول او واقعيتونو سره يې اشنا کړل. ددوى راتګ سره چا د طالب نوم هم نه شو اخيستلى، مګر اوس دوى طالبانو سره د سولې خبرې کوي او څوک څه پوهېږي دوى تراوسه هم کاملا وېښ شوي نه دي شايد يوه ورځ حتى له القاعدې سره هم د سولې خبرې پيل کړي.

ددغه بېسواده ولس چې سپکاوى يې کيږي ګناه دا ده چې دوى جهاد يو الهي فريضه ګڼي او خپل اجر هم له خداى جل جلاله څخه غواړي. په دې دنيا کې د هيڅ راز مادي امتياز غوښتونکي نه دي. قدرت، پيسې، قصرونه او ښارګوټي نه غواړي. ناپيژندل شوي پاتې شوي دي دوى وروسته له جهاده که ژوندي راغلى دي نو بيرته په خپلو پخواني عادي کارونو بوخت شوي دي او که شهيدان شوي دي نو نه د دوي قبرونه معلوم دي او نه يې چا پر قبرونو باندې منارې او معابد جوړ کړي دي، نه يې کليزې لمانځل کيږي او نه د دوى په نوم کوم څلو لارې او يا سرک نومول شوى دى، دوي د حق ريښتيني لارويان او بايد د دوى درناوى وشي. په دې حقيقت بايد پوه شو چه نه ټانکونه او طياري يو هيواد ساتلى شي او نه پوهان او د لوړو زده کړو خاوندان، ددې کار لپاره د قوي ايمان، پروطن مين او د ملي وحدت لرونکي ولس ته ضرورت دي که يو هيواد ‌طياري او ټانکونه هم ولري مګر پيلوټان او د ټانکونو قومندانان خائنان وي نه يوازې وطن نه ساتل کيږي، بلکه برعکس پوهه او تعليم د وطن پر ضد استعماليږي په دغه ولس کې د خداى په فضل دغه دوه عناصر يعنې پر خداى ايمان او دوطن سره مينه شته بايد کوښښ وشي چې دريم عنصر يعنې ملي وحدت ټولنه کې تقويه شي. د ملي وحدت د تحقق په نتيجه کې به ملي زعامت چې په خپله د نخبه ګانو او زعيمانو په اعتراف شتون نه لري. منځ ته راشي او د وطن د اشغال څخه د ساتنې ټول شرايط به محيا شي. بايد د وطن ځوانانو او ماشومانوته د هر څه نه دمخه دايمان دارۍ او وطن پالنې او د دې ولس د تاريخي کارنامو درس ورکول شي او وروسته تر هغې د علومو د زده کړې توصيه وشي بې له شکه موږ د ټولنې د اقتصادي، علمي، تخنيکي او فرهنګي د پرمختګ لپاره د ټولو علومو زده کړې ته ضرورت لرو اما که ازادي شتون ونه لري او وطن د پردو په اختيار کې وي نو بيا ولس ترې ګټه نه شي اخيستى او يوازې پردي او يو تعداد داخلي خائنان ترې ګټه پورته کوي.

د اشغال څخه د مخنيوي په لاره کې دوه ستر موانع يعنې په ټولنه کې د خائنانو شتون او د ملي وحدت نشتوالى دي او داموانع بايد له منځه يوړل شي.

ومن الله التوفيق