آزادي

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۳/۱۲/۲۷

د کندهار د ښار شمال ته د عیدګاه د دوه طرفه جادې په منځکی چمنونه او ګلان وه چی هر سهار به خلک د تازه هوا د تنفس لپاره وروتلل. د ښایسته مرغانو شوقیانو به خپل ښکلی مرغان لکه زرکه، جل، کرک، بلبل، کنري، ... او حتی ژړانکي او شینتوپکي په قفسونو کی سهار تر لمانځه وروسته دلته راوړل او د خپل مرغه قفس به یې د بل همجنسه مرغه قفس څنګته ایښووی.  ددې مرغانو قفسونه زرین، په رنګارنګ تارونو او ریښکیانو ښایسته کړي او د خوراک او څښاک ډکي ښکلی کونجیانی پکښی ایښوول سوي وي. ځینو خو به زرکي او کرکان له قفسه راایستل او زغلول به یی چی د جنګ لپاره یې ساه ورپخه کړي. کله چی به هرچا بیرته خپل مرغان قفس ته بیول نو هغوی به نه تلل خو په ډیر چل به یی بالآخره هغوی په قفس کی دننه کړل. هغوی د اسارت د زرین قفس، ښه خوراک او هوسایي څخه تښتیدل؛ هغوی آزادي غوښته او په نیم نس یې په غرو او رغو کی آزاد ژوند د زرین قفس ترهوسا ولي اسیر ژوند خوښ وو. خو دهغوی وزرونه ظالمانو قیچي کړیوه، الوتلای او تښتیدلای نسوای او په وس کی بیوسه سوي وه. مګر بیا هم دوی د تیښتي خپل وس کاوه. مرغانو به د قفس له پنجرو څخه سوي نغمې ویلې چی یوازي یې خپل ملګري په پوهیدل.  

ددغو ښکلو مرغانو له ښو آوازونو او زړه راکښونکو نغمو څخه به خلکو خوند اخیست. مرغان به چی سره یو ځای سول نو داسی سوي نغمې به یی د قفس په پنجرو کی ویلې چی پر هرچا یی تأثیر کاوه. مرغان بېل، آوازونه بیل او تأثر بیل وو خو ددوی ټولو یوه نغمه په خوله وه:

موږ آزاد وو پیدا سوي، حرص لالچ خپل په قفس کړو
د بـل دروهه مــو درک نه کــړه بـندیــوان یې د هوس کـړو

یوه ورځ به داســی راســي، چـی مو عقل سرته راســي
ســو آزاد لـه پـنجرو به، مات به طلسم د خـنـس کــــــړو