٢٠٢٠م كال


کال ۲۰۲۰م ولاړ. په طبیعی آفاتو کی ۲۰۲۰م د کرونا د وبا کال وو، په امریکا او غرب کی یی ډیر خلک مړه او اقتصاد یی سخت ورزیانمن کړ. د عیش او عشرت ښارونه له رونقه ولویدل او بیکارۍ ډیر خلک وځپل. دخلکو د ژوند پر طرز یی ډیر اثر وکړ، بدلون پکښی راغی او د کمپیوتر د تکنالوجی سریع ودی ته یی اړ کړل. خو دغه وبا ته بالآخره واکسین پیدا سو. د کرونا وبا په افغانستان کی هم ډیر خلک مړه کړل. خو خلکو ویل قسمت یی پوره وو، هسی هم مړه کیدل، په هیواد کی جنګ او په دولت کی سیاسی کرونا تر هغه مضر وه. د حکیم الکوزی دواء د خلکو توجه جلب کړه. خو حکومت یی مخ ونیو او دا موضوع ښه مدیریت نه سوه. تیرکال د استرالیا، کلیفورنیا او د برازیل د امازون په ځنګلونو کی لوی اور لیګیدنی نړیوال چاپیریال ډیر خراب کړ؛ لوی طاقتونو پخپل منځکی د نه همکارۍ په سبب په دغه برخه کی ډیر څه ونکړل. خو په عوض کی د کرونا وبا، د نړیوال چاپیریال د پاکیدو سره ډیره مرسته وکړه. تیرکال په نړۍ کی د غربت، بيعدالتۍ او تشنج کچه تر هر بل وخت ډیره وه. مسلمانان تر هربل چا پکی ناآرام وه.

په انسانی آفاتو کی په ۲۰۲۰ کال کی د اسلام پر ضد د غرب جنګ چی د شوروی له سقوط څخه یی زور اخیستی وو، ادامه درلوده؛ دفرانسی جمهور رئیس یی مخکښ سو اوبیله دی چی نړیوال دپلوماتک آداب مراعات کړی او یا د نړۍ د یونیم زرملیون مسلمانانو او حتی د خپل هیواد د ملیونونو مسلمانانو خیال وساتی د اسلام پرضد یی په ډیره سپین سترګي څرګندونی وکړې. د مسلمانانو حال اوس په نړۍ کی داسې دی لکه د ځنګل د غوایانو چی پر یوه لویه ګله یی څو شرمښان ورسي؛ یو غوایي ورڅخه جلا کړي، نور غوایان له ویرې ځغلي او شاته نه ګوري. سبا پر بل غوایي ورحمله کړي؛ نور سراسیمه، حواس بایللي او رډ رډ ورته ګوري. هره ورځ د غوایانو همدا حال وي. ژوند یې دغسې په ویره، ناآرامۍ او غم تیریږي او هره ورځ د نورو ښکار او خوراک وي. د غوایانو غټ بدن او تیره ښکرونه د دوی په درد نه خوري؛ دا ځکه عقل نه لري او چې عقل نلري نو اتفاق به پکې له کومه سي؟ بله انسانی تراژیدی په امریکا کی د سپین پوستو پولیسو لخوا د یوه تورپوستی (جورج فلایډ) وژل کیدل وه چی په امریکا کی یی نژادی بغاوتونه راپورته کړل. د امریکا اقتصاد، ټولنیز تړون او د ترمپ انتخاباتو ته یی تاوان ورساوه. که څه هم تیرکال ټرمپ د کانګریس له سلب اعتماد څخه خلاص سو، خو د نومبر په انتخابات کی خلکو رایه ورنکړه. ده غوښته د افغانستان نسخه عملی کړی چی ګلمرجان یی نه مني. خو امریکا افغانستان نه دی چی ټرمپ به د بل په موږي وغورځي. تیرکال امریکا خپل ستراتیجک ملګري (ایران) د تأدیب څو څپیړي وواهه؛ د ایران پر ځینو مشرانو یی بندیزونه ولګول او قاسم سلیمانی او محسن فخریزاده یی په سزا ورسول. خو ایران بیا هم امریکا ته وویل چی له افغانستان څخه مه وزه؛ موږ مو په خدمت کی یو او که وزې، مسؤلانه ووزه چی زموږ ګټی پکی خوندي وي. ایران افغان حکومت ته د فاطمیونو د استخدام وړاندیز وکړ چی کیدای سی په پټه یی پر عملی کیدو غور وسي. پاکستان هم تر حریف پاته نه وو، د افغان حکومت په موافقه یی پر ډیورند لائن پوخ دیوال هر هغه چیری وواهه چی زړه یی غوښت. که په کومه سیمه کی عامو افغانانو یی مخالفت کړیدی، حکومت هغوی آرام کړیدي چی پریږدي د دیوال پروژه بی تشنجه سرته ورسیږي. د حکومت په فکر د تیر ۱۲۷ کاله سرحدي مشکل حل سو.

تیرکال په افغانستان کی جنګ د نورو کلونو په نسبت شدید وو، ډیری وینی توی سوې او په لکونو پتمنی کورنۍ بیځایه او دربدره سوې. خو د تاریخ عظیمه واقعه هم پیښه سوه او هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۹ فبروری ۲۰۲۰م د دوحة تړون وو چی د نړۍ لومړی درجه طاقت یی د یو ډیر کمزور قوم په مقابل کی بیوسه کړ او د سولی مذاکری ته یی اړ یوست. په ۲۰۲۰م کال کی افغانستان دوه قسم خوړلی جمهور رئیسان پیدا کړل چی په یوه ښار او دیوال ترمنځ دواړو ته په عین وخت کی ملایانو قسمونه ورکړل چي د يو او بل آوازونه يی اوريدل. ژر دواړو شخصیتونو د دولت چوکۍ د مال غنیمت په ډول پخپل منځکی وویشلی، سهامی شرکت یی جوړ کړ او د انتخابات نتایج یی د تاریخ د باطله دانۍ د تمسخر په کونج کی وساتل. د افغانستان د علماؤ سرتاسري شوری او نورو علماؤ په دغه باره کی (امامت عظمی) هیڅ فقهی حکم صادر نه کړ. اسلام اوس یتیم دی.

تیر کال د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال تواضع وکړه او د کابل د امنیه قومندانی دنده یی پخپل خواهش قبوله کړه. خو هوښیار دی، خپله پخوانۍ دنده یی هم ساتلی ده. اوس د کابل د امنیت په نوم د نجیب د وخت په شان ملیشی جوړوي. نجیب هم د پښتنو د مقاومت د ځپلو لپاره له اقلیتونو ملیشی جوړي کړی. خو همدغه ملیشې د نجیب، یعقوبی او نورو حاکمو پښتنو د لستوڼي ماران سول، سرونه یی وروخوړل او ملت تراوسه د همهغه ملیشو له لاسه په کړاو کی دی.

تیرکال د ارګ خلکو د افغانستان په تار یخ او ملی شخصیتونو ملنډي ووهلی. ملت بیوسه پټه خوله ورته کتل. همدوی وایی موږ به د سولی لپاره د تیر شل کاله لاسته راوړني له لاسه ورنکړو. ولسی جرګه چی د دموکراسۍ مظهر دی، هلته د غزنی نمایندګی د دموکراسۍ پر تندي داغ نه بولي، نه جمهور رئیس او نه ولسی جرګه یی د اصلاح تلاښ کوي؛ بلکی لاسته راوړنه ده چی سوله یې باید په سایه کی راسي. د رئیس جمهور دوهم مرستیال وایی چی داسی سوله نه منو چی د اقلیتونو حقوق پکی مراعات نه وي. ټول ملت همدا وایي چی عدالت دي تأمین سي او داسی حکومت دي وي چی ټول یې خپل وګڼي. خو تیر شل کاله پر اکثریت جنګ تحمیل او حقوق یی خوړل سویدي چی ښه مثال یی په ولسی جرګه کی د غزني نمایندګی، په مکتبونو او روغتنونو کی یې نظامی پستې، په حکومت او سفارتونو کی ددوی پیکه ونډه ده.

تیرکال په دوحة کي د سولی تړون ولس ته هیلی پیدا کړی او فیصله وسوه چی حکومت او طالبان به د ۲۰۲۰م کال د مارچ پر لسمه د سولی مذاکرات پیلوي. حکومت دا مذاکرات د بندیانو او د تړون د حقوقی حیثیت په ناندریو لس میاشتی وځنډول او اوس به په ۵ جنوري ۲۰۲۱م پیل کیږي. بیا به هم وګورو چي څه کيږي. لکه تیر شل کاله، په ۲۰۲۰م کی هم حکومت د طالبانو د تسلیمۍ په فکر کی وو. داسي معلوميږي چي اوس هم واک پریښوولو او حتی شریکولو ته تیار نه دی. امریکا، ناټو او ګاونډیان طالبان یو واقعیت بولي او د راتلونکی حکومت یوه مهمه برخه، خو حکومت تراوسه دغه واقعیت نه دی منلی. نو ځکه هیڅ ستراتیژیک پلان آینده ته نه لري او یوازی پر اوربند اصرار کوي چی کلونه آرام حکومت وکړي. طالبان غواړي د دوحة د تړون مطابق لومړی د حکومت پر څرنګوالی فیصله وسی څو د جنګ عوامل رفع سي او بیا اوربند وسی. طالبان وايی نه غواړی چی د حکومت په لاس کی دي ټول امتیازات وي او دوی دي ترقیامته په غرو کی دربدر ګرځي. طالبان هم مغرور او کوم سیاسی ابتکار نه لري. که نه، دغه اغزنه لار یی صافولای سو. شک کیږي چی مذاکرات کومه ملموسه نتیجه ورکړي. امریکا او ناټو له جنګه ستړي دي؛ بالآخره به یو فورمول دواړو ته وړاندی کوي او په منی به یی. هغه وخت ښایي ټول ارمان وکړي چی ولی یی فرصت له لاسه ورکړ. زموږ بدبختي د پیاز د پوست په شان دوام لري، چی یو خور یی اړوې، بل خور یی هم پیاز دی. خو زه د یو ملی خوځښت په امید یم چی دا هرڅه پر نسبتا سم مسیر روان کړي. یو داسی حکومت ته لار هواره کړي چی اکثریت یی خپل وګڼي او د چا چی نه وي خوښ، دومره تجرید او مجبور نه وي چی توپک پسی راواخلی؛ د سیمی او نړۍ سره د متقابل احترام په بنیاد داسی اړیکی ولری چی د هغوی ګټي یی د خپلو ګټو سره همږغی کړیوي. په هره تاریکه پسی رڼا ده او د الله (ج) نصرت هم د ډیري مایوسۍ په وخت کی راځي. و ما ذلک علی الله بعزیز.

سلامونه. په اوس وختکی ټول افغانان په دوحة کی بین الافغانی مذاکراتو ته متوجه دی چی کیدای سی بیا په ۵ جنوري ۲۰۲۱م شروع شي. د روانی اوضاع او بین الافغانی مذاکرات په مورد کی څو خبري دي:

۱. د سولی په مذاکراتو کی لومړنی او ډیر مهم شئ د سولی اراده ده. د دوحة مذاکراتو وښوول چی امریکا او طالبان دواړه سولی ته اراده لري. خو په عامه ذهن کی دا خپره ده چی حکومت سوله نه غواړي؛ د جنګ په دوام کی یی ګټي دي.

۲. په مذاکراتو کی د دولتی هیئت پر ترکیب په ولس کی ډیري خبري وشوی او اوس هم کیږي. پر دغه هیئت په میدیا او مدنی ټولنو کی ډیرانتقادونه وشول چی دا هیئت جامع نه دی، ملی صبغه نلري، د جنګسالارانو اولادونه معرفی شویدی، هغوی غواړي اولادونو یی هم پر موږ حکومت وکړي، د هیئت غړي د سولی تجربه نلري، سولی ته متعهد نه دي، او داسی نور انتقادونه. خو دولت خپل کار ته ادامه ورکړ. مګر د خلکو د حساسیت د کمولو په خاطر، دوحة ته د هیئت تر تلو دمخه دولت اعلان وکړ چی دغه هیئت هلته د فیصلو د کولو هیڅ صلاحیت نه لري، فقط راپور راوړي او بس. دغه اعلان په ډیر شد او مد تکرار شو او خلکو ته یی تشویشونه پیدا کړل چی دولت په سوله کی ناغیړئ کوي او د سولی په لاس راغلی فرصت خرابوي.

۳. دولتی هیئت دوحة ته ولاړ او دوه نیمی میاشتی یی هلته د پخو او تجربه لرونکو طالبانو سره په مذاکره تیری کړې. کله چی هیئت بیرته کابل ته راغی، ویویل چی که دا وار مذاکرات ته ځو، موږ ته باید واضحه اجنداء راکول شي او صلاحیتونه مو معلوم وي. دا د دوی حق دی، هوښیاره او پرځای خبره یی کړیده. داځکه هلته دوی د یو واقعیت سره مخ دي. خو خلکو داسی وفهمول چی دولت سوله نه غواړي او قدرت نه پریږدي، هسی وخت تیروي، نو ځکه د مذاکراتو لپاره مشخصه اجندا نه لري.

۴. وړمه ورځ د مصالحی رهبري شوری غونډه وکړه چی د دوحة په مذاکرات کی د دولت موقف منظم کړي. دا ښه اقدام دی او چی څومره دولتی هیئت منظم، په خبره پوه او د صلاحیت څښتن وي، هغومره ښه دی. دا کار مذاکرات هم اسانه کوي. خو دا نیوکی هم په شوری کی دننه او هم بهر وشوې چی د رهبرۍ شوری جامع نه ده او د ټولو پرګنو نمایندګی نه شی کولای.

۵. منځګړیتوب. لس کاله پخوا دا ارمان وو چی روان بحران ته داسی یو افغانی حل پیدا سي چی ګاونډیان او نړیوال یی مخالف نه وي. دری کاله مخکی داکتر فاروق اعظم په ارګ کی د دولت مشرانو ته د افغانانو په ابتکار او مالکیت افغان بحران ته د یو افغانی حل وړاندیز وکړ. خو اهمیت ورنه کول سو. امریکا مجبور سوه چی کابل حکومت نادیده ونیسی او راسا د طالبانو سره خبري وکړي. یو کال مخکی هم د رسنیو له لاري موږ واوریدل چی داکترفاروق اعظم طرفینو ته وړاندیز وکړ چی په مذاکراتو کی باید دری اړخونه وي: دولت، طالبان او د ملت د خاموش اکثریت په نمایندګی بیطرف درانه سپین ږیري او جرګه مار خلک. دریمه ډله به په مذاکراتوکی د دولت او طالبانو ترمنځ د افهام او تفهیم اسانتیاوي برابروي او د مشکل په وختکی به منځکړیتوب کوي. داسی معلومه سوه چی دولت او طالبانو دا وړاندیز قبول نه کړ. په داسی حال کی چی اوس هم دغسی یوې منځګړي ډلی ته اشد ضرورت دی

۶. ولسمشر داکتر اشرف غنی څو ورځی مخکی وړاندیز وکړ چی راتلونکی بین الافغانی مذاکرات دي دننه افغانستان کی وشي او د کندهار په ښار کی یی خلکو ته وویل چی دا مذاکرات دي په خرقه مبارکه کی وشي. د مذاکرات د ځای پر سر په ولس کی ډیر بحثونه راولاړ شول. د سولی د عالی شوری تر جوړیدو (۲۰۱۰م) وروسته یو سیاسی مشر، جمهور رئیس کرزي ته وړاندیز کړی وو چی طالبانو ته په هیواد کی دننه د مذاکرات لپاره دفتر ورکول شي. تردا وخته طالبانو په خارج کی دفتر نه درلود. خو څرنګه چی هغه وخت په دولت کی د طالبانو د تسلیمۍ فکر حاکم وو، دغه وړاندیز ونه منل شو. د اشرف غنی لخوا وروستی وړاندیز په داسی حال کی چی طالبان اوس په قطر کی منظم دفتر لري او نړیوال فعالیت کوي، ډیر ناوخته دی او د دولت په دننه کی هم سمدستي رد شو. اوس طالبان په حکومت باور نه لري. داځکه روان بین الافغانی مذاکرات حکومت پخپله رضاء نه کوي، د امریکا فشار دی. ددغسی بی باوره اداری په ساده وینا به په قطر کی طالبان خپل سم دفتر چی مطمئن ځای دی، ولی ورانوي؟ طالبان ښآیي فکر وکړي چی د دولت دغه وړاندیز په حقیقت کی په قطر کی ددوی د دفتر د بندیدو او د سولی د مذاکراتو د سبوتاژ یوه هڅه وي. ښایی طالبان دا فکر هم وکړی چی دولت غواړي په قطر کی د طالبانو د دفتر په بندیدو اسلامی امارت له نړیوالو اړیکو محروم کړي. اوس طالبان له نړیوالو سره او نړیوال ددوی سره د قطر د دفتر له لاري تماس لري. که د قطر دفتر افغانستان ته حتی د طالبانو تر کنترول لاندی ساحی ته انتقال سی، بیا به هم خارجیان د کابل د حکومت په اجازه هغه ولایت ته ځي او د طالبانو سره به ګوري. دا کار طالبان ولی وکړي؟

په روانو مذاکراتو کی بله مهمه موضوع اوربند دی. اوربند د هرافغان غوښتنه ده. حکومت د طالبانو سره منلی ده چی د بین الافغانی مذاکراتو اساس د دوحة تړون دی. په دغه تړون کی اوربند اخیره ماده ده. په تړون کی دریمه ماده بین الافغانی مذاکرات او څلرمه ماده اوربند دی. ترڅو د تړون مطابق په مذاکرات کی پر راتلونکی اسلامی حکومت بحث او موافقه ونه شي، پر اوربند خبري د تړون د ترتیب خلاف دي. د اوربند اول مطرح کول به دا معنی ورکړی چی حکومت له اصلی خبرو ځان کاږي او یو وار بیا د سولی په لار کی خنډونه پیدا کوي. د تړون پر دریم بند باید ژر خبري وشي، څو دایمی اوربند ته لار هواره شي. باید متوجه اوسو چی فعلا ټول امتیازات د دولت سره دي؛ توپ، ټانک، طیاره، په لکونو فوج، ملیشې، اربکیان، قضاء، بندیخانی، بانکونه، وزارتونه، ولایتونه، تجارت، قرارادادونه، سفارتونه، خارجی تعلقات او بیدریغه نړیوالی مرستی او داسی نور ډیر امتیازات. طالب یو ټوپک لري او د هغه په زور یی تردغه ځایه ځان رارسولی دی. اوس چی حکومت طالب ته ووایي چی توپک پر مځکه کښیږده، هغه به ورته ووایي چی ته په مقابل څه راکوې؟ زما خو دا یو توپک دی او ستا سره هرڅه. شل کاله تا حکومت وکړ، آیا پنځه کاله یی ماته راپریږدې؟ اویا فیصده خاوره می په لاس کی ده، اویا فیصده حکومت راکوې؟ نیم حکومت راکوې؟ ماته څه شی راکوې، راته واضح یی کړه؟ بله لار داده چی نه زه او نه ته؛ واک به مؤقتا څو مسلمان، پاک او بیطرف خلکو پریږدو ؟ طالبانو په ډاګه ویلی دی چی بیله اطمئنانه اوربند نه کوی. که موږ همدااوس ټوپک پر مځکه کښیږدو او اوربند وکړو حکومت نور نو بیا د سولی دمذاکراتو سره هیڅ دلچسپی نلرې. کلونه به مذاکرات بی نتیجی روان وي، حکومت به په ښارونو کی آرام ناست او عیشونه کوي او طالبان به دربدره په غرو کی ګرځي او اولاد به یی له تعلیمه محروم وي. تر هرڅه دمخه باید یودبل ټول بندیان خوشي شي، ناوړه تبلیغات، دسیسې او توطیيې بندې او جګړه په دغه اعتماد او ضمانت ودرول شی چی د خلکو په خوښه یو سم اسلامی ملی حکومت راځي چی د جنګ ټغر د تل لپاره له وطنه ټول او د خلکو انسانی او مدنی حقوق اعاده شی.

طالبان اوس یو واقعیت دی. د دولت سره نور د هغوی د تسلیمی فکر د وخت او فرصت ضائع کول دي. د سولې لپاره د جګړې د اړخونو رښتینې اراده تر ټولو لومړنی شرط دی. که د جګړې اړخونه او ددوی ملاتړي د سولې لپاره کلکه او صادقانه اراده ولري، نو سوله راتلای شي خو که اراده نه وي، په حقیقت کې د سولې ترنامه لاندې د مقابل لوري د ماتولو پروژه یې ګڼلای شو. د شل کاله لاسته راوړنو په نوم مذاکراتو کی خنډونه جوړول، د سولی سبوتاژ او د ملت سره لوی ظلم دی. د سولی قیمت ترهرڅه لوړ دی. هغوی چی وایی موږ تر لاسته راوړنو نه تیریږو، د سولي او ملت اصلی دښمنان همدغه دي.

اوس دا وخت رارسیدلی دی چی حکومت بنیادي فکر وکړي چی د طالبانو سره څه وکړي؟ که دغسی یو بنیادي فکر او فیصله ژر ونه کړي، مذاکرات مخته نه شی تلای او دولتی هیئت به په دوحة کی بی هدفه او سرکوزی ناست وي. یوه خبره باید حکومت ومنی چی امریکا او ناټو نور په افغانستان کی د جنګ د دوام سره دلچسپی نه لري؛ هغوی شل کاله جنګ نور ستړي کړیدي او د وتلو لپار بهانه کوي او په ډاګه وایی چی نور د کابل فاسد حکومت لپاره قربانی نه شی ورکولای. افغان ملت هم ډیر بیچاره شویدی، حکومت یی امن او عزت نه شی ساتلای؛ یو عاجل مثبت تغییر غواړي. حکومت باید نور پر خپل او د هیواد پر سرنوشت جدي فکر وکړي او لازم تصمیم ونیسي او ژر یی ونیسي. دا کار اسانه نه دی، خو اشد ضرورت دی او چاره نشته. حکومت خوشبخت دی چی طالبانو کی دپلوماتک ابتکار کمزور دی؛ که نه، حکومت یی په دننه او بهر کی ډیر ژر منزوي کولای شو او د سولی روان بهیر یی پخپله ګټه ګړندی کولای شو. د ولس سره جدي ویره ده چی حکومت به مهمی بنیادي فیصلی ونکړای شي او په نتیجه کی به مذاکرات بیځایه ځنډیږي او امریکا به بلاخره خپله فارمولا وړاندی کوي او په دواړو خواؤ به یی مني چی دا به تر ډیره د حکومت لپاره ښه نه وي. طالبان هم ښايي په دی خبره پوه وي چی افغانستان اوس ډیر فرق کړیدی. شل کاله امریکا او د نړۍ ډیرو پرمختللو هیوادونو دلته تخریب او ابادي دواړه کړیدي. دقت او احتیاط باید وشي. شل کاله نړیوالو د طالبانو پر ضد په زرو ملیونه ډالره پر تبلیغاتو مصرف کړی او د ښاري او تعلیمیافته ځوانانو په مغزونو کی یی طالبان سخت تور کړیدي. زموږ یوازی کلی نه، بلکی مغزونه، اعتماد او باورونه مو هم بمبارد شویدی. ډیري پیسی وطن ته راغلې، په دغو پیسو د یوشمیر خلکو د خټو کورونه بلند منزل شول، خو په دغو پیسو زموږ د وطندوستۍ، استقلال مزاجۍ او ټینګ ایمان هدیرې هم جوړی شوېدی. ډیرو پیسو د خلکو د ژوند سطحه لوړه کړه چی ډیر خلک یی فساد او ځوانان یی له وطنه فرار ته وهڅول. د اوس تعلیم د طالبانو د امارت د وخت سره ډیر فرق لري، سویه او کچه یی دواړه توپیر لري. نقص یی دادی چی موږ اوس اولاد د نورو لپاره تربیه کوو. مطبوعاتو ښه وده کړیده، خو مبتذل فلمونه او اخلاقی انحطاط یی له وچ مجبوریته تحمل کیږي. په دموکراسی کی لویه دکتاتوري او د جنګسالارانو پاچهی نغښتې ده، د شفافیت او عمري عدالت په ډنډوره کی لوی فساد او عظیم ظلم روان دی، د مخدره موادو سره د تندي مبارزی په نتیجه کی ملیونونه معتادان رادغاړي دي او د بشري حقوق د ملاتړ په نوم هغه څه کیږي چی بشر په شرمیږي. د عامو خلکو، خصوصا د ځوانانو سترګی اوس ډیری خلاصی دي، هرڅوک حکومت نه سی پر کولای؛ د دولت څخه کار او خدمات غواړي. په تیر شل کاله کی کار شویدی، په دې کی هیڅ شک نسته، خو تخریب هم شویدی. له دواړو سترګی نه شی پټیدای او طالبان دا هرڅه باید په رڼو سترګو وویني.

د جنګ بندیده د ټول افغان ولس جدي غوښتنه ده. هره ورځ چی رادیو او تلویزون اورو او ګورو، وایی دومره د دولت کسان مړه شول او په درې چنده طالبان وژل شویدی. د ولس مرګ، ژوبله او بیکوره کیدل خو اوس یو ملی ناورین دی. ددی لپاره چی په جنګ کی قابل ملاحظه کمی راشي او د دوحی تړون چی د جنګ ټولی خواوي ورته متعهد دي، مات نه شی، موږ د اوربند پرځای، د اورکم وړاندیز کوو. داځکه اوربند ته ښآیي طالبان ترهغو نه وي حاضر ترڅو د بیا جنګ له نه پیښیدو مطمئن شي. خو اورکم اوس کیدای شی او کولای شي د ټولو خواؤ ترمنځ اعتماد رامنځته کړي.

درناوي

داکتر فاروق آعظم

د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ مشر

===== لندن ۵ جنوری ۲۰۲۱ =====