ډمه خپل وطنی لباس نه بدلوي


د انګلیستان په ایوننګ ستنډرډ اخبار کی می ولوستل (۱۶ دسمبر ۲۰۲۰م) چی د بالیوډ ۳۵ کلنه مشهوره اکټره سونام کپورچی د انیل کپورلور ده، ویلی چی هغی ته د امریکا د مشهور فیلمی دنیا هالیود لخوا د ډیرو پیسو په مقابل کی په یو فیلم کی د برخی اخیستو بلنه ورکړه سوه. خو هغی په دۍ سبب رد کړه چی له دې څخه یی په فیلم کی د تنګ پتلون د اغوستلو غوښتنه کړیوه. هغی وویل: «زه نه غواړم په فیلم کی غیرهندۍ ښکاره سم. پخپل هیواد کی می هیڅکله تنګ د څرمنی پتلون نه دی اغوستی، نو بل چیري یی ولی واغوندم». سونام کپور چی اوس په لندن کی اوسي، وایی چی زه په یوه ډیره آزاده کورنۍ کی لویه سوې یم. زما مور چی تکړه فیشن دیزانره ده، ماته ویلی دي: «د جګو دیوالونو د جوړولو پرځای اوږده دسترخوانونه وغوړوه».

په اخبار کی ددغه کیسی ویلو زه د افغانستان د تیر سل کالو تاریخ ته بوتلم چی موږ څومره د پردیو په لباسونو ننوتو، تمدن او پرمختګ مو د جامو په تغیر کی وکوت او د دسترخان د غوړولو پرځای مو نور څه وکړل. فاعتبروا یا اولی الألباب درناوی

داکتر فاروق آعظم

د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ مشر

===== فاروق اعظم، لندن ۲ا جنوری ۲۰۲۱م =====