مهاجرت او د تفاهم مشکلات


غلام رسول د خوست د لکڼو وو. لکه نور افغانان، دی هم د کمونستانو د ظلم له لاسه له وطنه فرار او جرمنی ته د اولادو سره تللی وو. دده د کلی څلور تنه لا پخوا په کار پسی سعودی عربستان ته مسافر وه. ډیر کلونه ووتل. د غلام رسول د حج قسمت وسو. هلته یی د خپل کلی د خلکو پوښتنه وکړه. چا ورته وویل چی هغوی طایف کی دي. غوښته ورسي. حاجیانو ته و طایف ته د تلو اجازه نه وه. خو هغه په ډیر تکلیف طایف کی خپل کلیوالو ته ځان ورساوه. ډیر خوښ سو چی هغوی یې ولیدل. مسافر کلیوال هم د غلام رسول په لیدو ډیر خوشحال سول. میلمستیا یی ورته وکړه او نور وطنداران یی هم راوبلل.

سپین ږیري هروخت او هرچیري د خپلو اولادونو صفت کوي. حاجی غلام رسول له دغه عادته مستثنی نه وو. هغه و کلیوالو ته د خبرو په ضمن کی له خولی ووتل چی «زه خپلي لور حج ته رااستولی یم. لور مي ډیره هوښیاره او کاریګره نجلۍ ده. په یوه لویه کمپنۍ کی د مرستیالی دنده ترسره کوي. هره ورځ تر ډیره کار کوي. په کار کي کامیابه او پر خپل امر ډیره ګرانه ده. ځینی وختونه بخشش هم ورکوي. هغی پیسې ټولی کړی او دادی زه یی حج ته په راولیږلم. خدای دي دا د برکت کړي». وطندارانو یی امین پر وکړ. مګر په سعودی عربستان کی خو ښځه بهر له کوره بی محرمه نسي وتلای. وطندارانو ته یی چی د خوست له محدود کلیوال محیطه رااسا و یو افراطي مذهبی سعودي عربستان ته راغلی وه، دا ډیره د تعجب خبره وه چی د حاجی غلام رسول ځوانه لور کار کوي، ترناوخته کار کوي، پر امرګرانه ده، .... هغوی ته د جرمني ژوند نه وو معلوم او حتی په دا هم نه پوهیدل چی په جرمنی کی کومه پیسه چلیږي. د مجلس مشر په یو منفی طرز دید خپل نور انډیوالان متوجه کړل چی ګورئ! حاجی صاحب خپل د لور په پیسو حج ته راغلی دی. لور را استولی دی. خدای دي خیر ورکړي. وایی پر امر ګرانه ده؛ تر ناوخته د آمر سره په دفتر کی کار کوي؛ آمر یې ډالرونه بخشش ورکوي.... لږ ګړئ وروسته به یو بل کلیوال حاجی غلام رسول ته وویل چی ستا لورکۍ دي خدای د برکت کړی. څومره ثواب یی وګټئ چی ته یی حج ته راواستولی. دا پیسه خو حلاله ده هغی ترناوخته په کار ګتلې ده. هوښیاره ده؛ پر آمر ګرانه ده او په ډالرو بخشش ورڅخه اخلي. هغه بل کليوال ویل: لورکۍ دي خدای خوشحاله لري. په زحمت یې ګټي. مفته پیسه خو څوک چاته نه ورکوي. حتما د خپل آمر زړه یی لاس ته وروړی دی.... ها يوه بيا هغه بل ته کړه چي په پاکو پيسو راغلی دی.

د غلام رسول او کلیوالو په منځکی د اوسیدو شرایطو او د ډیرو کلونو جدایي، غټ فکري بدلون او جلاوالۍ راوستی وو. یوه ته د لور کار کول عادی او ښه خبره وه او نورو ته بیا عیب وو چی په اظهار یی باید پلار شرمیدلای. حاجی غلام رسول د جرمنی په آزاد محیط کی کلونه تیر کړیوه او آزاد فکر یی کاوه. هغه او کورنۍ یی په غرب کی خپله مسلماني ساتلی وه چی اسانه کار نه وو او د خپل زيار او زحمت په پیسه يی خپل پلار حج ته واستاوه. خو د غلام رسول د کلیوالو شرایط داسی وه چی دغه یی نه سو درک کولای؛ هغوی تر افغانستان هم په یوه سرتړلې ټولنه کی کلونه اوسیدلي وه. نو ځکه د حاجی غلام رسول خبري هغه نورو ته د تعجب وې. ددوی ترمنځ د طرزفکر لوی واټن وو. مهاجرت د یوه کلی خلک دومره سره بیلوی. غلام رسول خو ډیر ښه وو چی د کلیوالو سره حداقل په ژبه پوهیدی. ددوی اولادونه به دغومره تفاهم هم ښایي ونلري

درناوی

داکتر فاروق آعظم

د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ مشر

===== فاروق اعظم، لندن ۲ا فیبروری ۲۰۲۱م =====