دمسلمانانو پریوتی حال

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۲۰/۱/۲۷

په منمار(برما) کی حکومتی عسکرو اوه لکه روهینګیايي مسلمانان قتل او په میلیونو نور یی ګاونډي بنګلدیش ته په مهاجرت مجبور کړل. په ټوله اسلامی دنیا کی هیچا ددغه مظلومو مسلمانانو بد حالت جدي ونه نیو. د مسلمانانو حالت اوس داسی دی لکه د ځنګلی غویو پر یوه لویه ګله چی شرمښان ورسی؛ یو غویی ورڅخه جلا کړي. نور غوایی له ویری زغلی او شاته نه ګوری. سبا پر بل غوایي ورحمله کړي؛ نور سراسیمه، حواس بایللی او رډ رډ ورته ګوري. هره ورځ د غوایو همدا حال دی. ژوند یی دغسی په ویره، ناآرامي او غم تیریږي او هره ورځ د نورو ښکار او خورک وي. د غویو غټ بدن او تیره ښکرونه ددوی په درد نه خوري؛ داځکه عقل نه لري او چی عقل نه لري نو اتفاق به پکی د کومه سي؟ شرمښان او سپي هم د غوایو په شان حیوانان دي. خو تر غویو هوښیار دي او د ښکار لپاره اتفاق سره کوي.

بالاخره یوه اسلامی هیواد جرآات وکړ او دغه شرمښ ته یی ښکر سم کړ. تاسی به وایاست دا هیواد به سعودی عربستان وي چی د اسلام مرکز او حرمین هلته دي. نه، هغه چیري. ایران به ښیاست چی د اسلام ټیکه دار ځان بولی. نه، هرګز نه. تاسی به فکر کوی چی پاکستان به چی د اسلام کلا ځان ګڼي ددغو مظلومانو ږغ پورته کړی وي. نه، هیڅکله نه. ترکیه چی ځان د اسلامی نړي مشرۍ ته جوړوي، ښایي فکر وکړی چی دغه شرمښ ته به یی ښکر ورښکاره کړی وي. نه، داسی نه ده. افغانستان هم نه دی چی منمار ته به یی خپله سره سترګه ورښکاره کړې وي چاچی د اسلام په دفاع کی په دیرشو کالو کی د نړۍ دوو سترو طاقتونو ته د سر په کاسه اوبه ورکړیدي.

د برما د روهنګیایانو د مظلومیت ږغ داسی یو کوچني غریب مسلمان هیواد جګ کړ چی د نړۍ ډیر مسلمانان یی نه پيژني. دا هیواد ګمبیا دی. په افریقاکی پروت یو ترټولو کوچنی هیواد چی لس زره کیولومترمربع مساحت او تر دوه ملیون لږ نفوس لري. دغه ډیر کوچنی، غریب تورپوستی هیواد د هاګ نړیوالی محکمی ته عرض وکړ او د منمار (برما) پر حکومت یی رسما په هغه هیواد کی د حکومت لخوا د اقلیت مسلمانانو د قتل عام (جنوساید) دعوه قایمه کړه. د حق دغه ږغ دومره عظیم او مهیب وو چی د برما مشره (آن سان سوچی) یې چی د سولی د نوبل جایزه یی اخیستې وه، محکمی ته راکش کړه. هغی په ۱۰ دسمبر ۲۰۱۹م کی په محکمه کی د خپل فوج د کړنو دفاع وکړه. خو ګمبیا یی په مقابل کی ودریده او د ټولی نړۍ بیدار وجدان یی پر هغی وخنداوه. هغه تحقیر سوه او هغی ته د نوبل د جایزی پر ورکولو هم سؤالونه راپورته سول. د محکمی ۱۷ قاضیانو په ۲۳ جنوری ۲۰۲۰م په اتفاق حکم صادر کړ چی د منمار حکومت دي د نړیوال عدالت د تأمین په منظور په هغه هیواد کی د روهنګیانو زورول فورا بند کړي او د خپل اجراآت راپور دی په دوو میاشتو کی محکمی ته وړاندي کړي. یوه کمیته د یو مسلمان قاضی په مشرۍ وټاکل سوه چی د محکمی دغه فیصله تعقیب کړي. فاعتبروا یا اولوالاباب

===== فاروق اعظم، لندن ۲۷ جنوری ۲۰۲۰م =====