حی علی الفلاح

دوکتور فــاروق اعــظم
۲۰۱۷/۱۰/۲۴

یوه میاشت مخکي حکومت په افغانستان کی شیعه شخصي ملیشو ته د عاشوری دمراسمو د ښه تأمین او تنظیم په نوم نظامي تربیه ورکړه او دولتي وسلي یې ورته توزیع کړې. څرنګه چی حکومت په جنګي حالت کی او سراسیمه دی، هرڅه ته د نجات په هیله لاس اچوي. دغه مزمن ناروغ د هر کوډګر جادو او د هر چالاک منتر ته د امید سترګي نیولي او کږه غاړه ورسره روان دی. حتما کوم چالاک او د لویو نقشو حامل مشوره ورکړیده چی راسئ د عاشوری د ورځو د امنیت د خوندي کولو مسؤلیت خپله شیعه ګانو ته وسپارو چی خپل امنیت خپله ونیسي؛ فقط موږ به هغوی ته نظامی تربیه او لازمه وسله ورکړو.  په دی ډول به موږ ددوی د امنیت د تأمین له مسؤلیته خلاص سو او یا حداقل مسؤلیت به مو سره شریک وي او د کومي واقعی په صورت کي به پر موږ انتقاد یا مظاهره نه سي کولای. دلته څو خبري‌ دي:

  • د خلکو د امنیت تأمین د دولت دنده ده. دغه چی حکومت ومنله چی د یو شمیر تکیه خانو د امنیت د خوندي کولو څخه عاجز دی، حکومت خپله خپل شرعي او قانوني حیثیت متضرر کړ. دلته حکومت تر مادي ګټي معنوي تاوان ډیر وکړ. 
  • دولت کولای سو چی د تکیه خانو د امن د تأمین لپاره خپل پولیس چی څومره ضرورت وو ډیر کړي وای. د موجوده دولت په امنیتي تشکیلاتو کی ددغه ډول امنیتي پرسونل هیڅ کمی نسته. خو دا کار یی ونه کړ او له خپل بنیادي مسؤلیته یی ځان وکیښ. پر دی خبره دلته بحث نه کوو چی دغو لنډغرو ملیشو په دغو دولتی وسلو او صلاحیت څه وکړه او عام افغانان یی څومره آزار کړل. مهمه خبره داده چي هغوی د حکومت مشروعیت ته لویه صدمه ورسول.

 

  • په یمن کی چی اکثریت نفوس یې سني مسلمانان دي، اول سر همدغسي وسوه لکه اوس چی په افغانستان کی کیږي. دولت د شیعه ګانو د عبادتګاهو د امنیت د تأمین په منظور شیعه شخصي ملیشې مسلح کړې. دولت خوښ وو چی شیعه ګان خپل امنیت پخپله ونیسي. ایران پټ خپل نظامي مشاورین، سړي او وسله وراستول او دغه حرکت یی د یمن د دولت تر چتر لاندي ښه وروزه. کرار کرار شیعه ګان د دولت لخوا په ښکاره او د ایران لخوا په پټه په وسله، پلان او نظامي تربیه ښه تقويه سول. پسله ډیر منظم کار، بالاخره شیعه ګانو دومره قوت په ځان کی وموند چي پر دولت یې ور حمله کړه؛ لومړی یی د بحر څنډي ونیولی چی له ایران څخه د وسلو، سړیو او لوجیستک د رسیدو لار ورته خلاصه وي.‌ بیا یې پایتخت (صنعاء) او د یمن هیواد یو شمیر مهم ښارونه ونیول. جمهور رئیس (عبد ربه منصور هادي) او کابینه یی سعودي عربستان ته فرار سول. له همهغه وخته (وږی ۱۳۹۳هش) تراوسه یمن په یو لوی تکلیف اخته او د تباهي سره مخ دی.
  • امریکایانو په عراق کی شیعه ملیشی د سنیانو په مقابل کی تقویه کړی او ایران ته یې موقع ورکړه چی د صدام حسین د طرفدارانو د ځبلو په نوم سنيان چی یونیم زر کاله یی پر عراق حکومت کړی وو، له پښو وغورځوي. امریکا او ایران په ګډه په عراق کي سني عرب سخت وځبل. اوس د عراق حکومت د امریکایانو له برکته د ایران پلوه شیعه ګانو په لاس کی دی او سنیان یې بالکل له سیاسي صحنې ایستلي دي. 

 

  • په عراق کی کردانو چي سني مسلمانان دي، د امریکا سره د صدام حسین د رژیم په راغورځولو کی مرسته وکړه. همداراز، کردانو د امریکا په غوښتنه په بغداد کی د ایران د طرفدار شیعه حکومت سره له ۲۰۰۳م راهیسي همکاري کړیده. خو اوس ایران چي په عراق کی یې پښې ښه ټینګي کړېدي، د عراق په حکومت کردان وهي. د عراق او ایران فوجونو د کرکوک ښار چی د تیلو لوی ذخائر لري، له کردانو ونیو او پرمخ روان دي. امریکا د ایرانیانو لخوا دخپلو پخوانیو انډیوالانو (سني کردانو) د قتل عام ننداری کوي. د کردانو مشر مسعود بارزاني د کردانو د نسل وژني د خطر زنګ وواهه. 
  • د ایران د فاطمیون فوج په عراق، سوریه او یمن کی په زرو افغان شیعه ګان د ایران تر بیرغ لاندي د ایران د اهدافو لپاره جنګوي. دا موضوع داخلي او بهرني رسنیو، د مشرانو جرګې رئیس ښاغلي فضل هادي مسلمیار، وکیلانو او د دولت ځینو چارواکو په شخصي توګه یاده کړی او د شیعه ګانو پر تکیه خانو یې د داعش د حملو مهم سبب بللې ده. خو افغان حکومت کمزور دی، یا یی ملي دنده نه ګڼي او یا ورته هدایت نه دی سوی چی ددغه مسئلې پوښتنه او مخنیوی وکړي. یو شمیر سیاسي مبصرین ویره لري چی فاطمیون به د افغان دولت په مرسته چي شیعه ګان مسلح کوي، په افغانستان کی د یمن او عراق نقشې عملي کړي. دوی وایي چي فاطمیون همدا اوس ښه کافی شمیر په نظامي تربیه سمبال افغان شیعه ګان لري. که حکومت همدغسي روان وي، په یوه شنه اشاره ښایي افغانستان کی د عراق، سوریې او یمن غوبل جوړ سي. د اور بڅرکي یی همدا اوس دلته رارسیدلي دي.

 

زه نه وایم چی په افغانستان کی به د یمن یا عراق وضع حتما تکرار سي، داځکه زما د افغانستان د شیعه ګانو پر وطندوستۍ یقین دی؛ خو د یمن او عراق ترخې تجربې زموږ مخته پرتې دي.