مـــرامـــنامـــه

۲۳/۸/۲۰۱۱

په داسې حال کې چې:

  • زموږ پر هیواد بهرني ځواکونه مسلط دي؛
  • په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو د حرص، مضر رقابت او بالنیابه جنګ سره مخ یو؛
  • افغان ولس د جنګ، بیعدالتۍ، اداري فساد او کمزوري حکومت څخه سخت ځوریږي؛
  • تر ۳۰ کاله ډیر زموږ ولس خپلو او پردو په مختلفو خوږو نومونو زهیر کړیدی چې د هغه په نتیجه کې اوس، ولس د بې باورۍ، فکري تشتت او د خودۍ د بحران سره مخ دی؛
  • مسلسلو بهرنیو لاسوهنو زموږ ملي تفاهم او ملي وحدت متضرر کړی او د ملي زعامت رامنځته کیدل یې ستونزمن کړیدي؛
  • داخلي او خارجي ناوړه مسلطو شرائطو زموږ ولس له هره لحاظه وروسته پاته ساتلی، په معنوي انحطاط یې اخته کړی او د پردو لاسته یې په کتلو آموخته کړیدی.  دا سبب دی چی اوس دا اصل چی پردي موږ ته د خپلو ګټو لپاره راځي او هم دا اصل چی موږ د خپل کور مالکان یو او موږ به یی ساتو او سمبالوو به یې، ډیر کمزوره شویدی؛
  • زموږ د هیواد جغرافیائي موقعیت چې د تمدنونو د څلورلارې په توګه دی، ددې پرځای چې زموږ، د سیمې او نړۍ په ګټه کار ځینې واخیستل شي ځینې وخت زموږ د چارواکو د کمزورۍ او ځینې وخت دلیرې او نژدې قدرتونو دحرص په نتیجه کې د ستونزو سره مخ شوی- هم یې موږ او هم یی نورو ته زیان رسیدلی دی؛

د افغانستان د سوله ايز بدلون ټولنه د لاندې هدفونو د تحقق لپاره کار کوي:

۱.                    افغانستان یو اسلامی هیواد او د امت مسلمة برخه دی. اسلام زموږ د ټولنې روح، د ملي وحدت رمز او د استقلال متضمن دی. د دولت هیڅ قانون یا اجراآت د اسلام د احکامو خلاف نشی کیدای .

۲.                   په هیواد کې قانون واکمن، په دولت کې ولس په پراخه توګه تمثیل او ټولنیز عدالت تأمین شي.

۳.                   افغان ولس پخپل حقوق او ملي ارزښتونو پوهول او په دې ډول د خلکو ټولنیز او سیاسی شعور لوړول.

۴.                   په هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره منځګړیتوب او د ولسي خیرښیګڼې د تأمين لپاره کار کول.

۵.                   د افغانستان د سیاسي استقلال د اعادې په منظور سیاسي او ټولنیزه مبارزه کول - ولس پر یو روښانه فکري محور راټولول، خودي او د کور د مالکیت حس پکښې تقویه کول، ادرس (ملي زعامت) او د استدلال ژبه ورته پیدا کول.

۶.                   په سوله ايزو لارو د يو داسې باثباته دولت لپاره کار کول چې د افغان ولس وسيع اکثريت يې خپل وګڼي، پرې مطمئن وي او ملاتړ يې وکړي او هغه کسان چې مینه نه ورسره لري ځانونه دومره له نظامه تجرید احساس نکړي چې د ړنګولو لپاره یې ټوپک پسې راپورته کړي.

۷ .                   د فساد څخه د خلاص او مؤثر دولت د رامينځته کيدو او د عدالت د تامین لپاره مؤثرې لارې تجويزول او که ضرورت شي د دولت د مقرراتو مطابق سوله ايز فشار واردول.

۸.                   په سوله ایزو لارو او د ټولنیزو فشارونو په ذریعه د حکومت اصلاح اویا بدلون. 

۹.                   د ګاونډیوهیوادونو سره د ښو اړیکو د ساتلو، په سیمه کې د هغوی د روا ګټو د په نظرکې نیولو او هم د هغوی د حرص د مخنیوي په منظور په ولس کې د عامه پوهاوي خپرول.

۱۰.                  په افغان ولس کې دا پوهاوی خپرول چې افغانستان یو ناپېیلی هیواد او د نړيوالې ټولنې مهمه برخه او فعال انډيوال دی.

۱۱.                   اقتصادي پیاوړتیا د سیاسي ثبات لپاره اړینه ده نوځکه موږ د یو داسې اقتصادي نظام لپاره هلې ځلې کوو چې په هغه کې دولت او اتباع دواړه پخپل ځای کې د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار وکړي. پدې ډول اقتصادي نظام کې شخصي تشبثات د دولت د ترجیحاتو په رڼا کی ملي اقتصاد ته وده ورکوي.

۱۲.                  افغانستان یو زراعتي هیواد او د نفوس وسیع اکثریت یې مستقیما په دغه سکتور پورې تړلی دی. دکرنې او مالدارۍ وده، پر دغه سکتور د ولاړو صنعتونو تقویه کول او اړونده خدمات مهیا کول باید ددولت له لومړیتوبونو څخه وي.

۱۳.                 د اوبو له منابعو څخه ګټه اخیستل، شاړې مځکې خړوبول او بې مځکو بزګرانو ته مځکې ورکول ددولت له مهمو دندو څخه دي.

۱۴.                  د ملي وحدت او اقتصادي ودې په پام کې نیولو سره تر یو منظم پلان لاندې د کوچیانو میشته کول باید ددولت له ترجیحاتو څخه وي. 

۱۵.                  وطن ته د افغان مهاجرینو بیرته راستنول او هغوی پرخپل یا بل مناسب ځای میشتول باید ددولت مهمه دنده وي.  

۱۶.                  د اقتصادي ودې او د ولس د هوساېنې په منظور د اوبو، لمر او باد له انرژئ څخه ګټه اخیستلو ته ددولت جدي توجه راجلبول.

۱۷.                  افغانستان د مځکې لاندی زيرمو له اړخه ډیرغني هیواد دی. ددغو زیرمو راسپړل حیاتي دي او تر ډیره حده باید له هغو څخه دخپل صنعت په انکشاف کې کار واخیستل شي. دې هدف ته ددولت د پاملرنې را جلبول.

۱۸.                 افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا او هم د چین او خلیج ترمنځ د څلورلارې حیثیت لري. زموږ دغه موقعیت که سم استعمال شي، هم زموږ او هم د سیمې د امن او سوکالئ ضامن جوړیږي. دا د دولت له لومړنیو دندو څخه ده چې ژرترژره زموږ د شمالي او جنوبي ګاوندیانو د نښلولو په منظور په نړیوال معیار ترانسپورتي لارې جوړې کړي.  د نورو لارو جوړول چې زموږ تولیدي مراکز له دغو لویو لارو سره ونښلوي زموږ د هیواد د اقتصادي ودې لپاره ضروري دي.

۱۹.                 دې ټکي ته ددولت د پام رااړول چي فقر د انسان عزت، همت، دین او د هیواد استقلال ته لوی ګواښ دی. دولت ترخپله وسه هغه کسانو ته چې د کار توان لري د کار د پیدا کولو مسؤل دی. بیکاري په هیواد کې د زراعت او صنعت په ودې سره له منځه ځي.

۲۰.                  د یوې ټولنې خوښي او اطمینان د ټولنیز عدالت په تأمین کې نغښتي دي. د شریعت په تطبیق سره د ظالم لاس له مظلومه لنډول،       قانون پر ټولو اتباعو یو ډول پلي کول، د خوار او بډای او د کلیوال او ښاري ژوند ترمنځ واټن کمول د دولت دنده ده. دغو مسئلو ته ددولت پام ورګرځول.

۲۱.                  علم الهی نعمت او د هیواد د هرفرد حق دی - که نر وي که ښځه. ددې رڼا خپرول ددولت له فرائضو څخه دي. دولت د علم د   رڼا د متوازنه خپرولو مسؤل او په هغو سیمو کې چې په تیرو دیرشو کالو کې د جنګونو په سبب ډیر متضرر شویدی باید خاصه توجه وکړي. ضروري تعلیم هر فرد ته مهیا کول ددولت دنده ده او د نورو زده کړو، کسب او هنر د غوړیدو لپاره زمینه باید مساعده کړي.

۲۲.                  د معلوماتو شریکول او د بیان آزادي د ولس د ترقۍ او د نظام د ودې ضامن دي. پدې حقیقت باندې ددولت قانع کول.

۲۳.                 فوځ د افغانستان د جغرافیائي او عقیدوي حدودو د دفاع لپاره دی او په همدې روحیه تقویه کیږي او تجهیزیې باید له آزاد بازاره ترسره شي.

۲۴.                 په تیرو دیرشو کالو کې زموږ د بې غوریو او د پردو د لاسوهنې په نتیجه کې زموږ ملي وحدت او ولسي تفاهم ته ستر زیان رسیدلی دی.  متجاوزو لویو طاقتونو په ښکاره زموږ د مختلفو قومونو ترمنځ د تاوتریخوالي لپاره کار کړیدی او زموږ ګاونډیانو نه یوازې خپل جغرافیایي سرحدات راوړاندې کړي بلکه خپل کلتوري، عقیدوي او فرهنګي حدود یې هم رامخته کړیدي. دا سرحدات باید بیرته خپل اصلي ځای ته ولاړشي او هغه ټول عوامل باید له منځه یوړل شي چې بیا ددغسې یو ناورین  درامنځته کیدو خطر ترې محسوسیږي. په نړۍ کې به ډیر کم داسې یو هیواد وي چې له یوه قوم اویوې قبیلې څخه جوړ وي. افغانستان هم مستثنی ندی. په افغانستان کې مختلف قومونه ددې چمن رنګارنګ ګلان دي. ستونزه دا نده چی رنګارنګ ګلان ولې دلته دي او یا که ټول یو رنګ ګلان وای نو دا چمن به ښه ښکاره کیدلای، بلکه زموږ مشکل د ښه مالیار او ملي زعیم نشتوالی دي. یو شجاع، مدبر، عادل او دلسوزه ملي زعیم په کار دی چې د وطن ګلان په ښه نظم او ترتیب سره و اوډي.

پای

۲۰۱۱/۸/۲۳