دافغانستان سوله اېز بدلون
۲۰۱۱/۸/۲۳

بسم الله الرحمن الرحيم

د افـغـانـسـتان د اوسني کړکېچ سـياسي حــل

سریزه:

دافغانستان جمهور رئیس ( د اساسي قانون د ۶۴ مادې له حکم سره سم) یا د ملګرو ملتونو مؤسسه، یا داسلامي کنفرانس سازمان یا کوم بل بدیل واکمن ارګان لویه جرګه راغواړي ترڅو د افغانستان د غمیزې د سیاسي حل  لپاره ددې وړاندیز مطابق لاره هواره کړي.

د بې طرفه، متعهدو او د اعتماد وړ افغانانو یوې ډلې ته موقع ورکړل کیږي ترڅو د منځګړیتوب لپاره ددریمې ډلې په توګه د سولې مرکچی هیئت جوړ کړي. د سولې مرکچي هیئت ددولت او د وسلوالو مخالفینو ترمنځ منځګړیتوب کوي او مستقیمو او بې قید و شرطه خبرو ته لاره هواروي. داخبرې به په افغانستان کې تلپاتې سوله راوړي او د سیمې او نړۍ ګټي به د افغانانو دګټو سره همږغي کړي.

دافغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه دغه لازمه تجربه لري چې د سولې مرکچي هیئت رول په غاړه واخلي. ډاکټرفاروق اعظم چې د دې حرکت مشري په غاړه لري یو پیژندل شوی او دروند افغان دی او د ۱۹۹۳ کلونو په اوږدوکې د جنګي تنظیمونو ترمنځ د منځګړیتوب زیاته تجربه لري او د ډیرو افغانانو په ذهن کې دده دهغې دپلوماسۍ هڅې تازه دي چې په افغانستان کې د ثبات لپاره یې د سیمه ایزو طاقتونو د رول په اړه ترسره کړې وې.  د نوموړي هغه هڅه چې په ۱۹۹۸ کې یې د سعودي عربستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړ پدې دلالت کوي چې نوموړي د منځګړیتوب لپاره بین المللی تجربه هم لري. د ولسمشر حامد کرزي، د سولې د عالي شورا له مشر استاد رباني، د طالبانو او اسلامي حزب له مشرتابه سره د نوموړي وروستۍ کتنې دا ښيي چې نوموړی ټولو هغو خواوو ته په آسانه وررسیدلای شي چې د افغانستان په قضیه کې دخیل دي. ذیدخلو اړخونو ته لاسرسۍ، د اعتماد او احترام وړسیاسی او ټولنیز موقف او د منځګړیتوب د مهارتونو درلودل هغه پانګې دي چې د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه یې لري او باید په جنګ ځپلي افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره ترې کار واخیستل شي. دافغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه په هیواد کې دننه او له هیواد څخه بهر له زرګونو افغانانو سره تر سلا مشورو وروسته لاندې فورمول جوړ کړیدی ترڅو ټولو خواؤ ته د منلو وړ یو جوړښت رامنځته شي او په هغه باندې مذاکره وشي.  

دا فورمول د تیرو لسو کلونو لاسته راوړنې ساتي، د افغانستان د وسیع او غوڅ  اکثریت د اوس او راتلونکي مشروع ګټې په پام کې نیسي او د سیمه ایزو او نړیوالو طاقتونو مشروع ګټو ته درناوی کوي.  برسیره عمومي او مشخصو اهدافو ته په پام سره، لاندې قدمونه پیشنهادیږي:

دلویې جرګې د جوړولو لپاره لومړني ګامونه

  1. د سولې د هیئت جوړیدل:

د لومړي ګام په توګه، جمهور رییس حامد کرزی یا دده په نیابت د سولې عالي شورا د افغانستان دسوله ایز بدلون له ټولني څخه غواړي چې د حکومت او د وسلوالو مخالفینو ترمنځ منځګړیتوب وکړي. د افغان حکومت یا د سولې دعالي شورا لخوا دشین چراغ له ترلاسه کولو وروسته، د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه د سولې یو هیئت جوړوي ترڅو د وسلوالو مخالفینو سره تماس ونیسي او له هغوي څخه هم د وړاندې تګ نښه (شین څراغ) ترلاسه کړي.

 

  1. د اعتماد فضاء جوړول:

ددویم ګام په توګه، دسولې هیئت د افغان حکومت او دوسلوالو مخالفینو ترمنځ د اعتماد د فضاء د رامنځته کولو لپاره کارکوي او دواړه طرفونه د خبرو د پیلولو لپاره موافقه کوي. داکار پخپله په لاندې اساسي مرحلو کې خلاصه کیږي:  

  1. د یو او بل په وړاندې هرډول ناوړه پروپګنډا پای ته رسول کیږي او  منفي  الفاظ او حرکتونه د سولې او پخلاینې په الفاظو او حرکتونو بدلیږي.
  2. د حسن نیت د ښودلو په توګه د افغان حکومت لخوا یوشمیر سیاسي بندیان خوشي کیږي. 
  3. د ښه نیت د ښودلو په توګه د وسلوالو مخالفینو د یوشمیر مشرانو نومونه له تور لیست څخه ایستل کیږي او هغه جایزې لغوه کیږي چې د هغوی د نیولو یا وژلو په برخه کې د معلوماتود ورکولو په مقابل کې اعلان شویدي.

 

  1.   د مخامخ خبرو پیل
    1. مستقیمې او بې قیدوشرطه خبرې: د سولې هیئت په منځګړیتوب د حکومت او وسلوالو مخالفینو د باصلاحیته استازو ترمنځ مستقیمې او بې قید و شرطه خبرې پیل کیږي.
    2. بین الأفغاني کنفرانس: ددې خبرو په ترڅ کې دیوه بین الأفغاني کنفرانس د جوړیدو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ توافق رامنځته کیږي.
    3. د وسلوالومخالفینو لپاره آدرس: افغان دولت د سولې د عالي شوری په نوم د خبرو لپاره خپل ادرس لري. اوس، مسلحو مخالفينو ته د ادرس د پيدا کيدو عاجل ضرورت دی. ددغه ادرس تر ټولو ښه ځای د افغانستان په داخل کې (له کابل پرته) د یوې سیمې ټاکل دی. د سولې د عمليې د پرمخ بيولو او د هيواد لپاره د عملي ثبات د لارې د موندلو په منظور کيدای شي يو ولايت (مثلا هيلمند) ددې وړانديز مطابق د سولې د فعالیتونو د مرکزپه توګه غوره شي. ددغه ولایت والي د سولې دهیئت د مشر په وړانديز د دولت د جمهور رئيس لخوا ټاکل کيږي او د افغانستان د اساسي قانون او ددولت د مقرراتو مطابق کار کوي خو پخپل کار کې مستقل دی. افغان دولت، ناټو او مسلح مخالفین تعهد کوي چې په دغه ولایت کې هیڅ ډول نظامي فعاليت نکوي او له دغه ولایت څخه په نورو ولایاتو کې د نظامي فعالیت لپاره کار نه اخلي. دا ولايت د سولې سيمه، د سولې کور او د هيواد لپاره د سولې د راتلو او مذاکراتو مرکز دی.  ددولت مامورين او مسلح مخالفین دلته په ډاډه زړه بيله کوم تهديده غيرمسلح اوسيږي. نړيواله ټولنه په دغه ولايت کې د نوې ادارې له لارې د بياودانولو مرسته کوي. دا اداره کارونه اهل ته سپاري او د اداري فساد، نا امنۍ او د مخدره موادو د توليد مخه نيسي.

 

  1.    بین الأفغاني کنفرانس:
  1. د سولې د هیئت لخوا د اسلامی کنفرانس او ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د سولې په کور کې یو بین الأفغاني کنفرانس جوړیږي. 
  2. په بین الأفغاني کنفرانس کې دافغان دولت استازي، د وسلوالو مخالفینو استازي، دمدني ټولنې استازي، همدارنګه دافغانستان سوله غوښتونکي سیاسي، ټولنیز، مذهبي او معنوي شخصیتونه ګډون کوي.
  3. بین الأفغاني کنفرانس د لویې جرګې د جوړیدو لپاره نیټه، ځای، د هیئتونو او غړیو شمیر، څرنګوالی، معیارونه او دهیئتونو د رابللو لپاره میکانیزم ټاکي.
  4. بین الأفغاني کنفرانس د لویې جرګې د جوړولو کمیټه رامنځته کوي چې دا کمیټه به د لویې جرګې د راغوښتلو صلاحیت لري.
  5. بین الأفغاني کنفرانس پدې موافقه کوي چې د لویې جرګې ترجوړیدو وړاندې باید ټول سیاسي بندیان خوشي شي او ټول تور لیستونه له منځه ولاړ شي.
  6. د اوربند د کمیسیون جوړیدل چې دلویې جرګې د جوړیدوپه درشل او پرمهال د افغان حکومت-ناټو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ اوربند اعلان، عملی او وڅاري. 

 

لویه جرګه

دلویې جرګې جوړیدل او دهغې فیصلې

  1. لویه جرګه د لویې جرګې د کمیټې لخوا د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولني، اسلامي کنفرانس اوملګرو ملتونو په مرسته جوړیږي چې دا به د افغانستان  جګړه عملا پای ته ورسوي.
  2. په لويه جرګه کی د افغان ولس د ټولو قومی، مذهبی او ټولنيزو پوړونو او همدارنګه د ټولو متخاصمو، مطرح او معتنابه سياسی او مدنی ډلو او ټولنو استازي په متناسبه کچه ګډون کوي.
  3. لویه جرګه د تلپاتې سولې د راوستلو، د یوه مستقل، با ثباته، متحد او پرمخ تلونکي افغانستان د جوړولو لپاره په اساسي قانون کې لازم تغییرات راولي. 
  4. لویه جرګه یو باصلاحیته کمیسیون تر شا پریږدي چې د اساسي قانون د تفسیر چارې ترسره کړي ترڅو د ابهاماتو د رامنځته کیدلو مخنیوی وکړي.
  5. لویه جرګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش او میکانیزم ټاکي او که د ناټو د عسکرو پرځای د اسلامي کنفرانس د غړیو هیوادونو د ځواکونو راتګ لازم وګڼي پر هغه هم بحث کوي او میکانیزم ورته جوړوي.
  6.  لویه جرګه د افغانستان د راتلونکو حیاتي مسئلو په اړه تصامیم نیسي لکه راتلونکی افغان ولسمشر، راتلونکی پارلمان، ولایتي او د ولسوالیو شوراګانې او ددغو شوراګانو د رامنځته کولو لپاره نیټه او میکانیزم.
  7. لويه جرګه د دریو کالو لپاره د يوه لنډمهاله حکومت د جوړيدو په اړه پريکړه کوي او دهغه مشر ټاکي.  ددولت برحال رئيس د لويې جرګې په مخکې خپل واک نوي ټاکل سوي مشرته سپاري او هغه پخپل وار اسلام، هيواد او اساسي قانون ته د وفادارۍ لوړه کوي.
  8. د لوړې ترمراسمو وروسته، لویه جرګه رخصتیږي او پخپل ځای ممثل پارلمان پریږدي چې له هرولایت څخه به درې تنه استازي پکې برخه ولري (یو مذهبی مشر، یو قومي مشر او یو تکنوکرات).  نوی ولسمشر خپله کابینه و ممثل پارلمان ته د منظورۍ لپاره وړاندي کوي. 

 لنډ مهاله دولت

  1. لنډمهاله حکومت د ملي وحدت په روحیه د بې طرفو او متخصصو اشخاطو څخه جوړ دی.
  2. لنډمهاله حکومت ائتلافي ندی؛ مشر او غړي یې د کومې ځانګړې افغاني ډلې پورې تړاو نلري؛ د کومې ډلې یا هیواد د ګټو استازیتوب او پالنه نه کوي او د کومې افغاني ډلې یا کوم بهرني هیواد سره دښمني نه لري.
  3. لنډمهاله حکومت د کومې افغاني ډلې یا بهرني هیواد په طرفدارۍ یا مخالفت کار نه کوي، بلکه د افغانستان ملي ګټو ته متعهد دی.
  4. لنډمهاله حکومت متعهد دی چې د بهرنیو هیوادونو په چارو کې به مداخله نه کوي او نه به چاته اجازه ورکوي چې دافغانستان خاوره د کوم بل چا پرضد وکاروي. بلکه افغانستان د سیمې او نړۍ په ثبات او پرمختیا کې خپل رغنده رول لوبوي.
  5. ګاونډي هیوادونه تعهد کوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ددې ډول تعهد تضمین کوي او که چیرې کوم هیواد له دې تعهد څخه سرغړونه کوي نو ملګري ملتونه ورباندې بندیزونه لګوي.
  6. افغانستان د یو مستقل هیواد په توګه د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی دی.  نړیواله ټولنه د افغانستان د استقلال درناوی کوي او لنډمهاله حکومت په رسمیت پیژني.
  7. لنډمهاله حکومت د افغانستان د پرمختیا او ثبات لپاره پنځکلن پلان جوړوي. نړیواله ټولنه د افغانستان د راتلونکي انکشاف سره تعهد کوي او له دې هیواد سره خپلو اقتصادي مرستو ته ادامه ورکوي.
  8. بهرني ځواکونه د منل شوي مهالویش له مخې له افغانستان څخه وزي.  ناټو د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. په هرصورت افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد دفاع او امنیت پخپله غاړه اخلی.
  9. لنډمهاله حکومت د اسلامي کنفرانس او ملګرو ملتونو په مرسته هغه شرایط برابروي چې په ترڅ کې یې په بهر کی افغان مهاجرین او په داخل کی بیځایه شوي کورنۍ خپلو ځایونو ته ستانه شي.
  10. لنډمهاله حکومت ټولې درنې وسلې راټولوي او سپکې وسلې د اجازه لیکونو په وسیله ځینو ته ورپریږدي. ټول هغه وسلوال کسان چې اوس د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې جنګیږي افغانستان پریږدي، هغه کسان چې غواړي په افغانستان کې پاتې شي، د افغانستان د قوانینو، د  جینیوا د۱۹۵۱ کنوانسیون او نورو نړیوالو قوانینو له مخې چالچلند ورسره کیږي.
  11. افغانستان د اسلامی کنفرانس د سازمان غړی دی او ددغه سازمان په مرسته د افغانستان او اسلامي نړۍ د علماوو په ګډون یو کاري ګروپ جوړوي چې لنډمهاله حکومت ته په ځینو حساسو مسایلو لکه د ښځو ښوونه او روزنه، د ښځو حقوق، حجاب، د معاصرو علومو زده کړه، د افغاني کلتور او میراثونو ساتنه او نورو په اړه مشوره ورکړي.
  12. لنډمهاله حکومت د اساسی قانون له مفاداتو سره سم او د اسلامي کنفرانس د سازمان او ملګرو ملتونو په مرسته د نوي ولسمشر، پارلمان، ولایتي شوراګانو او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره انتخابات ترسره کوي او واک نوی منتخب ولسمشر ته سپاري.
  13.  لنډمهاله حکومت مشر (ولسمشر)، وزیران، د سترې محکمې لوی قاضیان، او لوی څارنوال نشي کولای په راتلونکي لومړني منتخب حکومت کې د ولسمشر، وزیر، د سترې محکمې د رئیس او لوی څارنوال په توګه کاروکړي.

پای