د افـغــا نـســتــان د ســولــه ايـز بـدلــون ټـولـنــه


۲۳/۸/۲۰۱۱

زمونږ دریځ

درنو وروڼو او همکارانو!
سلامونه

په لاندې کرښوکې به ولولۍ چې د ځینو مهمو مسلو په اړه زمونږ (په حقیقت کې ستاسې) د حرکت موقف څه دی؟

احتمالا زمونږ حرکت په افغانستان کې یوازینۍ مخکښ ټولنیز- سیاسي سازمان دی چې ملت او ولس ته یې د عملي کاري پروګرام ترڅنګ یوواقعی دریځ او پلاټ فورم وړاندې کړیدی. زمونږ مرکزي دفتر په کابل او څانګې یې په ولایتونو کې دي. زمونږ فورمول چې په عیني واقعیتونو ولاړ او دیوه روښانه راتلونکي هیلې له ځانه سره لري، په ټوله نړۍ کې د دوه زره افغانانو سره ترسلا مشورو وروسته جوړ شویدی. هیچا هم د افغانانو سره پدې موخه پداسې پراخه حوصله سلا مشوره نده کړې چې زمونږ دنن ورځې ستونزې څه دي او څه ډول باید حل شي.

مونږ خپل ولس ته دا لیرلید (ویژن) او تصور ورکړی چې مونږ کومې خواته او چیرته ځو؟ دا معلومات او فورمول په انټرنیټ کې په بدلون ویب پاڼه کې پراته دي. مونږ خپلو خلکو ته د خودی او د خپل کور د مالکیت احساس ورکوو کوم چې ډیر سخت متاثر شویدی. مونږ خپلو خلکو ته دا احساس ورکوو چې مونږ دکور مالکان یو، فرق نه کوي چې څومره بې وسه او غریب یو. زمونږ خلک اوس یوه ملی آدرس (زعامت) او د استدلال ژبې ته اړتیا لري چې ددوی لپاره خبرې وکړي، دا هغه څه دي چې مونږ یې ترسره کوو.

مونږ وایو، غرب د امریکا په مشرﺉ ، په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان باندې نه یوازی یرغل وکړ بلکه له جنګ وروسته حالت ته یې هم مناسب پلان نه درلود. همدا علت دی چې د بن کنفرانس ناکام شو. دا کنفرانس پدې کې پاتې راغی چې دیوه ښه او افغانانو ته دخدمت ګذار حکومت لپاره لاره هواره کړي؛ داسې حکومت چې دنړیوالې ټولنې یو د اعتماد وړ ملګری شي. په افغانستان کې هیڅکله دوامداره سوله نه وه راغلې مګر دا چې اکثریت افغانانو خپل ځانونه په هغه سیاسي نظام کې لیدلي و او دا هغه څه دي چې د بن کنفرانس یې په لاسته راوړلو ونه توانید. افغانانو کله هم داسې یو ضیق البنیاده د ډلګیو او تنظیمونو حکومت نه وو تجربه کړی کوم چې په بن کې رامنځ ته شو او د توکمونو او تنظیمونو منفور اشخاص په کې را غونډ شول. ددې خراب پلان پایله دا شوه چې افغانستان اوس هم غریب، د تریاکو په تولید متکي، اوپه بیلابیلو جبهو کې په جنګ کې ښکیل دی. د شورش او پاڅون په وړاندې مبارزه پدې کې پاتې راغله چې دافغانانو زړونه او ذهنونه خپل کړي.

ددې ترڅنګ، افغانستان به هیڅکله دوامداره سوله ترلاسه نکړي مګر دا چې ګاونډیان یې له مداخلې لاس واخلي. د بن کنفرانس، پدې کې هم پاتې راغی چې دافغانستان ګاونډیان دې ته وهڅوي چې دیوه نوي او سوله ایز افغانستان رامنځ ته کیدو ته اجازه ورکړي. په حقیقت کې د بن کنفرانس د ګاوڼدیو مداخلو ته نوره هم لار هواره کړه تردې چې اوس د امریکا او افغانانو ګټې په سیمه کی تهدیدوی.

ددې له امله چې دبن کنفرانس و نه توانید له افغانانو سره کړې ژمنې پوره کړي او بهرنۍ مداخلې بندې کړي، اوس یوه بدلون ته اړتیا ده ترڅو افغانستان یوې ښې راتلونکې ته سوق کړل شي. دا کار باید د سوله ایزو لارو ااو له تاوتریخوالي پرته چارو او دهیواد د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې ترسره شي. افغانانو ته باید موقع ورکړل شي چې راوړاندې شي او خپل ملی او بین المللی مسولیتونه ترسره کړي.

د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت پدې موخه رامنځ ته شوی چې د افغانانو، د افغانستان له ګاونډیانو او د نړیوالې ټولنې سره مرسته وکړي. دا حرکت ددې لپاره کار کوي ترڅو اطمینان ترلاسه کړي چې:

  1. په افغانستان کې د متحده ایالاتو حضور د یوه ملګري او همکار په توګه وي.

د شاه امان الله خان له وخته (۱۹۱۹) بیا د داود خان تروخته (۱۹۷۸) افغان مشرانو هڅه کوله چې په سیمه کې د امنیت او قدرت د توازن دساتلو او د افغانستان د اقتصادي ودې په خاطر د متحده ایالاتو همکاري راجلبه او ترلاسه کړي. خو متحده ایالات د افغانستان ددغه ډول غوښتنو منلو ته تیار نه وو. اوس امریکا خپله راغلی ده. که امریکا د افغانانو په دعوت راغلی وای نو ګاونډیانو به ویلای چی افغانستان زموږ امنیت تهدیدوی. اوس امریکا زموږ د ګاونډیانو په همکاری راغلی ده. دوی اوس نشی ویلای چی امریکا ولی دلته ده بلکه زموږ خبره لا پر سپره ده. بله داچی، ډیر افغانان فکر کوي چې په سیمه کې د امریکا او افغانستان د ګټو ترمنځ ټکر نشته او د دواو ترمنځ همکاري ددواړو په ګټه ده.

مګر غټ مشکل دادی چی اوس مهال د لوړ رتبه دولتي چارواکو په ګډون اکثریت افغانان فکر کوي چې امریکا په افغانستان کی د یوه یرغلګر، بادار او اشغالګر په توګه عمل کوي، نه دیوه ملګري اوهمکار په توګه. دا تصویر او انځور باید بدل شي. دا هغه مهال امکان لري چې ټول هغه افغانان چې په سوله او سوله ایز بدلون باور لري پر یوه داسې فکری محور او واقعي پلاټ فورم سره را غونډ شي چې دیوه مدبر، زړه سواندي او شجاع زعامت لرونکی وي. دوی دېته اړتیا لري چې یو رښتینی آدرس (زعامت) او دولس د آرزوګانو ترجمانه ژبه ولري چې له نړیوالې ټولنې سره خبرې او استدلال وکړای شي. د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت همدا کار کوی او دغه هدف ته د رسیدو په لار کی یی مهم ګامونه اخیستی دی.

  1. یو پراخ بنسټه (وسیع البنیاد) داخلی سیاسي جوړښت رامنځ ته شي.

فرض کړﺉ چې امریکا او ناټو له افغانستان څخه ووتل. افغانان به یو له بل سره څنګه معامله وکړي؟ کومه ډله به ددې وړتیا ولري چې ملي ګټې تشخیص، تعریف او ولس ته تشریح کړي؟ څوک به ولس ته دا اطمینان ورکوي چې ددوی کلتور، عزت اوددوی د اولادونو راتلونکی خوندی دی؟ او څوک کولای شي د افغانانو ملاتړ ترلاسه کړي چې ددوی سره په دې لاره کې ملګرتیا وکړي؟ افغان حکومت خپل مشروعیت دخلکو له اعتماد څخه ترلاسه کوي چې پدې ورځو کې له منځه تللی دی. دخلکو اعتماد او ملاتړ هغه وخت دحکومت په برخه وي چې حکومت خپلې ژمنې پوره کړي او هیواد له کورنی او بهرنی تهدیدونو څخه وژغوري. دا کار هغه وخت ترسره کیدای شي چې وطن خپلواک، قانون حاکم ، له فساد سره مبارزه ترسره او عدالت ته دمجرمینو په را کش کولوسره دعدم معافیت کلتور رایج شي. مونږ په افغانستان کې دیوه داسې حکومت د تاسیس لپاره کارکوو چې د ولس وسیع اکثریت یې ملاتړ وکړي او هغوی چې ملاتړ یې نه کوي دومره هم محروم نکړای شی او دومره هم فضاء ورباندې تنګه نکړای شي چې په حکومت پسې وسله راواخلي. په نړۍ کې هیڅ داسې حکومت نشته چې دخلکو ۱۰۰٪ ملاتړ ورسره وي او هرڅوک ترې راضي وي. بلکه هرځای اکثریت حکومت جوړوي خو پراقلیت باندې ظلم نه کوي او نه یې له یاده وباسي. اوس سؤال دادی چی کومه ډله یا حرکت به پدې وتوانیږي چې افغانان د اوسنی ګډوډ او نا څرګند حالت څخه راوباسي، هغوي ته یو روښانه تګ لوری ورکړي او هغوی دیوې روښانه او مخ په وړاندی راتلونکې په لوري رهبري کړي؟ د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت همدا کار کوي.

  1. ګاونډیان ښې ګوزاې او دوستانه اړیکو ته رابلل

افغانستان دداسې ګاونډیانو په منځ کې پروت دی چې اکثرا یو له بل سره متضادې ګټې لري او ددغه متضادو ګټو پرسر رقابت، په تیرو دیرشو کالو کی په افغانستان کی د یو بالنیابه جنګ په بڼه را څرګند شویدی. په افغانستان کی زمونږ د ګاونډیانو مضر رقابت نه یوازی افغانانو ته تاوان او ضرر رسولی دی، بلکه ځانونو ته یې هم زیان اړولی دی. مونږ څنګه کولای شو چې اوسنۍ نامطلوب حالت په همکارۍ بدل کړو او یا لږ ترلږه یی له ټکر او تصادمه وژغورو؟ که مونږ ددې وس نه لرو چې له ګاونډیانو سره دوستانه اړیکې ټینګې کړو، لږ تر لږه دا وس باید ولرو چې یو له بل سره په سوله کې ژوند وکړو. څرنګه چې مونږ زمونږ ګاونډیان او زموږ ګاونډیانو موږ نه یو انتخاب کړي، بلکه قسمت یو د بل څنګ ته واقع کړی یو چی باید سره و اوسیږو. نو ځکه هم باید داسې لارې چارې ولټوو چې یو له بل سره په شریکه په سوله کې ژوند وکړو. مونږ باید دا درک کړو لکه څنګه چې مونږ په سیمه کې مشروع ګټې لرو، همداسې زمونږ ګاونډیان هم په سیمه کې مشروع ګټې لري. دې ته اړتیا ده چې د ګاونډیانو مشروع ګټې وپیژنو، او دهغو خیال وساتو. مګر هیڅ هیواد ته باید اجازه ورنکړل شي چې حرص وکړي او یا افغانستان دخپلې استراتیژیکې سرمایې په توګه وګڼی. دېته اړتیا ده چې مداخله په همکارۍ بدله شي. افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ته درناوی کوي او ګاونډي هم باید دېته متعهد وي چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري. څنګه چې مونږ دوی ته اړ یو، دغسې دوی مونږ ته اړ دي. مونږ ډیر مشترکات او ګډی ګټې لرو نو له همدې امله باور لرو چې دیوه مدبر قیادت په لرلو سره مونږ کولای شو روان مضر رقابت په همکاری بدل کړو.

  1. افغانستان د یوه مستقل هیواد په توګه باید د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی او بیزنیس پارټنر وي

پداسې حال کې چې مونږ دهیچا غلامي نه منو، د یوه معزز او با وقاره ولس په توګه باور لرو چې افغانستان د نړیوال کلي یوکور دی. دا زمونږ په ګټه ده چې په سیمه کې د لویو طاقتونو ګټې تشخیص او له خپلو ملي ګټو سره یې همغږې کړو. مونږ باید لویو طاقتونو ته ووایو چې که له یوې خوا دا وړتیا لرو چې چې د تاریخ په اوږدو کې مو له خپل هیواد څخه په میړانه دفاع کړیده، دا ظرفیت هم لرو چې له دوی سره کینو، خبرې وکړو او دوه اړخیزې مشترکې ګټې پیدا او تعقیب کړو. مونږ باید همداراز خپل ولس پدې وپوهوو چې زمونږ ملي ګټې د نړیوالې ټولنې له ګټو سره په ټکر کې ندي، بلکه د تفاهم یوه مشترکه ژبه غواړي چې اوس مهال نشته. داسې یوې رهبرۍ او زعامت ته اړتیا ده چې دا ډول ژبه ولري او زموږ حرکت دغه ته کار کوی.

افغانستان یو سوله خوښوونکی هیواد او په سیمه کې چا ته تهدید نه دی. د برتانوي هند سره د افغانستان تاریخ ښیي چې افغانستان خپلې چارې پرته له دې چې برتانوي هند ته تهدید متوجه کړي، ترسره کولې. په همدې ترتیب افغانان هیڅکله شوروي اتحاد ته تهدید نه و متوجه کړی. همداراز افغانستان تل له ایران سره ښې اړیکې درلودې. همدارنګه کله چې په ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کلونو کې هند پرپاکستان حمله وکړه، افغانستان پاکستان ته تاوان ونه رساوه او پاکستان پخپل وار په ۱۹۸۰ کلونو کې په میلیونونو افغان مهاجرینو ته پخپله خاوره کې پناه ورکړه.

خارجیانو تراوسه افغانستان او افغانان ندي پیژندلي، او مکررا یې هڅه کړیده چې درک یې نه کړي. د افغانانو پیژندنه تردی زیاته پیچلی ده چې کوم خارجی یې دمنلو جرات وکړي. څرنګه چې برتانویان او روسان پدې ونه توانیدل چې په افغانستان کې بریالي شي، د متحده ایالاتو وسلوال ځواکونه به هم له ماتې سره مخ شي. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پدې وروستیو کې ویلي دي چې دوی به په افغانستان کې بریالي نشي، د ناټو مشر هم ویلي دي چې د افغانستان ستونزه نظامي حل نلري. امریکايي جنرال ډیوډ پیتریوس ویلی دی: (افغانستان د امپراتوریو په هدیره مشهور دی. مونږ دغه تاریخ ته سطحی نشو کتلای او نه یی خارجیان په آسانۍ سره فتح کولای شي). په ۱۹ او ۲۰ پیړۍ کې د برتانویانو او بیا وروسته د شورویانو تجربو وښوده چې دافغانستان د ثبات غوره او البته یوازینۍ لاره داده چې افغانان پیاوړي شي او یا لږ ترلږه اجازه ورکړل شي چې پخپله دخپل هیواد امنیت او اداره په غاړه واخلي. د تل په شان، که تاریخ ته وګورو، دا افغانان دي چې باید وروستۍ خبره وکړي، نه خارجیان. ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره باید بهرنیان د افغانانو څخه سیاسی او اقتصادي ملاتړ وکړي. دا ملاتړ به د نړیوالې ټولنې ګټې ترهغه زیاتې خوندي کړي چې دوی یې په نظامي لارو چارو خوندي کول غواړي.

افغانستان او نړیوالې ټولنې په تیرو لسو کلونو کې یو شمیر بریالیتوبونه ترلاسه کړیدي چې باید په هغو باندې نور هم کار وشي. نن اقغانستان د انتخاباتو یوه دیموکراتیکه پروسه لري، اساسي قانون لري، تقریبا شپږ میلیونه هلکان او نجونې ښوونځیو ته ځی، تر یوه درجن زیات پوهنتونونه دهیواد په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي، بریښنا او روغتیایی خدماتو ته لاسرسۍ کال په کال پراخیږي، میلیونونه افغانان مبایل ټلفونونه کاروي، او په سراسر افغانستان کې په زرګونو وړې یا متوسطی زیربنایي پروژې ترکار لاندې دي. دا لاسته راوړنې د بریالیتوب کلیدي بلاکونه جوړوي چی باید نورې هم سره یو ځای او غښتلی کړل شي. زراعت او د معدنونو کارخانو ته باید ډیره پاملرنه وشي ترڅو پدې توګه بیکاري چې د تاوتریخوالي یو مهم علت دی له منځه ولاړه شي.

افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډای او غني دی. مونږ د تیلو، طبیعي غاز، مسو، اوسپنې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او بیلابیلو منرالونو پریمانه زیرمې لرو چې باید سیمه ایزو او نړیوالو بازارونو ته د صادرولو په موخه استخراج شي. په لویه پیمانه په طبیعي زیرمو باندې پانګونه به مرسته وکړي چې دافغانستان اقتصاد وغوړیږي او کرار کرار به افغانانو ته اجازه ورکړي چې دخپل ملک دفاع او پرمختیا تمویل کړي. دافغانستان د طبیعي زیرمو د استخراج لپاره مرسته او ورسره زمونږ با انرژي او نوښتګر خلک و کار ته آماده کول او په کار اچول به بې له شکه زمونږ سره مرسته وکړي چې پرځان متکي او خودکفا شو. په استراتیژیکه توګه د افغانستان د بشري قوې او طبیعي زیرمو څخه ګټه اخیستل زمونږ د دولتي اقتصاد په وده کې مهم رول لوبوي چې باید په بشپړه توګه ګټه ترې واخیستل شي. افغانستان کولای شي د یوې څلورلارې په توګه سیمه ایزو او نړیوالو لوبغاړو ته د تجارت او طبیعي زیرمو په برخه کې مفید واقع شي. باید پوه شو چی افغانستان د وریښمو دلارې یوه حیاتي برخه او د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ دیوه پل حیثیت لري چې شرقي آسیا له غربي آسیا او د خلیج له هیوادونو سره نښلوي.

په تیرو لسو کلونو کې مونږ له خپلو ډله ایزو اشتباهاتو څخه یو څه درسونه زده کړيدی. مونږ باید فساد له منځه یوسو، اردو باید له تنظیمي او توکمیز حالت څخه راووزي او په ملي اردو بدله شي، حکومتداري باید ښه شي، او عدالت او حسابدهي باید رامنځته شي. افغانان کومه معجزه نه غواړي، بکله اصلاحات او بهبود غواړي. نړیواله ټولنه باید له جنګسالارانو، دبشردحقوقو د ناقضینو او دمخدره موادو له کاروباریانو سره خپل ملاتړ پای ته ورسوي. جنګ، بې ثباتۍ، فساد، بی عدالتۍ، کمزوره حکومتدارۍ او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د نړیوالې ټولنه متزلزل تعهد، شته لا سته راوړنې اوس تر سیورې لاندې راوستې دي.

اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې د سولې لپاره د زړه له تله کار وکړو، ځکه چې هرڅومره چې وخت تیریږي په هماغه اندازه به د لوبې لوی لوبغاړي بایلونکي راخیږي. امریکایان به دا جنګ ونه ګټي ځکه چې ددوی نظامي پالیسي چې (له مخالفینو دساحې پاکول او افغانانو ته یی سپارل، د حکومت لخوا د ساحې ساتل او آبادول) پر اصولو ولاړه ده، ډیر ژر به د شورویانو په هغه مهلکه پالیسۍ بدله شي چې اصول یې وو د ساحې پاکول، ساتل، ساتل اوبیا بیخي پریښودل. ناټو نشي کولای افغانستان ته نور عسکر ولیږي، پداسې حال کې چې طالبان کولای شي نور افراد استخدام کړي. طالبان به همدارنګه فکر وکړي چې د اسامه بن لادن په له منځه تللو سره به ناټو افغانستان پریږدي ځکه چې ددوی لپاره کومه بله موجه انګیزه نده پاتې ترڅو د اوږدې مودې لپاره دلته پاتې شي. هالنډ تیر کال خپل عسکر وایستل. کاناډا به سږ کال خپل عسکر وباسي. دبرتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون هڅه کوي چې خپل عسکر ترټاکلې مودې وړاندې وباسي. ایټالوي حکومت او د جرمني پارلمان پدې ټینګار کوي چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه به له افغانستانه د عسکرو ایستل بشپړوي. د ایشیا فونډیشن د ۲۰۱۰ کال د کلني راپور له مخې، ۸۳٪ افغانان له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي. حقیقي ارقام تردې لوړ دي. د جنګ مصارف بې حده زیات دي. د متحده ایالاتو خلک، د ناټو د غړیو هیوادونو خلک او افغانان نور د جنګ ملاتړ نه کوي او د اسامه بن لادن له مړینې اوپه افغانستان کې د هغه د پلویانو د شمیر له کمیدلو سره د نظامي عملیاتو مرکزي هدف بشپړ شویدی. له بلی خوا، که ناټو له افغانستانه ووزي، د افغان حکومت ژوند به په ۱۹۸۹ کال کې د شورویانو له وتلو وروسته د کمونیست رژیم تر ژوند لنډ وي. ددې نه علاوه، متحده ایالات د پاکستان لپاره نور دیوې شیري غوا حیثیت نلري. دا غوا اوس لغتې وهي او لومړۍ لغته یې د روان ۲۰۱۱ کال د می دمیاشتې په دویمه نېټه په ایبیټ آباد کې ووهله. داډول نورې لغتې هم شونې او په نوبت کې دي. ویره داده چې که امریکا خپلو لغتو ته دوام ورکړي د پاکستان په فوځ کې به ټیټ رتبه مامورین دخپل هیواد د ملي وقار او حاکمیت څخه ددفاع په موخه واک په لاس کې واخلي. که دا کار وشي دا به د پاکستان لپاره یوه لویه فاجعه وي لکه چې د افغانستان لپاره په ۱۹۷۳ او ۱۹۷۸ کلونو کې دبې پایه بدبختیو د منبع په توګه مطرح دي. له دې امله متحده ایالات، دکابل حکومت او پاکستان به په راتلونکی کال کی په قوي موقف کې نه وي لکه نن چی دي. له همدې امله دا د افغانستان د ستونزې د سوله ایز حل لپاره ترټولو مناسب وخت دی. مخکې تردې چې د ا فرصت له لاسه ولاړ شي او د قوت موقفونه په ضعف باندې بدل شي باید سوله وشي.

افغاني نوښت (ابتکار)

آیا افغانستان د لوبې یوه برخه دی؟ تراوسه نه. د متحده ایالاتو په مشرۍ ناټو به په افغانستان کې بریالۍ نشي مګر دا چې دا ومني چې افغانان د افغانستان مالکان او خاوندان دي. افغانان به یو باثباته افغانستان ونه ویني مګر دا چی: (۱) یو پراخ بنسټّه سیاسي جوړښت ولري (۲) له ګاونډیو هیوادونو سره دوستانه اړیکې ولري او (۳) د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی، د باور او اعتماد وړ بیزنیس پارټنر وي. پورتنی فورمول افغاني ابتکار او دنړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري. آیا داسې یوه قیادت ته اړتیا نشته چې هغه دافغانستان دملي ګټو د تشخیص او تعریف ظرفیت ولري، په افغانانو دلسوزي ولري او ورته وفاداره وي، خلک پرې باور ولري، خلکو ته د خودۍ او مالکیت احساس ورکړي او ولس ته دا ویژن او لید لوری ورکړي چې چیرته ولاړ شي او دا وړتیا ولري چې دافغانستان ملي ګټې د سیمې او نړۍ د طاقتونو له ګټو سره همغږې کړي؟ بلې، داسې قیادت ته عاجل ضرورت دی او د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت همدې هدف ته کار کوي.

څرنګه چې نړیوالې ټولنې هغه ژمنې ترسره نه کړې چې له افغانانو سره یې کړې وې، او له دې امله چې د افغانستان مسئله یوه افغاني ستونزه ده او افغانان تر بهرنیانو افغانستان او سیمه ښه پیژني او په مشکلاتو او حل لارو یې ښه پوهیږي ، نو ځکه هم د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت یو افغاني نوښت او ابتکار وړاندې کوي:

  • د سولې لپاره تصور (ویژن): ولې سوله؟ څه ډول سوله؟ ( ددې لپاره برسیره یاد شوی د څلورو ټکیو فورمول وګورﺉ).
  • آدرس: دسولې دعالي شورا په جوړولو سره افغان دولت د مذاکراتو لپاره خپل آدرس جوړ کړ. وسلوال مخالفین هم باید یو آدرس ولري. پداسې حال کې چې مونږ دېته ترجیح ورکوو چې طالبانو ته په هیواد کې دننه آدرس ورکړل شي، پدې اړه یو بشپړ او مفصل پیشنهاد لرو چې دا آدرس باید څنګه رامنځ ته شي.
  • منځکړیتوب: نه د سولې عالي شورا او نه هم هغه طالبان د منځکړي رول لوبولای شي چې اوسمهال په کابل کې اوسیږي. یوې داسې دریمې بې طرفې ډلې ته اړتیا ده چې د متنفذو علماؤ، قومي مشرانو او تکنوکراتانو څخه جوړه شوې وي کومه چې ټولو خواوو ته د منلو او درناوي وړ وي او دا امکانات ولري چې په آسانۍ سره ټولو خواوو ته تګ راتګ وکولای شي. مونږ پدې برخه کې مفصل پیشنهاد او وړاندیز لرو.
  • مداخله: ځینې کتونکي پدې باور دي چې له افغانستان څخه د ناټوځواکونو په وتلو سره به پدې هیواد کې تشه رامنځ ته شي، د اوږدې مودې سیمه ایزې سیالۍ به زور واخلي او افغانستان به نور هم بې ثباته شي. دوی دا استدلال هم کوي چې یو نوی سیاسي کورنۍ جوړښت د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره کافي ندی. دوی وایي یوه نوي بهرني سیاسي جوړښت ته اړتیا ده، داسې یوه جوړښت چې د هیواد نږدې او لیرې ګاونډیان په پروسه کې را ګډ کړل شي. خو حقیقت دادی چې نه خو نړیوالو طاقتونو او نه هم ګاونډیو هیوادونو وکولای شول چې په تیرو ۳۰ کلونو کې خپلې ګټې په افغانستان کی سره همغاړې کړي. په حقیقت کې د تیرو ۳۰ کلونو جګړې د نړیوالو طاقتونو او ګاونډیو هیوادونو د حریصانه آرمانونو او متضادو ګټو د تلاښ زیږنده دي. په تاریخي لحاظ د افغانستان ستونزې تر ډیره حده د خارجي مداخلو پایله ده چې دهغو افغان ډلو ټپلو لخوایی رویباری کیده چې دبهرنیانو تر روزنې لاندې وې او د بهرنیانو د نماینده ګانو په توګه یې کارکاوه. دبهرنیو مداخلو د کمولو اهمیت د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په میاشت کې د بن په کنفرانس کې تشخیص شو. دکنفرانس له خوا صادرې شوې اعلامیې غوښتنه کوله چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید هغه لازم اجراات او اقدامات وکړي چې د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالی او همدارنګه د افغانستان په کورنیو چارو کې د بهرنیانو نه مداخله تضمین کړي. مګر دا اصل هیڅکله عملي نشو او په حقیقت کې ملګرو ملتونو د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته موقع ورکړه چې ډیره مداخله وکړي. په تیره لسیزه کې، په استانبول، لندن او کابل کې د سیمه ایزې همکارۍ ترعنوان لاندې کنفرانسونه جوړ شویدی، مګر ډیر لږ عمل شویدی. دا فیصلی ټولی د خبرو په بڼه کې پاتې شویدي. دا ډیره غیر انساني ده چې افغانستان په لسګونو کلونه په وینو کې لت پت دی خو هیڅوک د ددې وینو د بهیدو مخه نه نیسي. اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې خپله افغانان راپورته شی، ابتکار په لاس کی واخلی او سیمه ایز او نړیوال طاقتونه ددغه افغاني نوښت او ابتکار ملاتړ وکړي کوم چې برسیره تشریح شو.
  • دسولې پروسه – افغاني نوښت (ابتکار). ملګري ملتونه کیدای شي د مذاکراتو د رهبري کولو په برخه کې څه رول ولري، مګر تیر لس کاله د افغانستان په مورد کی ددغه مؤسسی نا متوازن موقف، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مؤسسی پر کارکوونکو باندې د طالبانو مکرر بریدونه دا ښیی چې د ملګرو ملتونو مؤسسه یو سملاسي دراغونډیدو ځای او یوه ښه مرجع نده. د دې لپاره چې د بریاليو مذاکراتو پروسه پیل شي، ملګري ملتونه باید په لومړي سر کې دیوې بلې ډلې څخه ملاتړ وکړي چې هغوي د منځګړیتوب رول ولوبوي. دا آوازې چې کیدای شي ترکیه د منځګړیتوب لپاره څه رول ولوبوی یو څه قوت لري. داځکه له یوې خوا ترکیه اسلامي صبغه اورنګ لري او له بلې خوا د ناټو یو فعال غړی دی. مګر ترکیې په افغانستان کې دتنظیمي جګړو پرمهال اقلیتونه په ځانګړي ډول ازبکان حمایه کړیدي او همدارنګه د ناټو ترچتر لاندې په افغانستان کې عسکر لري چې د طالبانو په وړاندې جنګیدلي دي نو له همدې امله دیوه ښه منځګړي په توګه حساب نشي پرې کیدای. سعودي عربستان که څه هم په یوه ښه موقف کې دی، مګر هیڅکله یې له طالبانو سره د بریالیو مذاکراتو طالع نه ده درلودلې. د ملګرو ملتونو د متعددو مذاکره کوونکو څخه په پند اخیستنې سره چې په تیرو ۳۰ کالو کې یې ستونزمنې تجربې ترسره کړې لکه پیریز دی کویلار، کوردوویز، محمود میستیري، بینین سیوان او لخضر ابراهیمي او هم له دې امله چې دملګرو ملتونو عمومي منشي لا له وړاندې د بن د اعلامی په اساس مکلفیت لري چی د سولی لپاره کار وکړی، ملګري ملتونه باید دداسې افغانانو ملاتړ وکړي چې لوړ سیاسي او ټولنیز موقف او تجربه لري، لکه ډاکټر فاروق اعظم او دده ملګری ترڅو په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره په کورني او بهرني سیاسي جوړښت باندې تمرکز وکړي. ډاکټرفاروق اعظم چې یو ښه پیژندل شوی افغان دی، د تنظیمونو ترمنځ د منځګړیتوب پوره تجربه لري او لا وختي یې د سولې د مذکراتو او سیاسي جوړښت په اړه د جمهور ریس حامد کرزي، د سولې د عالي شورا له رییس استاد برهان الدن رباني او طالبانو سره کتلي دي. د نوموړي طرحه، د سولې د پروسی ټولې خواوې په پام کې نیسي او د اسلامي هیوادونو د کنفرانس او ملګرو ملتونو د ملاتړ غوښتنه کوي. ډاکټر اعظم استدلال کوي چې یو باثباته افغانستان، سیمه ایزو او نړیوالو طاقتونو ته ترهغه څه زیات ورکولای شي چې دوی یې په جنګ، کشمکش او بې ثباتۍ کې لټوي.
  • انتقال. د ډاکټراعظم د فورمول له مخې، لومړی باید د کابل د اوسنۍ کمزوری او په درد نه خوړونکې ادارې پرځای یوه بیطرفه او فعاله انتقالی اداره منځته راشی. او له هغه وروسته امنیتي مسولیتونه له ناټو څخه افغان پوځ ته ولیږدول شي. د حکومت له بدلون وړاندې ملي اردو ته د امنیتي مسولیتونو انتقال بې ګټې او د ځان غولونې په معنی دی. اوسنۍ تنظیمي او توکمیزه اردو مخکې تردې چې امنیتي مسولیتونه واخلي باید په یوه ملي اردو بدله شي. دلته به د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره یو عملی مهالویش ترتیب او په مورد کی د اسلامي کنفرانس او د ملګرو ملتونو څخه مرسته وغوښتل شي. دفورمول له مخې، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو دمخه باید زموږ ګاوندیان د نه مداخلی تضمینات ورکړی او نړیواله ټولنه تعهد وکړی چی د امریکایی فوجونو تر وتلو وروسته له افغانستان سره اقتصادي مرستې کوي.

په درنښت